روزنامه ملی انیس

دسولی مؤلفه د انسان مشرب توکی په توګه

څه به ښه وای چې انسان وای مینه مینه

دخدای داښکلی جهان وای مینه مینه
کینه نه وای رخه نه وای جګړه نه وای
هریوکلی او هر مکان وای مینه مینه
یا: اسلام جواز کله د جنګ ورکوی؟
چې مسلمان دبل مسلمان و وژنی
دادسیسې د رقیبانو ښکاری
چې یو افغان دبل افغان و وژنی
په سیاسی ډګر کې یا په سیاسی اصطلاح دسولې تعریف داسی کښل شوی دی (سوله- صلح په یوه هېواد دټیکاو، سوکالی، بسیاینې او آرامتیا او دعادی اړیکو حالات څرګندونی)

یاپه بل ګړ دود د جنګ جګړی نه والی سوله ده، یا په تعریف کې داسې راځی دګواښونو نه والی ته سوله ویل کیږی. دغه رنګه، دجنګ جګړی په وړاندی په الزامی او اجباری توګه دیو ځواکمن لاستون یا دستګاه په کار اچولو ته سوله وایې، ترڅو ټیکاو منځته راوړی، بسیاینه او سوکالی وپنځوی.

یادونه: دسولې د راوستوله پاره ځنی وختونه د دښمنو یا متخاصمو ډلو ترمنځ دمتارکې شرطونه منځ ته راځی لکه دهېوادونو او یا جګړی ماړو ډلګیو ترمنځ چې دې حالت دګډ اوسیدلو سوله ییز شرایط اوتوکې ویل کیږی.

کیدای شی سوله هم ونه منل شی چې دی حالت ته دسولې نقض کول وایې یا په بل عبارت دنظم او ټینکاو ګډو ډول یا مختل کولوته کوم چې د زور، تاوتریخوالی او یا بلې هری وسیلی پواسطه ترسره کیږی دی ته دسولی نقش کول وایې.

د انسانی ژوندانه دښه پرمختګ په پارسولی او پخلاینه پکار ده چې دې حالت ته مصالحه یا کمپرومایز ویل کیږی، چې دمملکتی سولې دپایښت له پاره لومړنی مانا لرونکی توکې جوړوی، نه داچې دمؤقتې سولې د راوستو کوښښ.

دهېواد پالنې یوه نښانه داده، چې دګواښونو دله منځه وړلو او په صداقت سره دیوه حقیقی ژمنلیګ له له مخی دمخالفو وسله والو ترمنځ په دوامدار توګه دسولې له پاره کاروشی او عملی شی.

څرنګه چې سوله یو انسان مشرب توګې دی، یعنی د انسانی لوړو اخلاقو فرهنګ سجایاو او د انسانی شخصیت دتکمیل مهم عناصر ګڼل کیږی. نوځکه تل مدام دسولې راستو او دجنګ جګړی دنه منلو (مردود) کولو په پار تسجیل او عملی کیږی.

دیاددښت وړدی، چې د انسانی حقوقو د ساتلوله پاره یویې هم سوله ییز ژوند دی، کوم چې دملګرو ملتونو د ۱۹۴۸ میلادی ددسامبر لسمې دبشری حقوقو نړیوالو اعلامیه کې هم راغلی دی دهر انسان د ژوندانه د آزادی او ځانی مصونیت حق لری.

په همدی ډول ۲۰۰۱ کال سپتامبر ۲۰ مه دملګروملتونو په عمومی مجمع کې دسولې نړیواله ورځ تسجیل شوی او ټول بشریت ته سوله ییز ژوند غواړی.

ای کاش که در جهان جنگ نمی بود
درکارگه شیشه گران سنگ نمی بود
دنیا همه راحتکده میگشت بشر را
گرفتنه و خود خواهی ونیرنگ نمی بود
چې داټول دبشر دمانیزو لوړو اخلاقو او انسانی مشرب والی سوچه او لوړ ځای بیانوی.

عبدالهادی قریشی

ممکن است شما دوست داشته باشید