روزنامه ملی انیس

دجګړی ملاتړ کوونکی په جګړه کې خپلی ناوړه ګټی لټوی

په هېواد کې د اوږد مهاله نا اعلان شوی جګړی دپای ته رسیدوله پاره د ډیر وخت راهیسی هڅی پیل شوی او دجګړی د راټوکیدو دځای ذګی سره په مختلفه بڼه خبری اتری ترسره شوی او دجګړی دناخوالو دزیاتیدو او پخپله په همغه هېواد کې چې جګړه تمویلوی دګواښ او ویری اچونی دلمن په پراخیدو هر اړخیزه رڼاور اچول شوی خوپه خواشینی سره ویلی شو چې زموږ ناوړه ګاونډی تل دجګړی دپراختیا او سختوالی لاری لټولی او هڅه یې کړی چې زمونږ دولسواکۍ په وړاندی ستونزی زیاتی او دپرمختیایې چارو دلاس ته راوړنومخه ډب کړی.

ډیری هېوادوال پوهیږی چې ګاونډی هېواد پاکستان دتاریخ په اوږدو کې دیوه ښه ګاونډی په توګه اړیکی نه دی ساتلی تل یې د دوه مخی او مکرجن سیاست څخه کار اخیستی کله دسوداګرییزو راکړو ورکړو په وړاندی ستونزی پیدا کوی او کله بیا دترهګرییزو ډلو په روزنه ځان نانګاره کوی چې دا ډول ناوړه اړیکی زموږ په هېواد کې د زیاتو ستونزو په رامنځ ته کیدو سره دباور فضا له منځه وړی او اړیکی زیانمنوی.

زموږ دولتی چارواکې چې دجګړی څخه کرکه لری نه غواړی چې ګاونډیان یې هم زموږ په څیر دجګړی له امله دویر په ټغر کښینی نوځکه دولتی واکمنانو پاکستان ته په خپلو سفرونو کې په دی ټینګار کړی چې روانه ترهګرییزه جګړه دهیچا په ګټه نه ده نوله دی امله دګاونډی اړیکو پربنسټ دهغی لاری لټون اړین دی چې دواړه هېوادونه په ورور ګلوییزه فضا کې ژوند وکړی او دجګړییزو ناخوالو له پاره په ګډه دحل لار ومندل شی خو خواشینونکی ده چې تردی مهاله دسوله ییزو جرګو څخه نیولی بیاتر څلور اړخیزو او دری اړخیزو ناستو پاستو نتیجه ورنه کړه او پاکستان په هیچ یوه ژمنه چې په سیمه ییزه جرګه او څلور اړخیزو او دری اړخیزو غونډو کې یې ترسره کړی وی عملی بڼه ونه لیدل شوه نه پوهیږو چې دپاکستان استخباراتی کړۍ په سیمه کې کومی موخی لټوی او زموږ سره څه ستونزه لری چې ترهګر روزی او دپوځی سمبالښت وروسته یې زموږ په هېواد کې دجګړی له پاره رالیږی. خو زموږ حوصله مندی پراخه او اوږد مهاله ده دپاکستان استخباراتی کړۍ دی په دی پوه شی چې افغانان دمرګ  ژوبلی په وړاندی خپله حوصله او مقاومت له لاسه نه ورکوی هرڅومره چې مرګ   ژوبله یې زیاته شی ددښمن په وړاندی یې دکرکې څپه پراختیامومی او هېواد ساتنه ورته ویاړښکاری نوځکه په خپله خوښه ډلی ډلی دملی وسله وال پوځ لیکی پیاوړی کوی او ددښمن هر ډول تیری ته تیاری نیسی.

موږ تیری کوونکی نه یو خو دتیری کوونکو په وړاندی دیوه اوسپنیز دیوال په توګه دځمکنی بشپړتیا څخه ساتنه کوو. هغوی چې دتیرو او اوسنیو کلونو په اوږدو کې زموږ دهېواد او خلکو په وړاندی یوه نا اعلان شوی جګړه پرمخ بیایې معلومه شوی به وی چې هیڅ ترهګر په دی نه دی توانیدلی چې په جګړه کې لاس ته راوړنی ترلاسه کړی ځکه افغانان دتاریخ په اوږدوکې په تش لاس د زبرځواکونو سره جګړه کړی او دخپل هېواد ساتنه یې تردی دمه هیڅوک نه شی هیرولی. اوس هم په دی ډاډه یو چې نړیوال زموږ دسوله ییز دریځ له مخی زموږ ملاتړ ته دوام ورکوی او دهری ورځی په تیریدو سره زموږ په ملاتړ کوونکو کې زیاتوالی راځی ځکه موږ دترهګرییزی جګړی د مخنیوی له پاره هره ورځ قربانی ورکوو او نه پریږدوچې ترهګرییزه جګړه نور هېوادونه وګواښوی. ډاډه یو چې په نړی کې دیوه بدلون له مخی به دترهګرو دملاتړ کوونکو په وړاندی مناسب غبرګون رامنځ ته شی ځکه ډیری هېوادونه چې زموږ په هېواد کې روانه جګړه دځان له پاره ګواښ ګڼی نو هرو مرو به دګواښ په بنسټیزو جرړو فکر وکړی ترڅو دغه جرړی له بیخه را وایستل شی.

همدا اوس په سیمه ییزه کچه زموږ په هېواد کې د روانی جګړی دراقابوکیدو او سوله ییزی فضا دټینګښت په هکله خبری اتری روانی دی څو وتوانیږی په ګډه ددی ناوړه جګړی دپای ته رسیدو او سولی د رامنخ ته کیدو له پاره ګډه او مناسبه لارومندل شی. دولسمشر امنیتی سلاکار دهند، چین، متحده عربی اماراتو او سعودی عربستان دمسؤلو چارواکو سره په لیدو کتو کې داړیکو دلاپیاوړتیا ترڅنګ په هېواد کې دجګړی په پای ته رسیدو او دسولی په رامنځ ته کیدو خبری اتری کړی او مقابل لوریو دملی یووالی دحکومت د سوله ییز دریځ څخه ملاتړ څرګند کړی. باوری یو چې روان سوله ییز خوځښت به هغه خڼډونه له منځه یووسی کوم چې دسوله ییزو خبرو اترو دپیل کیدو په وړاندی شتون لری. ځکه زموږ د دولت دریځ سپیڅلی او دزیاتو اسلامی هېوادو دملاتړ څخه برخمن دی نوله دی کبله ویلی شو چې جګړه مار او جګړه غوښتونکی به دیوه نړیوال غبرګون سره مخامخ شی او بیا به دهیڅ ډول جګړی توان ونه لری نو غوره به داوی چې مخالفی وسله والی ډلی دملی یووالی دحکومت دسوله ییزو وړاندیزونو له مخی په یوه بین الافغانی خبرو اتروکې ګډون وکړی او هره ستونزه چې شتون ولری دخبرو اترو له لاری ورته دحل لار ولټول شی.

ډیر و مخالفو وسله والو ته به جوته شوی وی چې ملاتړ کوونکی هېوادونه یې دکومو موخو له پاره وسلی ورکوی او دتمویل او تجهیز له پاره یې دهیڅ ډول هلو ځلو څخه لاس نه اخلی جوته شوی به وی چې لارښوونی یې ترکومه ځایه د افغانانو په ګټه راڅرخی آیا د دوی ملاتړ کوونکو دیوه آزاد او خپلواک هېواد په توګه زموږ دپرمختګ او پرځان دبسیا هېواد زغم لری دوی غواړی چې زموږ په هېواد کې تل پاتی سوله رامنځ ته شی او دنړی دپرمختللو هېوادو سره سیال شو. فکر کوم چې لاس وهونکی هېوادونه هیڅ وخت نه غواړی چې افغانان دنوری پرمختللی نړی په کتار کې ودریږی او دیوه هوسا ژوند څخه برخمن شی نوځکه جګړه غوره ګڼی او مرګ  ژوبلی ته لمن وهی. خو زموږ ملی وسله وال پوځ چې دجګړه مارانو سره غوڅ چلند غوره کړی په دی به وتوانیږی چې جګړه ماران په خپلو موخو کې بری نه شی ترلاسه کولی که خدای(ج) کول بری به زموږ داتل وسله وال پوځ په برخه وی.

ع- متین

ممکن است شما دوست داشته باشید