روزنامه ملی انیس

دخپل منځی شخړو پرځای دی دملی ګټو دخوندیتوب لار ولټول شی

په نړی کې یوشمیر هېوادو دجغرافیایې موقعیت له مخی خورا چټکی او دپام وړ پرمختیایې لاس ته راوړنی ترلاسه کړی او وګړی یې وتوانیدل چې د ژوند دلازیاتو آسانتیاو دبرابرولو له پاره دنوښتونو دترلاسه کولو عملی پوهاوی ته مخه کړه او هېواد یې دیوه پرمختللی هېواد په څیره کې راڅرګند شو. د ډیرو پرمختللو هېوادو دپرمختګ لاریې دوګړو په هېوادنی مینه کې نغښتی وه او د واکمنانو یوازینی هیله یې دهېواد دآبادی او دخلکو هوساینه وه نوځکه کاری بهیریې دزیاتو لوړو ژورو په هواریدو کې بریالی بریښیده او دوګړو دملاتړ له مخی یې زیاتی لاس ته راوړنی درلودی ویلی شو چې دخدمت کولو عملی او رښتینی لار هغه وخت مندلی شو چې دیوه رښتینی او صادق انسان په توګه دهېواد ملی ګټی دشخصی ګټوڅخه لوړی وګڼل شی او پرله پسی هڅی یې په یوموټیتوب راوڅرخی. په ډیرو هېوادو کې خپل منځی ګیلی ناندری را پیدا کیږی خو ملی ګټو ته ژمن کسان دهېواد نیو،ګټو دخوندیتوب له پاره یو بل ته لاس ورکوی او په ګډه دستونزو په رغاونه کې برخه اخلی. دمخکښو او مخورو څیرو آزمایښت دهېواد په سختو او تنګو شرایطو کې راڅرګندیږی ځکه هغه څیری چې دهېواد ماته بیړی منزل ته رسوی نو پرهمغه څیره خلک راټولیږی او په خدمت کولو یې ویاړی تاریخی پاڼی په همداسی کسانو ډکی دی او نوروته دعبرت او زده کړی له پاره تری کار اخستل کیږی. موږ هم دنړی دیوه وروسته پاتی هېواد په توګه شتون لرو د ژوند یوه برخه مو په جګړه او ځینی برخی مو د لوږی او ستونزو سره ملګری لارپه ډیره سختی سره وهی. تاریخی بهیر څو څو واری دپرمختګ په لور لار را په ګوته کړه لاکن دریغه چې هېوادوال دتیر په څیر ونه توانیدل چې دکاری آزمایښت پربنسټ دکار سړی سره ملاتړوکړی او هېواد دیوه اوږد مهاله وروسته پاتی والی څخه وژغوری. نوځکه ویلی شو چې لا اوس هم دیوه ژر ورفکر درلودونکی نه یوهیڅ وخت مو د هېواد د وروسته پاتی والی لامل نه دی را برسیره کړی او دیوه پرمختللی هېواد له پاره مو په یوموټیتوب فکر نه دی کړی نه له دی امله د ژوند نیمګړتیاوی چې جګړییزی ناخوالی یې بدرګه کوی د اندیښنو او ناهیلو څیره راښکاره کوی او دی ته موهڅوی چې دیوی اړینی اړتیا له مخی نوی خوځښت چې په هېوادنی مینه سمبال وی دناخوالو په وړاندی دغوڅ غبرګون په رامنځ ته کیدو سره دهېواد په وړاندی شته خڼډونه چې دیو موټیتوب او پرمختګ لامل ګرځی له منیځه یووسی او دهېواد دملی ګټو دخوندیتوب له پاره هغه دروازی را خلاصی کړی چې تردی دمه لاراخلاصی شوی نه دی. پوهیږو چې هېوادوال د ډیرو جګړییزو ناخوالو ترڅنګ دکډوالی دسختو ستونزو په زغملو سره لیواله دی چې دولسواکی له مخی وتوانیږی هغه تشی را ډکی کړی چې دهوساینی په وړاندی شتون لری دولسواکۍ دبڼی له مخی هېوادوال کولی شی دچارو په سمون کې برخه واخلی او دکاری آزمایښت پربنسټ دکار سړی وپیژنی نومناسبه به وی چې هېوادوال په خپل فکری بدلون سره دیوی رښتینی ولسواکۍ په لورګامونه پورته کړی او ټولنیز ملاتړ له مخی دولسواکۍ دپیاوړتیا له پاره دهیڅ ډول هلوځلو څخه دریغ ونه کړی او دهغو په وړاندی چې دولسواکۍ په وړاندی خڼډونه او ستونزی زیږوی غوڅ چلند وشی.

همدا اوس چې دیوشمیر خپل سرو وسله والو سرغړونی او دپرمختیایې چارو په وړاندی دستونزو د را پیدا کیدو لامل شوی د زیاتو هېوادوالو ګیلی ناندری یې را پارولی او دولت یې تورن ګڼلی چې دیوه غوڅ او پریکنده چلند څخه یې کار نه دی اخیستی نوځکه زیات کلونه چې دپرمختګ له پاره ورته لار هواره شوی وه د زورورو د زور په آزمایښت تیر شول نوښه او غوره به داوی چې
د هېواد دزیاتو هېوادوالو دغوښتنی
له مخی ددی وروسته په لاس راغلی شانس چې دهوساینی له پاره اړین دی له لاسه ورنه کړی شی او هغه ډلی ټپلی چې اوس هم دخپلو شخصی او تنظیمی ګټو دخوندیتوب په فکر کې دی ورسره قانونی چلند وشی او دهېواد تشکیلاتی جوړښت بڼه په ملی بڼه بدلون ومومی. ځکه اوس ددی وخت را رسیدلی چې په ملی کچه فکر وشی او هېواد دخپل منځی شخړو څخه دملی ارزښتونو دخوندیتوب له پاره برابر کړو ترڅو شته ناخوالی له منځه لاړی شی او دهوساینی اوږد مهاله لار نوره رالڼډه شی.

ع- متین

ممکن است شما دوست داشته باشید