روزنامه ملی انیس

  دسولی د رامنځ ته کیدوله پاره سوله ییزی هڅی دملاتړ وړدی

پدی وروستیو کې دسوله ییزو هڅو دپراختیا او دنړیوالو داجماع ترڅنګ داسلامی هېوادو پاملرنه چې دولسمشر محمد اشرف غنی دهڅو ملاتړ کړی، دی ته لار هواره کړی چې اسلامی هېوادونو دینی عالمان په یوه غږ دهغی لاری په لټون کې فعاله برخه واخلی چې زموږ په هېواد کې روانه جګړه پای ته ورسوی او همیشنی سراسری سوله رامنځ ته کړی. هېوادوال به خبروی چې دسعودی عربستان په مکه مکرمه اوجده په ښارونو کې د ۳۷ اسلامی هېوادو دینی عالمانو او لوړ رتبه استازو په ګډون غونډه جوړی کړی چې په افغانستان کې دجګړی دمختلفو اړخونو دڅیرنیز بهیر وروسته خپلی وړاندوینی چې دسولی د رامنځ ته کیدو سره مرسته وکړی دیوه بل سره شریکی او هغه لاری په ګوته کړی چې دټولو مسلمانانو خیرښګینه پکښی نغښتی ده ولسمشر محمد اشرف غنی د داسی غونډو جوړیدو چې زموږ په هېواد کې دسولی دټینګښت سره مرسته وکړی ترسره شویو ژمنو ته متعهد او ملاتړ یې کوی. ځکه ولسمشر دهمدی دینی عالمانو په وینا او وړاندوینی سره سم په څو کلنه جګړه کې د لومړی ځل له پاره اوربند اعلان کړو او د دینی عالمانو او نړیوالو دپراخ ملاتړ د راڅرګندید و له امله یې لس ورځی نور هم وغزاوه لاکن جګړه مار چې دجګړی دپای ته رسیدو واک نه لری دلومړی اوربند دپای ته رسیدو سره سم یې په جګړه لاس پوری کړو چې پخپله دزیاتی مرګ  ژوبلی سره مخامخ شول ځکه دهېواد ملی وسله وال پوځ ددی تیاری درلوده چې که څوک  داعلان شوی اوربند څخه سرغړونه وکړی نو دسخت او غوڅ غبرګون سره به مخامخ شی.

جګړه مارو یوځل بیاپه ننګرهار ولایت کی دیوه ترهګرییز برید له امله زموږ یو شمیر هیوادوال شهیدان او ټپیان کړل چی پدی ترهګرییز برید سره یی یو ځل بیا دخلکو کرکه راوپاروله او خپله جګړه غوښتونکی دریځ یی روښانه کړو. لاکن ددی ټولو ترهګرییزو بریدونو سره سره به دسولی پرله پسی هڅی ټکنی نه شی او ورځ تربلی به پراختیا ومومی.اوس ډادګیرنه را پیدا شوی او هېوادوال په دی باور دی چې که خدای(ج) کول جګړه غوښتونکی څیری به ډیر ژر دنړیوالو دسخت غبرګون سره مخامخ شی ځکه روانی سوله ییږی هڅی به ضرور لاس ته راوړنی ولری او هرهغه څوک چې دنړیوالی اجماع په وړاندی جګړییز دریځ غوره کړی نو کیدای شی چې مناسب ځواب ووینی. ډیری اسلامی هېوادونه چې دترهګرو دترهګرییزو فعالیتونو له امله د اندیښنی سره مخامخ دی اوس یې هڅی دادی چې دترهګرو په وړاندی دمبارزی کوونکو هېوادو سره مرستی وکړی او په له منځه وړوکی یې دهیڅ ډول هلوځلو څخه دریغ ونه کړی.

ځکه چې ترهګرو ډلو د اسلامی هېوادو دبدنامولو ترڅنګ زیاته بی باوری رامنځ ته کړی او دسوله ییز ژوند په وړاندی یې زیاتی اندیښنی رامنخ ته کړی دی. ښه او مناسبه به داوی چې اسلامی هېوادونه دیوه خوځښت له مخی زموږ په هېواد کې دجګړی لامل او دهغی له پاره دحل لاری ولټوی او په بی دریغه او غوڅ چلند سره هغه هېوادونه او یا وسله والی ډلی چې د اسلامی شعارلاندی جنګږی په دی وپوهوی چې جګړه دستونزو دحل لارنه ده هره غوښتنه او وړاندوینه باید دخبرو اترو له لاری ورته دحل لار ولټول شی.

 ترڅو سوله رامنځ ته شی ځکه په سوله کې خیر دی او د مسلمانانو ترمنځ دسولی رامنځ ته کیدل به دهوساینی په لور لار رالڼډه کړی نواړینه ده چې ستونزی دخبرو اترو له لاری هواری شی نه داچې ځینی هېوادونه دخپلو ګټور دخوندیتوب له پاره وسله والی ډلی وروزی اوبیا یې دنورو په چارو کې دلاس دلاس وهنی له پاره مرګ  ژوبلی ته ورواستوی.

ع- متین

ممکن است شما دوست داشته باشید