روزنامه ملی انیس

دسولی په خبرو کې دښکیلو هېوادونو ژمنی باید عملی بڼه ولری

داد یوځل بیا دکورنیو او بهرنیو خبری سرچینو په حواله دسولی خبری اتری ګرمی شوی هیله ده چې روانی سوله ییزی هڅی دلاس ته راوړنو سره مل او په هېواد کې روانه څوکلنه جګړییزه غمیزه پای ومومی.خبرونه ترلاسه شوی چې د امریکا د بهرنیو چارو دوزارت استازی چې څو ورځی وړاندی په یوه لس ورځنی سفر بوخت و دیوشمیر هېوادونو دچارواکو سره زموږ په هېواد کې دسوله ییزو خبرو اترو دپیل کیدو او د دایمی سولی دټینګښت په هکله خبری اتری درلودی تردی دمه دترسره شویو خبرو اترو جزییات نه دی په ډاګه شوی خو په قطر کې دطالب مشرانو سره په لیدنه کې دالجزیری تلویزیون په ډاګه کړی چې دواړو غاړو په افغانستان کې د امریکایی ځواکونو دوتلو په هکله خبری کړی چې پایله یې لااوس هم نه ده بربڼډه شوی. یوشمیر شنونکی دامریکا د متحده ایالاتو خبری اتری دطالبانو سره یوښه ګام بولی او ورزیاتوی چې دسوله ییزو خبرو اترو پیل کیدل به نورو خبرو اترو ته لارهواره کړی او هغه لار به ولټول شی چې دجګړی دواړه غاړی ورباندی موافقه وکړی ځکه د جګړی ستونزمنه غوټه په یوه بین الافغانی خبرو اترو کې را پرانستل کیدای شی نو ټینګار پردی دی چې خبری باید رڼی او ارزښت ناکه وی. ډیری هېوادوال چې دسولی رامنځ ته کیدو ته هیله من دی باور لری چې روانی خبری به دیوی ارزونی له مخی دسولی بنسټیزه جرړه ومومی او د رامنځ ته کیدو هڅی به دیوی اجماع له مخی لاس ته راوړنی ولری.

یوشمیر دسولی په ټینګښت کې اړین هېوادونه چې د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت داستازی سره دکتنو ترڅنګ دملی یووالی دحکومت دمشرتابه سره په مختلفو لیدوکتو کې لیوالتیا ښودلی چې دجګړی په پای ته رسیدوکې به دهیڅ ډول مرستی او هلوځلو څخه دریغ ونه کړی خو خبره داده چې تردی دمه دسوله ییزو خبرو اترو رسمی او مخامخ هیله نه ده ترسره شوی. تمه ده چې دزلمی خلیل زاد ترسره شوی سفر دسولی په وړاندی شته خڼډونه له منځه یووسی او هغه هېوادونه چې په خوله یوڅه او په زړه بل څه وی دی ته اړباسی چې ددی وروسته خبری رڼی او ژمنی عملی بڼه غوره کړی تیرو جګړییزو کلونو راښودلی چې زموږ ګاونډی هېواد زموږ په هېواد کې جګړه په یوه سوداګریزه پانګونه بدل کړی او دیوشمیر زبرځواکو هېوادونو څخه دترهګرو په وړاندی دمبارزی په پلمه یوه اندازه مرستی ترلاسه کړی خو د ترهګرو په وړاندی یې دوه ګونی چلند غوره کړی او هیڅ یوه ترهګرییزه ډله یې تردی دمه دخپل هېواد څخه ایستلو ته نه ده اړکړی هڅه یې کړی چې ترهګرو ته  په پټن ځایونو کې لازم شرایط ور برابر او دجګړی پرمهال یې دټپیانو درملنه ترسره کړی ده. دغه راز پاکستانی لوری دسوله ییزو خبرو اترو دپیل کیدو له پاره په مختلفو نړیوالو او په کور دننه دملی یووالی دمشرتابه سره په لیدوکتو کې ژمنی ترسره کړی خو عملی چاری یې نه‌دی لیدل شوی او برعکس هڅه‌یې کړی چې جګړه سخته او دپراختیا له پاره یې دترهګرو په شمیر کې زیاتوالی راوستی دی. نوله دی امله ویلی شو چې دپاکستان په ژمنو کې باور ناشونی دی په تیرو څلور اړخیزو او دوه اړخیزو خبرو کې چې دعمل په کړنلاره موافقه شوی وه هیڅ رنګه عملی چاری ترسره نه شوی او دسوله ییزو خبرو په پیل کیدو کې کومه لاس ته راوړنه ترسترګو نه شوه. مناسبه او اړینه ده چې دامریکا متحده ایالات په خپلو سوله ییزو هڅو کې د پاکستا ن دریځ دسولی په رامنځ ته کیدو کې وارزوی او دی ته یې اړباسی چې دتیرپه څیر دغولونکو ژمنو پرځای رښتینی او عملی ژمنه ترسره کړی ترڅو وتوانیږو دپاکستان څه را پیدا شوی جګړییزی ستونزی په سوله ییزو خبرو بدلون ومومی او دتل پاتی سولی له پاره لار هواره شی.

ع- متین

ممکن است شما دوست داشته باشید