روزنامه ملی انیس

دسولی درامنځته کیدو له پاره باید اوسنی فرصت له لاسه ونه وزی

دمنلو وړ ده چی دسولی درامنځته کیدو له پاره هڅی ځڼډنی خود ډاډ وړ ګڼل کیږی ځکه په هیواد کی روانه جګړه چی اوږدمهاله او دپردیو مخو دترلاسه کولو هڅی ګڼل کیږی خو را پیچلی او ستونزمنه ښکاری نو له دی کبله خبره کله کله ځڼډنی او کله اوږدمهاله شی. همدا اوس په نیږدی تیرو ورځو کی دافغانستان له پاره دسولی په رامنځته کیدو کی دامریکا دبهرنیو چارو دوزارت ځانګړی استازی په قطر کی دمخالفو وسله والو طالبانو سره اووم پړاو خبری پای ته ورسولی معلومیږی چی زلمی خلیلزاد به دچین څخه وروسته امریکا ته ستون شی او دترسره شویو خبرو جزئیات او لاسته راوړنی به دامریکایی لوړ پوړو چارواکو سره شریکی کړی زلمی خلیلزاد امریکا ته داسی وخت ستنیږی چی په قطر کی دآلمان او قطر دهیوادو په کوربه توب بین الافغانی غوڼډه پای ته رسیدلی ده هلته په غوڼډه کی دغوڼډی ګډونوالو دروانی جګړی په ناخوالو او دجګړی دپای ته رسیدو په هکله دیوه بل سره وړاندوینی شریکی کړی ټینګار وشو چی دبین الافغانی خبرو له پاره دی شرایط برابر او په همدی ډول لیده کاته دی دوام ومومی ترڅو دباور په رامنځته کیدو سره په ستونزمنو ستونزو خبری وشی او دهغو لارو لټون ته پام راوګرځول شی چی سوله ورباندی رامنځته کیدای شی.

افغانانو ترمنځ دا ډول خبری دنړیوالو دملاتړ وړ ګرځیدلی او دامریکا دبهرنیو چارو وزیر په خپل تویتر پاڼه کی خوښی ښودلی چی افغانان په یو ګډه ناسته کی دیوه بل خبری اوری او خپلی موخی سره شریکوی.

چی دامریکاییانو له پاره هم دخوښی ځای ګڼل کیږی په قطر کی دبین الافغانی خبرو اترو قطعنامه چی ډله ییزو خپروندویه سرچینو خپره کړی خو دامریکایی پلاوی او مخالفو وسله والو طالبانو ترمنځ دترسره شویو خبرو په هکله لاتر اوسه پوره جزئیات نه دی رابرسیره شوی نو له دی کبله هیوادوال کله ډاډګیرنی او کله بیا اندیښنی څرګندوی ځکه چی په اووه پړوانو کی نه دخڼډونو او نه دلاسته راوړنو په هکله جزئیات نه رابرسیره کیږی. خو دګډونوالو یوازینی خبره داده چی خبری دښی او دډاډ وړ دی دا ډول څرګندونی هیوادوال باور مندوی چی خبری به لاسته راوړنی ولری او بین الافغانی خبرو ته به لار هواره شی خدای(ج) دی وکړی چی دترسره شویو خبرو په هکله دډاډګیرنی رابرسیره کول دزیاتو اړینو اوارزښتانکو لاسته راوړنو لامل شی او دسولی په روان بهیر کی دګړندیتوب ترڅنګ دجګړی په کمښت کی نښی نښانی ترسترګو شی، خو دناهیلو څپه ځکه راخپریږی چی مخالف وسله وال طالبان دجګړی کمښت ته زړه نه ښه کوی او هره ورځ دافغانانو دمرګ ژوبلی له پاره نوی لاری لټوی ترڅو جګړه سخته او جګړییزی ستونزی زیاتی کړی او له دی لاری دزیاتو امتیازاتو څخه برخمن شی خو مخالف وسله وال طالبان باید پوه شی چی دمرګ ژوبلی په زیاتوالی به پرته له دی چی دخلکو کرکه راوپاوری نور څه به ترلاسه نه کړی.

ځکه چی ددولت چارواکو په وار وار دسولی درامنځته کیدو په هکله سوله ییزه غیږ خلاصه پریښی خو هر هغه څوک چی جګړه خوښوی هغی ته به په جګړه ځواب ورکړل شی. غوره او ګټوره به داوی چی د یوی خوا خوږی له مخی د افغانانو په مرګ   ژوبله ژور فکر وشی او د مخنیوی له پاره یی داسی چاری ترسره شی چی د هیواد د ملی ګټو ترڅنګ ځمکنی بشپړتیا ته تاوان ونه رسوی اوس چی د سوله ییزو خبرو په هکله نړیوال ملاتړ رامنځ ته شوی افغانان باید په لاس ورغلی فرصت له لاسه ورنه کړی او ددی ناوړه جګړی په پای ته رسیدوکی د هیڅ ډول ځان تیریدنی څخه ډډه ونه کړی ځکه چی د خبرو مرکچی هیوادونه په دی پوهیږی او په دی ټینګار کوی چی د سولی وروستی او فیصله کوونکی خبری به په بین الافغانی خبروکی چی اجرائیوی واک لری تر سره کیږی نو په افغانانو ده چی د هری ناستی څخه د سولی د خڼډونو په له مینځه وړوکی ګټه پورته کړی او په افغانستان کی د روان جګړییز ناورین د پای ته رسیدو له پاره یو بل وزغمی څو سوله رامنځ ته شی او وران ویجاړ هیواد بیا راجوړ او هیوادوال ددی همیشنی غمیزی څخه د تل له پاره وژغورل شی.

هارون

ممکن است شما دوست داشته باشید