روزنامه ملی انیس

دجګړی پرځای دی دسولی دټینګښت لارولټول شی

په هېواد کې د روانی ترهګرییزی جګړی دڅرنګوالی په هکله دملی یووالی دحکومت پرله پسی هڅو په کور دننه او بهریو لړ واقعیتونه را برسیره کړی چې له امله یې نړیوال وپوهیدل چې دجګړی بنسټیزی جرړی له کومه ځایه را ټوکیږی او ملاتړی یې دکومو موخو دترلاسه کولو له پاره د ترهګرو دتمویل او تجهیز چاری وربرابروی ددی خبرو سپیناوی وښوده چې پاکستان په ډیره سپین سترګی او ځیرکتیا د دوه مخی سیاست په کارونی سره هم دجګړی دسختوالی او پراختیا لاری لټوی او دبلی خوا دنړیوالو څخه دمرستو دترلاسه کولو له پاره په ترهګرییزه مبارزه کې ځان شریک ګڼی حیرانونکی ده چې دیوی خوا دترهګرو له پاره د ژوند دټولو آسانتیاو دبرابرولو ترڅنګ پوځی ښوونیزی چاری برابروی او دپټن ځایونو سره یوځای په جګړه کې دترهګرو درملنه هم دپاکستان په روغتونونو کې ترسره کیږی نوبیا کومه مبارزه ده چې دترهګرو په وړاندی پکښی پاکستان تاوانونه ګاللی. دپاکستان نوی واکمنان چې دتیرو واکمنانو په څیر هڅه کوی چې نړیوال په خپل دوه مخی سیاست وغولوی خونړیوال دواقعیتونو په پوهیدو سره دراتلونکی له پاره سنجول شوی قدمونه پورته کوی او په تیرو تیرو تنوله سره غور کوی. دپاکستان دصدراعظم عمران خان څرګندونی راپه ګوته کوی چې په روانه ترهګرییزه جګړه کې چې پخپله پاکستانی چارواکو پیل کړی ۱۲۳ میلیارده ډالر لګول شوی مناسبه او پرځای خبره یې ځکه کړی چې دغه لګول شوی پیسی دترهګرو په تمویل او تجهیز لګیدلی او دهمدغه لګول شویو پیسو په وسیله یې په سیمه کې د جګړی اورتازه ساتلی او دپراختیا لاری چاری یې ورلټولی دی رښتیا هم دلاټین لاندی تیاری وی عمران خان دهغو ترهګرو ډلو څخه ناخبره دی چې په پاکستان کې ترهګرییزه روزنه ترلاسه کوی کیدای شی چې دګوټی او دپیښور دبالاحصار دشورا څخه هم ناخبره وی دبن لادن د اوسیدو په هکله هم یې معلومات کمزوری وی خوښه او غوره به داوی چې عمران خان دتیرو لاس وهونکو واکمنانو په څیر دلاس وهنی پرځای دسیمی دهېوادونو سره د اړیکو په غښتلتوب له سره غور وکړی او دلاس وهنی څخه سوله ییز سیاست ته مخه کړی. ځکه دسیمی هېوادونه او په ځانګړی توګه دپاکستان او افغانستان وګړی دجګړی پرځای سولی ته اړتیا لری نو اړینه به وی چې عمران خان دیوه بدلون له مخی په خپلو کړو وړوکې سوله ییزو هڅو ته لومړیتوب ورکړی او دسیمی څوکلن تاوتریخوالی چې په خپله پاکستان رامنځ ته کړی دپای لار ومومی. همدا اوس دسیمی او نړی په کچه یوځل بیا دخپلو ناوړه او بی ځایه موخو دترلاسه کولو له پاره دخڼډونو په رامنځ ته کیدو کارونه کړی بلکی د روانو سوله ییزو هڅو سره  درښتینی مرستی لاس راوغزوی څو په سیمه کې پراخیدونکی ګواښ او دترهګرییزو فعالیتونو د زیاتوالی مخه ونیول شی که پاکستانی واکمنان په رښتینتوب سره دسولی د رامنځ ته کیدو هیله ولری نوشونی ده چې لمسول شوی به هم سولی ته لیوالتیا وښایې او دجګړی څخه به لاس واخلی. هیله من یو چې پاکستان ددی وروسته دیوه ښه ګاونډی په څیر دسولی د رامنځ ته کیدو ترڅنګ په هغو برخوکې چې دواړه هېوادونه ورته دسوکالی له پاره اړتیا لری رښتینی همکاری وکړی او اوسنی ستونزی چې د دواړو هېوادو وکړی زو روی په ګډه یې دهوساینی له پآره اړینی لاری ولټول شی .

  ع- متین

ممکن است شما دوست داشته باشید