روزنامه ملی انیس

دخپلواکۍ را وروسته د رسنیو خپریدل او آزادی

څېړندوی محمد داود ناظم د انیس خبریال سره په مرکه کې دخپلواکۍ را وروسته دمطبوعاتو دخپریدو او آزادی په هکله داسی وویل:

د خپلواکۍ له ګټلو سره د غازی
امان الله خان په زمانه کې د رسنیو د خپلواکۍ او د بیان د آزادۍ لپاره هم لاره هواره شوه، په ۱۳۰۳هـ ، ل کال د مطبوعاتو د لومړنی قانون په پلی کولو سره مطبوعاتو ته د آزادۍ حق ورکول شو او په پایله کې یې ډېرې دولتی او خپلواکې رسنۍ په مرکز او ولایتونو کې په کار پیل وکړ، چې د قدر وړ سیاسی علمی، عقیدوی، اقتصادی، ټولنیز او فرهنګی مطالب یې په لوړ کیفیت او منځپانګې خپرول، چې له امله یې مطبوعاتو په ټولنه کې لوړ اعتبار ترلاسه کړ او په عامه ذهنیت کې یې له خپل اعتبار څخه په ګټنه ارزښتناک او مترقی مطالب خپرول. د امانی دورې په مطبوعاتو کې د خپلواکۍ د ثمرې د جوتولو او ساتلو په اړه زیات مفاهیم او پیغامونه د منځپانګې له مهمو موضوعاتو څخه تر سترګو کېدل.

زموږ په هېواد کې د مطبوعاتو پیل او د مطبوعاتو د آزادۍ مفکوره د اسلامی نړۍ د ستر متفکر، مبتکر او خپلواکی غوښتونکی مبارز علامه سید جمال الدین افغانی د مبارزو او لارښوونو پایله ده چې د امیر شېر علی خان په زمانه کې په ۱۲۵۲ هـ ل چې له ۱۸۷۳م او ۱۲۹۰هـ ق کال سره سمون لری د مطبوعاتو د لمر لومړنى څرک د «شمس النهار» په نوم جریده زمونږ په هېواد کې راڅرګنده شوه او وړانګو یې د خلکو یخ وهلی او نېواک ځپلی ذهنیتونه تاوده او روښانه کړل(۱). دامیر عبدالرحمن خان په ۲۱ کلنه دوره کې د مطبوعاتو له رڼا او ښکلا څخه افغانی ټولنه بې برخې او د اختناق دوره خوره شوه. په ۱۲۸۴هـ، ل= ۱۹۰۶م کال کې د امیرحبیب الله خان د واکمنۍ پر مهال سراج الاخبار افغانستان جریده د شاهی مدرسې مدرس مولوی عبدالرؤف خان په مدیریت او دهغه د انجمن د غړو په مرسته چاپ شوه، له بده مرغه چې له یوې ګڼې وروسته د انګلیس په لمسون بنده کړل شوه، خو شپږ کال وروسته په ۱۹۱۲م کال کې د محمود طرزې په هلو ځلو د سراج الأخبار افغانیه په نوم بیا چاپ شوه چې د اتم کال لومړۍ ګڼې یې په خپل څنګ کې د «سِراجِ اطفال» په نوم د هېواد ماشومانو ته هم یوه بله ډیوه ډالۍ کړه. د غازی امان الله خان په دوره کې د ارشاد النسوان په نوم د ښځو مجله او  انیس آزاده ملی جریده په ۱۳۰۶هـ ، ل کال کې خپرېده، انیس جریده اوس د ورځپاڼې په توګه د دولت له خوا چاپېږی اوهمدارنګه لسګونه نورې نشریې په امانی دوره کې خپرېدې. په ١٣٠٧ لمریز کال کې د شاه امان الله غازی د واکمنۍ تر له منځه تلو وروسته  د محمد ظاهر شاه تر واکمنۍ پورې مطبوعات د دولت په سانسور او کنټرول کې و تر هغه چې محمدظاهر شاه په ١٣۴٣هـ ،ل کال کې دمطبوعاتو ازادی اعلان کړه.

څیړندوی ناظم  د خپلواکۍ په ګټلو کې د رسنیو رول په اړه وویل:

د خپلواکۍ په ګټلو کې له منبر څخه نیولې بیا «شمس النهار»، «سراج الأخبار افغانستان» او «سراج الأخبار افغانیه» پورې ویښونکې او خپلواکی غوښتونکې خپرونې درلودې چې د دې هڅو په پایله کې یې بالآخره د امان الله خان له واکمن کېدو سره خپلواکۍ ګټلو ته ذهنیتونه تیار او له هره خوا لاره هواره کړه، چې د غازی امان الله خان د واکمنۍ پر مهال مطبوعاتو د خپلواکۍ ساتلو، پرمختګ او د نورو استعمار لاندې ملتونو راویښولو دنده په غاړه واخیسته، چې په پایله کې یې د سیمې او نړۍ په ګوټ ګوټ کې د استعمار پروړاندې خوځښتونه رامنځته او دخپلواکۍ موخې ترلاسه شوې.

د شاه امان الله خان د غزا منبری غږ
په ملی کچه منبری او رسنیز ملاتړ ترلاسه کړ او د استعمار پر وړاندې د افغانستان د مسلمان اتل ملت د مقدس جهاد، ټینګ استقامت، فداکاریو سرښندنو او د هغو د پایلې په اړه غلام محمد غبار د تاریخ په یوه زرینه پاڼه کې داسې فیصله کوی:«قوای انگلیس درهم شکست و با تلفات عمده فرار نمود»(۲)

تاریخ په دې ګواه دی، چې کله غازی امان الله خان د هېواد د استقلال د ګټلو په لاره کې د جهاد تر شعار لاندې د منبر ملاتړ ترلاسه کړ په څومره ولولو یې ټول ملت استقبال وکړ…د انګلستان سترې نه ماتېدونکې امپراطورۍ ته
یې شرمونکې ماته ورکړه او د ملت پهزړونو کې یې څومره ستر مقام او عزت وګاټه…(۳) غازی امان الله خان له ټولو رسنیو وړاندې له منبر څخه ستره ګټنه وکړه د انګلیس په وړاندې یې له دې رسنۍ څخه په استفادې د جهاد اعلان وکړ د منبری شخصیتونو ملاتړ یې وګاټه او ډلې ډلې غازیان یې ترقیادت لاندې په مینه داوطلب د هېواد په ګوټ ګوټ کې راغونډ شول. غازی امان الله خان او نورو خپلواکی غوښتونکو په اسلامی ټولنه د منبر اغېزې ښې درک کړې وې چې مسجد او منبر امپراطورۍ ړنګولای او جوړولای شی او د جنګ ډګر کې پرېکنده رول لوبوی، تاریخ په دې ګواه دی چې، د کابل د عیدګاه مسجد له سنګی منبر څخه د امیر شېرعلیخان په زمانه  کې هم د انګلستان په وړاندې د جهاد اعلان صادر شو،

زمونږ د ګران هېواد افغانستان په دې لنډ او معاصر تاریخ کې هم د دوو «نه ماتېدونکو»قدرتونو(برېتانیې او پخوانۍ شوروی) په ماتېدلو او د هېواد په آزادولو کې د منبر رول اغېزناک او ارزښتناک ثابت شوی.

«سراج الاخبار افغانیه» د انګلیس له فشارونو سره سره د ازادی غوښتونکو مبارزینو د هڅو او سرښندنو په پایله کې ژوندى وساتل شو او ګڼې یې ډېرو ګاونډیو هېوادونو ته هم چې د تزاری روسیې او انګلیسی هند تر ولکې لاندې وو رسېدلې او خلکو په مینهاو حماس د آزادۍ او خپلواکۍ درسونه ترې اخیستل چې دې فرهنګی جګړې د استعمار په زړه کې د تېرې تورې په څېر کار کاوه نو ځکه یې د جریدې د توقف هڅې ګړندۍ کړې.سراج الاخبار په داسې حال کې چې غوښتل یې فرهنګی بدلون په هېواد کې جوړ کړی بالآخره د انګلیسی استعمار د ساطور په وړاندې مات شو او بې له کومې رسمی اعلامیې په کال ۱۲۹۷ هـ ل برابر له ۱۹۱۸ م سره له خپرولو څخه ودرول شو، خو د امیر حبیب الله خان له وژلو او سیاسی استقلال له اعلامولو سره هېواد نوى رنګ او ښکلا ځان ته خپله او بشپړیز مسیر یې پرې کړ.

 دوه- په امانی دوره کې د مطبوعاتو آزادی

د غازی امان الله خان د واکمنۍ په لومړی کال د هېواد خپلواکی ترلاسه او په ۱۳۰۳هـ ل کال د مطبوعاتو لومړنى قانون په هېواد کې طرح او پلى شو چې د هغې له مخې مطبوعاتو ته آزادی ور په برخه شوه. د همدې قانون یا نظامنامې په رڼا کې زمونږ هېواد د ګڼ شمېر دولتی او خپلواکو یا غیر دولتی رسنیو څښتن شو.

په امانی دوره کې خپلواکې خپرونې

د غازی امان الله خان په زمانه کې برسېره پر دولتی خپرونو ګڼ شمېر خپلواکې خپرونې هم پیل شوې چې په لاندې ډول یې هغه خپرونې چې په پلازمېنه کې خپرېدې په لنډیز سره پېژندل کېږی:

«انیس»: لومړنۍ آزاده جریده وه چې د غلام محی الدین انیس په هلو ځلو او مدیریت په ۱۳۰۶هـ ل کال د ثور د میاشتې په پنځلسمه نېټه چې د ۱۹۲۷م کال د مې د میاشتې له پنځمې نېټې سره سمون لری په کابل کې چاپ شوه. لکه څنګه چې د انیس د کالکتاب لیکی:« روز ۱۵ ثور ۱۳۰۶ در«سرای عبدالرسول» واقع در«ده افغانان کابل» نوزادی خوش قیافه و شیرین زبان در خانوادۀ«مطبوعات» قدم به عرصۀ وجود نهاد»(۶). د مرحوم انیس په نه ستړی کېدونکو هڅو او هاند سره انیس جریده هم پرمخ روانه وه د عامو او خاصو په زړونو کې یې ځاى ونیوه د عامه ذهنیتونو د تنویر لپاره یوه غوره مرجع وګرځېده.

د «انیس» جریدې د لومړۍ ګڼې د لومړۍپاڼې په تندی د موضوعاتو په اړه لیکل شوی دی:«انیس مجموعه: علمی، قانونی، اجتماعی و ادبی»(۷) او په ډېرو نورو بیا د(دینی) کلمه هم ورعلاوه شوې ده او په ځینې نورو د(صحی، فکاهی) ویوکی یا کلمات ورزیات شوی.

له پورتنیو ویوکو څخه د انیس جریدې د منځپانګې بډاینه څرګندېږی چې د ژوند د بېلابېلو اړخونو د پرمختګ لپاره هڅه کوی.انیس داسې بنسټیز خدمات ترسره کړی وو چې د نوموړی په وفات ورسره مړه نه شول بلکې لا تر اوسه د هغه جریده د افغانستان د مهمې ورځپاڼې په حیث چاپېږی خو ملکیت یې دولتی دی نه شخصی.

۲- «افغان» ورځپاڼه د ۱۲۹۹هـ ل کال د سرطان په ۱۴ نېټه په کابل کې له پیل څخه د ورځپاڼې په ډول د محمد خان کندهاری او وروسته د پاینده محمد خان فرحت په مدیریت خپره شوه چې تر ډېره به یې ورځنی کورنی او بهرنی اطلاعات خپرول او خپلتحلیلی ژانرونه لکه، مقالې، سرمقالې، تبصرې او ځینې نور تربیتی او خلاقی مطالب هم درلودل.

۳- «نسیم سحر» پنځلس ورځنۍ جریده د ۱۳۰۶هـ ل کال د دلوې د میاشتې په اوومه نېټه د احمد راتب باقی زاده په مدیریت چاپ شوه.(۸)

۴- «نوروز» پنځلس ورځنۍ جریده په ۱/۵/۱۳۰۷هـ ل نېټه په کابل کې د محمد نوروز او وروسته د میرزا غلام په مدیریت خپره شوې. د مطالبو د منځپانګې کچه یې د عادی وکړو له فهم څخه لوړه وه چې علمی، اسلامی، فلسفی او تحلیلی مطالب پکې د ورځېله غوښتنو سره سم خپرېدل.

۵- «پشتون ژغ» پنځلس ورځنۍ مجله د ۱۳۰۷هـ ل کال د اسد میاشت کې په کابل کې خپره شوه چې لومړنی مسؤول مدیر یې فیض محمد ناصری و، بیا د میر سید قاسم او وروسته د عبدالهادی داوی په مدیریت په پښتو او دری ژبو خپرېدله.

څلور- په امانی دوره کې دولتی خپرونې

الف- په پلازمېنې کې:

۱- «امان افغان»: دا پنځلس ورځنۍ جریده د ۱۲۹۸هـ ل کال د حمل په ۲۲ نېټه چې د ۱۹۱۹م کال د اپرېل له ۱۲ سره سمون لری(۹) د مرحوم عبدالهادی داوی په مدیریت په کابل کې له چاپه راووته، دغه جریده په اصل کې د سراج الأخبار افغانیه ځایناستېګڼل کېږی چې د محمود طرزې د همفکرانو او مشروطه غوښتونکو په هلوځلو د ورته موخو د پلی کولو لپاره د مطبوعاتو په هسک وځلېده. د امان افغان منځپانګه په ارزښتناکو اطلاعاتی، سیاسی، علمی، اجتماعی، عقیدوی، اقتصادی او فرهنګی مطالبو اوپیاوړو ادبیاتو پسولل شوې وه چې د ژورنالیزم د ځېلونو له مخې په ټولیزه توګه خبرونه، مقالې، سرمقالې، تبصرې، ویناوې، خطابې، او راغلی لیکونه پکې زیات لیدل کېدل.

۲- «ارشاد النسوان»: په افغانستان کې د ښځو لومړنۍ جریده وه چې په اونۍ کې یو ځل خپرېده، «د ۱۲۹۹ کال په کب کې د افغانستان د مطبوعاتو په هسک وځلېده…د جریدې د مدیرې نوم په مخفف ډول(ا-ر) د اخبار د نامه د لوحې کیڼ لور ته خپور شوى چېد محمود طرزی پوه او پیاوړې مېرمن اسما رسمیه چې په “بی بی عربی” مشهوره وه ترې مطلب ده. د سر محررې نوم یې هم په مخفف ډول(ر- ا) لیکل شوى چې مطلب ترې مېرمن روح افزا د خازن الکتب جناب محمد زمان خان لور او د حبیب الله خان طرزی خور وه چې په “منشیه” معروفه وه»(۱۰)

۳- «افغان»: دې ورځپاڼې د دوشنبې په ورځ د ۱۲۹۹هـ ل کال د سرطان په ۱۴ نېټه په کابل کې د محمد جعفر کندهاری په مدیریت خپلې خپرونې پیل کړې.

۴- «حقیقت»: ورځپاڼه د مولوی برهان الدین کشککی په مدیریت په ۲۲/۵/۱۳۰۳هـ ل نېټه په کابل کې چاپ شوه.

۵-«ابلاغ»: دېوالی جریده وه چې ۱/۷/۱۳۰۰هـ ل کې په کابل کې د مرزا محمد اکبرخان په مدیریت خپره شوه چې وروسته یې سید محمد ایشان الحسینی مشری کوله؛ دغه جریده به د کابل ښار په مزدحمو ځایونو او چوکونو کې په دېوالونو نښلول کېده او ځینې وخت به په لوړ آواز هم د ښار خلکو ته لوستل کېده، چې منځپانګه یې تر ډېره فرامین، نظامنامې او د دولت مهمې ابلاغیې وې.

۶-«ثروت»: پنځلس ورځنۍ جریده د ۱۳۰۳هـ ل کال د قوس په لومړۍ نېټه د صلاح الدین سلجوقی په محررۍ په کابل کې خپره شوې. ب- په ولایتونو کې:

۱-«اتحاد مشرقی»: لومړنۍ ولایتی ورځپاڼه ده چې د ۱۲۹۸هـ ل کال په حوت میاشت کې یې- چې ۱۳۳۸هـ ق د جمادی الثانی له ۲ او له ۱۹۲۰م کال سره سمون لری- په جلال آباد ښار کې د مولوی برهان الدین کشککی په مدیریت خپرېدله.

۲-«ستارۀ افغان»: اونیزه خپرونه چې په ۹/۹/۱۲۹۹هـ ل نېټه د پروان ولایت-جبل السراج کې د میر غلام محمد غبار په مدیریت خپرېدله، نوموړی لیکی:«د دې لپاره چې د دې سیمې په وګړو کې د زړورتیا اوشهامت، دیندارۍ او انګرېزانو سره د مخالفت روحیه ډېره پیاوړې وه نو ستارۀ افغان باید د دې روحیې د لا پیاوړتیا په موخه لا ارزښتناک مطالب خپاره کړی وای.

۳-«غازی»: اونیزه د ۱۳۰۰هـ ل کال د میزان په میاشت کې د پکتیا ولایت په خوست ښار کې د عبدالله خان او وروسته د مولوی یعقوب حسن خان په مدیریت هره چهارشنبه خپرېدله.

۴- «اتفاق اسلام»: اونیزه جریده د ۱۲۹۹هـ ل کال د سنبلې په لومړۍ نېټه کې د هرات ښار کې د عبدالله خان قانع هروی په مدیریت چاپ شوه، مقالې او سرلیکونه یې تر ډېره د اسلامی امت د یووالی، پرمختګ او عظمت په اړه وو، چې له افغانی روحیې او روان وضعیت سره سم یې تحلیلولې او ذهنیتونه یې پرې روښانول.

۵-«اتحاد اسلام(بیدار)»: دا اونیزه خپرونه د دوشنبې په ورځ ۱/۱۲/۱۳۰۰هـ ل نېټه په مزار شریف کې د حافظ عبدالقیوم په مدیریت چاپ شوه، په دې اونیزه کې زیاتره خبرونه، مقالې او تبصرې خپرېدلې.

حامده

ممکن است شما دوست داشته باشید