روزنامه ملی انیس

دروانی جګړی ستونزمنه غوټه په بین الافغانی خبرو اتروکې راپرانیستی شو

په هېواد کې د روانی جګړی دپای ته رسیدو او تل پاتی سراسری سولی د رامنځ ته کیدو پیچلتیا او ستونزی هغه وخت را بربڼډی شوی چې دملی یووالی دحکومت مشرتابه عملی او رښتینی ګامونه پورته کړل دملی یووال دحکومت سوله ییزی هڅی چې دنړیوالو سره یې شریکی کړی یونوی او دپام وړ خوځښت رامنځ ته کړو ځکه چې دجګړی دښکیلو غاړو ترڅنګ په اسلامی هېوادوکې دمختلفو غونډو په جوړیدو سره چې زموږ په هېواد کې یې مرګ  ژوبله ناروا او حرامه وګڼله نو ډاډ پیدا شو چې دسوله ییزو هڅو ملاتړ اوپلویان دیوی اجماع له مخی د رامنځ ته کیدو په حال کې دی که خدای(ج) کول په هېواد کې به څوکلنه جګړه پای ومومی او دسولی رامنځ ته کیدو ته به لار هواره شی خو دسولی په وړاندی لاس وهونکو هېوادو د غولوونکی سیاست پربنسټ یولړ راشه درشه چې دبین الافغانی خبرو اترو په وړاندی ستونزی او خڼډونه پیدا کوی پیل کړی چې د ځینو هېوادو په ملتیا سره یې په بیلاپیلو هېوادوکې ناسی پاستی پیل او نړیوالوته یې وښوده چې دسولی په رامنځ ته کیدو کې به دهر ډول مرستو څخه ډډه ونه کړی خو له خبرو اترو څخه جوته شوه چې لاس ته راوړنی نه لری او هڅه کیږی چې د خبرو اترو اصلی او بنستیزه چاره وویشی ترڅو خبری اوږد مهاله او دخپلو موخو دترلاسه کولو له پاره پکښی لاری چاری ولټوی زموږ ولسواکۍ چې سوله ییزو خبرو اترو ته ژمنه او د خبرو اترو له پاره یې غیږ خلاصه پریښی ورسره جوخت دهرهغه هېواد کړه وړه په ژوره توګه څاری کوم چې زموږ دمخالفو وسله والو طالبانو سره په خبرو اترو بوخت دی. زموږ ولسی واکمنان هری سوله ییزی هڅی ته دقدر په سترګه ګوری خو دلمسونی او بی ګټو خبرو اترو په وړاندی نانګاره نه شی پاتی کیدای ځکه دستونزی حل په بین الافغانی خبرو اترو کې نغښتی دی هرهغه هېواد چې دبین الافغانی خبرو اترو له پاره لار هواروی لاس ته راوړنی به یې هرو مرو ولیدل شی خو که مخالفی وسله والی ډلی دولسواکی په وړاندی نورڅه ته وهڅول شی پایلی به یې خورا خطرناکې وی ځکه تیرو څو کلونو لاس وهنو ښودلی چې پرته د افغانانو ترمنځ دخبرو اترو پیل کیدل ستونزی نه شی هوارولی نوله دی امله ټینګار پردی دی چې دسیمی اونړی په کچه هغه هېوادونه چې په عملی بڼه زموږ سره دسولی په رامنځ ته کیدو کې
خوا خوږی لری او د افغانانو ترمنځ په مخامخ خبرو اترو ټینګار کوی په عملی توګه دمرستی رښتینی لاس را اوږد او دجګړییزو ستونزو دبنسټیزی هواری له پاره مخالف وسله وال طالبان مخامخ خبرو اتروته اړباسی  اوپه دی یې وپوهوی چې دهرچا سره چې هرځای خبری اتری وکړی بیا به هم د افغان دولت سره خبرو اترو ته کښینی ځکه هیڅوک پرته د دولت څخه نه شی کولی دځینو غوښتنو دهواری واک ولری نو اړینه ده چې دستونزی دحل هغه ځای ته پاملرنه راوګرځول شی کوم چې دحل کیدو توان او واک لری. پوهیږوچې زموږ سره په سیمه کې ځینی هېوادونه دسولی په برخه کې مختلف وړاندیزونه لری خوهیڅوک د افغانستان د دولت په چارو او واکونو کې دلاس وهنی واک نه لری همدا دولتی چارواکې دی چې ولسی استازیتوب کوی او دولس په استازیتوب دملی ارزښتونو او ګټو دخوندیتوب څخه ساتنه کوی نوله دی امله هیڅوک دی بی ځایه وخت نه ضایع کوی او دهېوادوالو اندیښنی دی ته زیاتوی ولسواکۍ به دسولی روان بهیر داسی مدیریت کړی چې د افغانانو اجماع پکښی خوندی او لاس ته راوړنی یې زیانمنی نه شی ځکه ترلاسه شوی لاس ته راوړنی د افغانانو په وینو ترلاسه شوی او هیڅوک ددی توان نه لری چې د افغانانو په ورکړل شویو قربانیو معامله وکړی نو غوره به وی چې مخالف وسله وال طالبان دیوه ژور فکر له مخی دجګړی او په سیمه کی روان حالاتوته په کتو سره پرته لدی چې دلاس وهونکو خبرو ته غوږ ونیسی بین‌الافغانی خبرو اترو ته تیاری ونیسی او اوږد مهاله  جګړه چې افغانان پکښی مرګ  ژوبله وینی او رغاول شوی هېواد په کڼډواله بدلیږی دپای ټکی ومومی او دهوساینی او پرمختګ له پاره لار هواره شی ترڅو نور دیتیمانو او کونډو په شمیره کې زیاتوالی رانه شی او ټول افغانان په خپل ټاټوبی ګې ورور ګلویز ژوندله سره پیل کړی.

ع- متین

ممکن است شما دوست داشته باشید