روزنامه ملی انیس

دسولی رامنځ ته کیدل دسیمی امنیت خوندی کوی

په هېواد کې روانی اوږد مهاله جګړی دهېوادوالو اندیښنی خورا زیاتی کړی هیله لری چې ژر تر ژره دغه ناورین پای ومومی او افغانان په راتلونکی کې دهوسا ژوند څخه برخمن شی. دی موخی ته رسیدل به د افغانانو په یوموټیتوب کې ترلاسه شی ځکه پرته دیووالی څخه دجګړی دپیچلتیا له کبله ناشونی ده چې دلمسول شویو په دریځ کې بدلون راشی او دیوه افغان په توګه په افغان وژنه وزوریږی. همدا اوس دهغو فشارونو له مخی چې په مخالفو وسله والو طالبانو دیوشمیر هېوادو له خوا رامنځ ته شول دخبرو پیل کیدوته لیوالتیا وښودل شوه او لومړی پرانستونکی غونډه دقطر په پلازمینه دوحه کې جوړه شوه خو درسمی او مخامخ پلاو ترمنځ خبری نه دی پیل شوی. ډیری هېوادوال یې دسولی په رامنځ ته کیدو بی باوره کړی او د اندیښنی وړیې ګڼی ځکه چې په کور دننه دتپل شوی جګړی دناخوالو له کبله چې دهېواد د دښمنانو له خوا ورته لمن وهل کیږی هېوادوال باوری شوی چې لاس وهونکی نه غواړی چې افغانان دپرمختګ په لور روان شی او دډیرو کلونو راپاتی شوی ستونزی له منځه یووسی نوله دی امله دمختلفو ترهګرییزو ډلو په روزنی سره یې د پخوا راهیسی لاس وهنی ته ادامه ورکړی او د دوه مخی سیاست په کارونی سره یې دخپلو ستراتیژیکو ګټو دخوندیتوب له پاره دهررنګه لاس وهنی څخه دریغ نه دی کړی او دډول ډول پلمو له لاری توانیدلی چې زموږ په هېواد کې دجګړی اور تازه وساتی او دیوی ارزانه پوځی ډلی له خوا دګواښ لمن پراخه کړی چې دا کار نه تنها زمونږ په هېواد کې دجګړی اور تازه ساتی بلکی په سیمه کې دنورو ګاونډیو هېوادو د امنیت دګواښ لامل هم ګرځی داسی بیلګی شته چې. په هند کې دترهګرییزو بریدونو مسؤلیت چې په بربنډه توګه یې په پاکستان کې ترهګرییزی ډلی مسؤلیت منی دغه راز په سیمه کې نور هېوادونه چې افغانستان سره په شمالی پوله کې پراته دی ویره لری چې دترهګرو ترهګرییز فعالیتونه چې له کنترول څخه ووځی شونی ده چې دګواښ لمن پراخه او دسیمی په کچه زیاتی جګړییزی ستونزی رامنځ ته شی. خو دځینو تیاریو له کبله چې زموږ شمالی ګاونډیانو نیولی تردی دمه دګواښ لمن نه ده پراخه شوی.
ځکه چې افغان ملی امنیتی دفاعی ځواکونو خپلی سینی دیوه ډال په توګه دترهګرو هر ډول تیری ته نیولی او تردی دمه یې نه دی پریښی چې دترهګرییزو فعالیتونو لمن نوروګاونډیو هېوادوته وروغزیږی. دغه راز هڅه شوی چې د افغان دولت واکمنان دسیمه ییزی اجماع په رامنځ ته کیدو سره دترهګرو په وړاندی مبارزه وکړی او دهغو هېوادو لاس وهنی ته پاملرنه وکړی چې زمونږ په هېواد کې دجګړی اورته لمن وهی او دترهګرو په روزنیزو ځایونو ځان نانګاره کوی. ډیره ځلی د افغان دولت مشرانو په نړیوالو او سیمه ییزو غونډو کې د روانی جګړی دڅرنګوالی او دترهګرو دپتن ځایونو په هکله رڼی خبری کړی او ګوټ څڼډنه یې کړی چې که چیری دترهګرو ځالی او د راټوکیدو دځای ذګی دله منځه وړو له پاره نړیوال او سیمه ییزی هڅی چې عملی بڼه ولری رامنځ ته نه شی نو دګواښ او ویری اچونی لمن به لاپسی پراخه شی. افغانان چې ددی ناوړه جګړی اوږد مهاله قربانی ورکوی تردی دمه یې دجګړه غوښتونکو په وړاندی خپله حوصله له لاسه نه ده ورکړی او په راتلونکی کې به هم دخپلو څو کلنو لاس ته راوړنو څخه په میړانه دفاع وکړی خو لاس وهونکی چې د دوه مخی سیاست څخه کار اخلی په دی به ونه توانیږی چې خپلی ناوړه موخی دجګړی له لاری ترلاسه کړی. غوره به وی چې دتیرو لاس وهونکو کلونو په بهیر کې پوهیدلی وی چې دجګړییزی لاس وهنی له امله هیڅ شی ترلاسه کولی نه شی یوازی او یوازی د افغان دولت سره دښو اړیکو په درلودلو سره کولی شی په سیمه کې امنیت ټینګښټ ومومی او د دواړو هېوادو دوګړو له پاره دهوساینی لار هواره شی ځکه چې دسولی له لاری په ډیرو ستراتیژیکو پروژو کې د دواړو هېوادوګټی نغښتی دی. باید د لاس وهنی پرځای دسولی په رامنځ ته کیدو کې لاس را وغزول شی ترڅو هغه ډلی چې د دوی دلارښوونی له مخی ستونزی اوجګړه زیږوی پرځای یې سولی ته غیږ خلاصه کړی او پرته دپلمو څخه په یوی بین الافغانی هوکړه خبری وکړی او د افغانانو په زخمونو دملهم پټی کښیښودل شی.
متین

ممکن است شما دوست داشته باشید