روزنامه ملی انیس

دشرق ستوری سید جمال الدین افغان نقش د امیر شیر علیخان په حکومت کې

میندې راوړی ډیر زامن ډیر اولادونه یو  یا دوه یې افلاطون او سکندرشی (الفت)

د ۱۹ مې پیړۍ په پیل کې دانګریزانو او فرانس په منځ کې د مستملکاتو پرسر په ختیځ کې رقابت (سیالی) پیل شوه، چې په کابل کې دشاه زمانخان دسلطنت لومړنۍ ورځې وې. په همدې ورځو او شپو کې د انګریزانو پټ څری (جاسوسان) هم په کابل او نورو محلاتو کې په نامریې توګه فعال وو. چې دهغې له جملی څخه په ۱۸۳۹ م کې مسټر کیمپل او لږ څه وروسته کپتان کنولی او ستیوارټ هم و. خو له لومړنی سری مسټر کیمپل څخه خورا مهم کس چې ډیر فعال و هغه هندی النسب موهن لال انګلیسی جاسوس و. دغه مخفی مامور په کندهار کې دحسن آغا په نوم او په کشمیر کې دعلی قلی په نوم پیژندل شوی دی( له پټ لاسونه، بربڼد سیاستونه) د (غبار تاریخ) او (پښتانه د تاریخ په رڼاکې) کتابونو په حواله.) په هر صورت کیمپل په کابل کې دشیر محمد په نوم هم یاد شوی او هغه په کندهار کې مسلمان شوی وه اودعبدالله په نوم هم کښل شوی دی. چې بیا له شاه شجاع سره یوځای په کندهار کې فعال و. دغه راز یو شمیر نور کسان لکه ایکدر پاټینچر ۱۸۱۰ قادر و لارنس ۱۸۸۸ او محمد علی ۱۸۹۱ کې هم په همدی نامه په پټه توګه فعال وو. نو له دی سره سم په افغانستان کې سیاسی کلتوری امنیتی ستونزی او پاچا ګردشی هم په عادی چاپیریال یوه عادی خبره ګرځیدلې وه.

چې دغو حالاتو
دسید جمال الدین افغان دغه دشرق ستوری پراذهانو هم اغیز درلود نو همدا لامل وه، چې هېواد ته دژغورنی له پاره له

 شیر علیخان سره (په دوهم ځل باچهی کې) یوځای له هراته و کابل ته راغی، تر څو له باچا سره مرسته او لاسینوی وکړی. هغه په ۱۸۵۵۱۸۵۷ م هندوستان ته اوهم یې پاریس او عراق، ترکیې، مصر، ایران، انګلستان، حجاز او امریکی ته تاریخی سفرونه کړی وه او پوره پوهه یې درلوده، عالم شخصیت اسلام او انسان ورته ګران و او هم یې له خپل ګران هېواد سره مینه درلوده.

لنډ فعالیتونه یې: سید جمال الدین افغان په ۱۸۷۴ کې له باچا په اداری تشکیلاتو کې چې اصلاح او سمون ومومی ونډه واخیسته، او ښې مشوری یې ورکولی، شمس النهار جریده یې په کابل کې ایجاد کړه او په هرو ۱۵ ورځو کې دکابل په بالاحصارکې چاپیدله او په ۴ مخونو کې وه.

دده په مشوره یوشمیر دولتی ملکی او پوځی لقبونه په پښتو ملی ژبی و اړول شول لکه:

  • سید نور محمد شاه صدراعظم د (لوی مختار) نوم، په
    حبیب الله خان وردګ دمالیې وزیر د لوی ملک په نوم
     عصمت الله خان غلجی دکورنیو چارو وزیر د (لوی مین دغرو) مرزا محمد حسین خان سرمنشی (دحضور کښل)، حسین علی خان پنجشیری سپه سالار د (ټول مشر) یا لوی وزیر دجنګ احمد علی خان چغتایې دټولو خزانه دار (لوی ټول وال) چې دغه سړی دمحمد ظاهر شاه باچا په عصرکې دټولو خزانه دار په نوم وه او دغور دسدوزاییانو څخه وه. دده په مشوره یو ښوونځی په کابل کې هم جوړ شو او ۳۰۰ تنه شاګردان یې درلودل. تعلیمی نصاب هم عصری شو او نوی مضامین پکښی درج شول او د عبدالقادر له خوایو شمیر مضامین په پښتو او پارسی ژبې هم ژباړل شوی وه.

په عسکری برخه کې یوه خیاط خانه هم جوړه شوه او دعسکری لباسونه به یې جوړول دسید په مشوره ۶۲ غونډه ټول ټال ۳۷۲۰۰ تنه سربازان پکښی وه او هم ۱۶ سواره غونډونه چې هرغوند ۶۰۰ تنه ۹ توپخانې او هم دڅارویو داکتران او نور منځته راغلل او استخدام شول. په همدی راز په ټول هېواد کې ۵۱۰۹۹۰ تنه سربازان  تحت السلاح او هم ۸۰ زره  پلې او ۱۶ زره سواره او ایله جاری پوځ موجود وه ۳۶۹ توپونه او ۳۹ زره ټوپک موجود وه هرافسر او عسکرته نقدی معاش ورکول کیده داستخباراتی برخی مشریې دنیکو په نوم و او فعال افسروه او ښه کشف یې کاوه.

عمرانی او ساختمانی چاری هم جاری وی او مملکت مخ په ترقی روان شو، په هغه مهال د بی بی مهرو او شیرپور په چاوڼیو کې ۶۰۰۰ کار ګرو کار کاوه او هر کار ګرته دمیاشتی ۵ افغانۍ تنخا ورکول کیدله.

د سید جمال الدین افغان دتتمت البیان فی التاریخ افغان په عربی ژبه او د محمد امین خوږیاڼې دری ترجمی څخه اقتباس او هم د افغانستان داحمد شاه بابا څخه ترشاه امان الله خان غازی ترعصر پوری تاریخ له ۱۰۶ مخ څخه د (ع،قریشی) تالیف دکابل ۱۳۹۶ کال چاپ

عبدالهادی قریشی

ممکن است شما دوست داشته باشید