روزنامه ملی انیس

دخوشحال خان د کورنۍد لومړنیو حالاتو او کرونولوژۍ په اړه لنډ معلومات

د افغانستان دولسمشر دفرهنګی دفتر دپلان له مخی د (نابغه خوشحال خان) ترنامه د ۱۳۹۷ کال دلیندۍ میاشتی له ۲۶۲۹ پوری څلور ورځنی علمی تحقیقی سیمنار په کابل او کندهار کې جوړ شو. چې یوشمیر علماؤ په دی اړه په پښتو دری زبو مقالې ولوستلې دله کوزې پښتونخوا څخه هم یوشمیر میلمانه او پوهان را بلل شوی او خبرې یې وکړی.

خوشحال خان کورنۍ، لومړنی حالات د ژوندانه تاریخی اړخونه: هغه لومړنی خټک چې د زیات شهرت او نوم خاوند و او دخپلی پوهې او فطری لیاقت په وجه یې دخپل مهال واکمن جلال الدین اکبر باچا د (۹۶۳ هـ ۱۵۵۶ ع) نه تر ۱۰۱۴ هـ ۱۶۰۵ ع پاملرنه ځانته را واړوله دخټکو دقبیلی یوسردار (ملک اکوړی) و، ملک اکوړی دملک درویش محمد خان چې په چنجو مشهور وزوی دی. البته ملک اکوړی په (ملک اکو) سره هم شهرت درلود، چې په اصل کې دکوهاټ دضلعې دټیری دتحصیل دکړ بوغی اوسیدونکی و، دی له خپلی کورنۍ سره دکورنیو ستونزو او خپګان له کبله مسافر شو او سونیالۍ دری ته راغی. دده دنسب لړۍ په لسم پښت کې (تری) په دولسم پښت کې لقمان چې په خټک سره مشهور و او په ۱۴ یا ۱۵ پښت کې کرلاڼ ته رسیږی.

دنسب شجره (لنډه کتنه) کې: ملک اکوړی ابن ملک درویش خان، ابو تمن یا اتمان ابن حسن ابن شیخ علی ابن عطا یا هوتی ابن بټی ابن اتویا انی یا انو، ابن برلوټ یا برګویټ ابن تری ابن تورمان ابن لقمان چې لقمان په خټک مشهور و ابن ککی ابن کرلاڼ دی.

دلقمان (خټک) دپلار ککی نه سربیره، کرلاڼ بل زوی هم درلود چې په (کوری) مشهورو، او دی داورکزیو او د لازاکولوی نیکه ګڼل کیږی.

یادونه: عثمان، التمان او ځدراڼ دری تنه دلقمان وروڼه دی او په دستارنامه کې دعثمان دسلیمان نومونه هم راغلی، سربیره پردی ځدراڼ دلقمان او نورو تره (اکا) او دبرهان ورور لیکل شوی، چې برهان دکورڼس دمشرانو څخه دی. ککی څلور زامن درلودل لقمان، اتمان، عثمان او ځدراڼ، چې به انسابوکې یې راغلی دی.

یادونه: ملک اکوړی خورا ستانه مشرا و مهم شخصیت و کله چې داټک کلا آباده شوه نو اکبر باچا دمرزا حکیم په تعقیب پسی ورغی په (۹۸۹ هـ ۱۵۸۱ ع) کې دنیلاب په شاوخوا کې پښتانه مشران راوغوښتل او ددوۍ له جملې څخه یې ملک اکوړی ته داټک دلوی لاری د امنیت له پاره ورڅخه په خورا درنښت هیله وکړه او ده (ملک) دغه هیله هم ومنله او سرداری یې کوله.

دشجری پاتی معلومات: ملک اکوړی ۸ زامن درلودل یحیی خان، نظام خان یوسف خان، تاتار خان، خضرخان عبدالغفور خان چې په غفوربیګ هم مشهورو، طاووس خان، مصری خان چې خضرخان او غفور له یوی موره وه چې هغه مینځه وه.

دملک اکوړی له وفات وروسته دده مشر زوی یحیی خان دقوم قبیلی مشروټاکل شو. هغه زړه ور سړی او له دښمن څخه یې دخپل پلار او ورور بدل (غچ) واخیست. یحیی خان ۱۱ زامن درلودل به دی ډول شهباز خان چې دزیږیدو نیټه یې ۱۰۰ ه ۱۵۹۰ ع ښودل شوی ده، بهادر خان، عالم خان، آدم خان، فیروزخان، شریف خان، جلال خان، محمدخان، شادی خان، عبدالله خان، حکیم خان.

یادونه: یحیی خان هم په یوه قبیلوی جګړه کې ووژل شو، له ده څخه وروسته دقبیلی او منطقې سرداری او مشری شهبازخان ته ورسیدله، دیحیی خان قاتل دخټکو دشینی ښاخ سیمې څخه و، خو دسینې خټک دشهباز خان نږدی خپلوانان هم وو او شهباز خان دیحیی خان قاتل او خپلوان وبخښل او له ګناه څخه یې تیره شو.

دخوشحال خان خټک زوکړه (زیږیدنه):

دمغولی واکمن نور الدین جانګیز (۱۰۱۴ هـ ۱۶۰۵ ع نه تر ۱۰۳۷ هـ ۱۶۲۷ ع د واکمنی پرمهال د ۱۰۲۲ هـ کال د ربیع الثانی (دوهمی خور) میاشت کې چې د ۱۶۱۳ ع کال دمی او جون له میاشتو سره سمون لری دشبهازخان په کاله کې خوشحال وزیږید. پوځی مشر، ښه لیکوال، شاعر، میل مشر او نابغه، لوړ شخصیت ګڼل کیږی.

هغه وایی:

لایو شور راځینی لاړنه وی بل راشی

مګر زه پیدا په ورځ دشور او شریم

زده کړه یې په کور کې او یا جومات کې کړی ده، البته پرهغه مهال پیښور دعلومو او فنونو مرز و اوله همدی ماحول څخه خلکو ګټه اخیستلو او حتا ځینی وګړو دغه ځای دبخارا په پرتله لوړ علمی مرکز باله.

دخوشحال خان واده: په ۱۸ کلنۍ کې په ۱۶۳۱ ع په جون میاشت کې شوی دی پرسرداری باندی دخوشحال خان ټاکل کیدل: دخوشحال خان او جمیل بیګ چې دواړه سکنی وروڼه وو، شهبازخان له دوونورو میرمنو هم دوه زامن درلودل چې شمشیر خان او میربازخان وو. څرنګه چې دی (خوشحال خان) ترټولو مشر و او قبیلی ته هم او منلی و نودی درایو په اتفاق په سردارۍ وټاکل شو، چې پرهمدی موده کې خوشحال خان د ۲۸ نیم کالونو وو.

پوځی کارونه: پرهغه مهال شاه جهان باچا ته خبر ورسید چې دایران صفوی باچا د کندهار دنیولو نیت کړی، په همدی مهال په دارالسلطنه (لاهور) کې ولیعهد داراشکوه یولوی پوځ چمتو کړ او خوشحال خان چې ۳۰ میله لیری و، دده په ننګ او دصفویانو دماټولو له پاره یې یولوی پوځ تیار اوله تورې سره حضور ته راغی او دکندهار په لوری یې جسورانه یون پیل کړ، خو صفوی باچا په مشهد کې ومړ او شهزاده داراشکوه بیرته غزنی ته راغی.

هغه یو غښتلی پیاوړی توریالی نابغه افغان پښتون و، چې دتوری او قلم څښتن بلل کیږی.

تصنیفونه: دخوشحال خان دیوان (کلیات) بازنامه، صحت البدن، هدایه، آیینه فقل نامه، سوات نامه، فرخنامه، فراق نامه، دستارنامه، بیاض، زنځیرۍ او نور چې په پښتو او فارسی دی.

اولادونه! اشرف خان هجری ۱۶۳۵ ع کې زیږیدلی سعادت خان بهرام خان، نظام خان او نور دی چې ډیر مشهور یې اشرف خان او عبدالقادر خان دی.

دخوشحال خان بابا وفات: هغه ستر شخصیت په ۱۱۰۰ هـ دکب دمیاشتی په لومړۍ نیټه دجمعی په ورځ د ۱۶۸۹ ع دفبرورۍ په ۲۰ د ۷۸ کالونو په عمر په پیښور کې ومړ.

دپای یادونه: دکلیاتو په دوهم نمبر پایڅور (ضمیمه) کې دملی شعور دبیدارۍ له پاره راغلی دی.

پښتانه که نور څه فکر کانابود دی

بې له تورې خلاصی نشته په بل کار

پښتانه په توره ښه دی ترمغولو

که په پوهه پښتانه وی څه هوښیار

که نفاق که اتفاق که جهل پوهه

دهر چاد خدای په لاس ده هره چار

عبدالهادی قریشی

ممکن است شما دوست داشته باشید