روزنامه ملی انیس

دسولی روانی خبری به هغه وخت دمنلو وړوی چی دافغان حکومت په رهبری او مالکیت ترسره شی

څرګنده ده چی دڅوکلنی اوږدمهال جګړی پای ته رسیدل په لڼډ مهال کی ناشونی بریښی ځکه چی دلاس وهونکو هیوادو دلاس وهنی له امله خبری پیچلی او ستونزمنی دی نو ځکه وخت ته اړتیا لیدل کیږی چی خڼډونه هوار او بین الافغانی خبرو ته لار هواره شی.

ولِی دسولی خبری دخنډ او خنډسره مخامخ کیږی اصلی مطلب روښانه او ښکاره دی او هغه دا چی دسمی هیوادونه په تیره بیا دپاکستان لاسوهنی او مداخلی دی چی غواړی افغان حکومت دخبرو داصلی مسیر نه دپردی ترشا لری وساتی او خپل ناوړه اهداف په جنګ ځپلی افغانستان کی ترسره او ددی هیواد دتیرو اتلسو کلونو لاسته راوړنی چی په بیلا بیلو سیاسی، ټولنیزو او اقتصادی برخو کی یی ترلاس کړی په یو ځل له منځه یوسی.

په دی وروستیو کی دپاکستان دلومړی وزیر عمران خان غیرمسئولانه څرګندونی چی ویلی وو: په افغانستان کی دی نوی موقت حکومت جوړ شی چی سوله رامنځته شی خو دافغانستان او نړی خلک ښه په دی پوهیږی چی دپاکستان دعمران خان دا څرګندونی دافغانستان په کورنیو چارو کی ښکاره او څرګنده مداخله او لاس وهنه ده چی دافغان حکومت لپاره په هیڅ صورت دمنلو وړ نه دی او نه به افغان حکومت هیڅ چا او هیڅ هیواد ته ددی اجازه ورکړی چی دافغان سولی خبری په خپله ګټه وڅرخوی او افغان حکومت ګوښی او منزوی کړی.

افغانستان یو مستقل، خپلواک او حاکمیت لرونکی هیواد دی چی منتخب دولت او حکومت لری پارلمان او اساسی قانون لری ترهغی چی دسولی روانی خبری دافغان حکومت سره شریکی نه شی او دافغان حکومت په رهبری تر سره نه شی هیڅ پایلی او مثبتی نتیجی به ونه لری او دا هغه څه دی چی ملګرو ملتونو نړیوالی ټولنی اروپایی ټولنی او په تیره بیا دامریکا متحده ایالاتو هم درک ګړیده چی هر څه کیږی باید دافغان حکومت سره به پری سلا او مشوره کیږی.

دروان ۲۰۱۹ع کال دمارچ په ۲۹مه دامریکا دمتحده ایالاتو دبهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو ویلی:

چی هیوادیی دافغانستان په دننه کی مطرح شخصیتونو او په بهر کی دطالبانو او ټولو ښکیلو خواوو سره خبری کړی چې د افغانانو په مشرې دسولی مذاکرات پیل شی. پامپیو داهم ویلی چې دسولی روانی خبری ډیری پیچلی او سختی دی چې بریالیتوب یې په ټولو ښکیلو خواوو پوری اړه لری خو مونږ په داسی یوی تګ لاری کار کړیدی چی دافغانستان دحالاتو سره سم یواساسی سیاسی حل پیدا شی او پایلی او نتیجی ټولو ته دمنلو وړ وی.

باور دی که دامریکی متحده ایالات، اروپایی ټولنه او نور نړیوال سازمانونه اودقطر دسولی دپروسی په خبرو کی لوبغاړی هیوادونه دافغانی ټولنی دعینی او ذهنی شرایطو په نظر کی نیولو سره په یوی واحدی نظری راټول کړی او په دی قانع کړی چی پرته دافغان حکومت سره دمخامخ او بین الافغانی خبرو په افغانستان کی دسولی تامین یوناشونی او دامکانه لری خبره ده نو پکار دی چی دافغان حکومت دتیرو اتلسو کلونو دلاسته راوړونو ترڅنګ دافغان حکومت په رهبری خبرو ته کینی چی همدا په افغانستان کی دسولی دبریالیتوب اساسی او سیاسی حل دی چی ټولو ښکیلو خواو ته به دمنلو وړ وی پرته له دی په افغانستان کی دسولی دتأمین لپاره بل بدیل نشته.

ناصر شاه سرحدی

ممکن است شما دوست داشته باشید