روزنامه ملی انیس

دسولې دموافقې د تطبیق لپاره د اروپایی ټولنې تضمین هیله بخښونکی دی

دجګړه ځپلی افغان ولس‌دسوله‌ییزو غوښتنودتحقق په موخه سره له دی چې په هیواد کی دننه سوله ییز حرکتونه او خوځښتونه راپیل شوی،  نوپه سیمه ییزه او نړیواله کچه هم سوله ییزې هڅې پرمخ روانې دی نوپه ټوله کې افغان جګړه ځپلی ولس هم په دی تمه او هیله دی چې دافغان سولی دروانو هڅودتحقق په اړوند نړیوال باید په افغانستان کې دهرممکنې لاری څخه چې کېږی باید موثره استفاده وکړی ترهغه چې روانه بدمرغه جګړه پای ومومی اوپرځای یی تلپاتې او باعزته سوله منځته راشی،  له نیکه مرغه چې په دې وروستیوکې‌دافغانستان‌دسولې پروسې په برخه کې اروپایی ټولنې هم خپل چمتووالی څرګند کړیدی، لکه څنګه چې په هیواد کې‌دډله ییزو خپرندویو سرچینو په حواله ویل شوی : « داروپایی ټولنې‌دبهرنیو چارو وزیرانو په دې وروستیو کې په لوکزامبورګ کې یو پریکړه لیک خپور کړی چې په هغه کې یې‌دافغانستان
له خلکو سره‌دسیاسی،  اقتصادی او ټولنیز ملاتړ پردوام ټینګار کړی دی،  په دې پریکړه لیک کې پرافغان حکومت او وسله والو طالبانو غږ شوی چې څومره ژر کیږی په خپلو‌کې مستقیمې خبرې پیل کړی او تاوتریخوالی ختم کړی دغې شورا په خپل پریکړه لیک کې‌دنورو همکاریو ترڅنګ چمتوالې ښودلی چې اروپایی ټولنه به دافغانستان‌دسولې په پروسه کې‌دتضمینوونکی په توګه رول ولوبوی. البته داروپایی ټولنې‌دبهرنیو اړیکو شورا یاد پریکړه لیک په یو جامع ډول‌دسولې موافقې ته رسیدل مهم ګڼلی، داسې چې دافغانستان‌د حکومت له خوا تایید شی تاوتریخوالی کم کړی له افغانستان نړۍ ته‌دتروریستی ګواښونو مخه ونیسی‌دټولو افغانانو،  په ځانګړی ډول‌دښځو،  ماشومانو اوداقلیتونو اړوندو ټولو کسانو بشری حقونه خوندی کړی او دافغان دولت دولتی ادارو اوداساسی قانون دوام یقینی کړی.

 د نظر دخاوندانو په اند له طالبانو سره‌دسولې موافقې په صورت کې‌ددې موافقې‌دتطبیق لپاره بهداروپایی ټولنې تضمین موثر وی، اروپایی ټولنه له دې وړاندې هم‌دنورو هیوادونودسولې ‌دموافقې‌دپلی کیدو ضمانت تجربه لری او که دا کاردافغانستان په برخه‌کې هم وکړی موثرې پایلې به ولری،  لکه څنګه چې‌دافغان ولسمشر ویاند په دې وروستیو کې له یو غږیزې رسنۍ سره هم په خبرو‌کې ‌دافغانستان‌دسولې پروسې په برخه کې‌داروپایی ټولنې‌دچمتووالی دهرکلی ترڅنګ داسې ویلی دی : په نورو ځایونو کې هم چې دسولې پروسه مخته تللې او بیادسولې موافقه لاسلیک شوې، ددې لپاره چې ددې موافقې عملی کیدل هم یوه اوږده پروسه وی  نو‎د دواړو اړخونودډاډ لپاره اروپایی ټولنه بې طرفه تضمین کوونکې پاتې شوې ده،  اروپایی ټولنه داتجربه لری دلته به هم همدا رول ولری او دایې ویلی چې که غوښتنه ترې وشی،  نو آماده ده او خپل موثریت به ولری.

د یادوونې وړ ده چې دسولی په موخه په کوردننه،  سیمه ییزه او نړیواله کچه وروستیو هلو ځلو او خوځښتونو دافغان جگړه ځپلی ولس په زړونو کې هم یو څه هیلې را ټوکولی دی،  نو پاک الله (ج) دی وکړی چې‌دسولی په موخه را پیل شوی هلی ځلی‌دبری تر منزله ورسیږی او په دی توگه دیوی ملی اجماع په شتون سره په گران افغانستان کې بدمرغه جگړه پای و مومی او پرځای یې نیکمرغه سوله چې‌دافغان ولس یوازینی غوښتنه ده په ټول هیواد کې ټینگه شی، ځکه همدا سوله ده چې دخلکو عزت او حیثیت په کې خوندی کیږی او برعکس جگړه ده چې دهغی په لړکې خلک وژل کیږی،  له خپل کورڅخه بی کوره کیږی  پردیو ته احتیاج او محتاج کیږی  هیواد ورانیږی اوبالاخره په پایله کې هم خلکو ته تباهی،  بربادی،  ویر او ماتم ورپه برخه کوی چې عملا ًهم له کلونو کلونو څخه را په دیخوا دبدمرغه جگړی ترخی پایلی مونږ ټولو افغانانو څکلی دی نو ځکه نن افغان ولس په یو غږ سوله غواړی، نو پاک الله (ج) دی وکړی چې په ټوله کې په جگړه کې ښکیلی لوری په سوله سره صلاح شی او نور بدمرغی جگړی ته‌دزړه له تله نه ووایې له هرډول وسله وال مخالفت څخه لاس واخلی،  دنیکمرغه سولی بیرغ هسک او رپانده کړی ترهغو چېدبدمرغه جگړې ټغردتل له پاره له گران افغانستان څخه ټول اوپرځای یې ډاډمن ثبات او یوه تلپاتی نیکمرغه اوباعزته سوله په ټول هیواد کې ټینگه او له هراړخیزو خوښیو ډک سوکاله ژونددافغان پتمن ولس په برخه شی،  او په ټولیزه توګه په ګران هیواد سرلوړی افغانستان کې روانې ټولې بدمرغۍ او ناخوالې د تل لپاره پای ته ورسیږی.

ش، شاهین

ممکن است شما دوست داشته باشید