روزنامه ملی انیس

دجنرال عبدالرازق پلویان او همفکران به د ده لاره د تل له پاره تعقیبوی

انتخابات یوه ملی پروسه ده د افغانستان داساسی قانون پربنا هر افغان واجد شرایط حق لری چې خپله رایه دخپلی خوښی کاندید ته دټاکنو په صندوق کې په سیری توګه واچوی خومتأسفانه دمیزان په ۲۷ مه نیټه یعنی یوه ورځ مخکی له ټاکنو څخه دلوی قندهار امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق او دقندهار دملی امنیت رئیس عبدالمؤمن حسین خیل دیوه تروریستی پلان له مخی دواړه نظامی او سیاسی شخصیتونه او دښمن ته نه تسلیمیدونکی خلک شهیدان کړل. دښمن غوښتل دنوموړو مطرح کسانو په وژلو سره به، په قندهار کې دولسی جرګې په ټاکنو کې به ګډوډی رامنځته شی خو په نړی کې دوهم متفکر ډاکتر محمد اشرف غنی دی ټکی ته ډیر ژر متوجه شو اوبی له ځنډه یې له کابل نه یو جیګ پوړی هیئت قندهار ته ور واستاوو چې پیښه وڅیړی د افغانستان دملی امنیت لوی رئیس معصوم  ستانکزی، چې دپلاوی مشری یې په غاړه وه دپیښی له څیړلو وروسته یې مطبوعاتوته په بربنډ ډول وویل:

یو نفوذی شخص یوه نیمه میاشت مخکی دگلبدین په بدل نوم او جعلی تذکره دیوه ملکی یعنی غیر دولتی سړی په ضمانت دقندهار د والی توریالی ویسا دباډی ګارد په حیث مقرر شوی وه باید وویل شی چې دقندهار په ولایت کې په ۲۷ مه دمیزان دقندهار  دولایت لوړ پوړو چارواکو او د امریکا دحمایت قاطع دماموریت قوماندان سکاټ میلر یوه ګډه امنیتی ناسته درلوده کله چې دوی له غونډی نه وځې پدی وخت کې نفوذی شخص ډزی کوی پدی ډزوکې امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق او حسین خیل دملی امنیت رئیس وژل کیږی او توریالی ویسا او د ۴۰۴ زون قوماندان په ټپی حالت کې روغتون ته وړل کیږی.

معصوم ستانکیزی وویل: ددی تروریستی پیښی په تړاو ۱۵ کسان نیول شوی دی خو دا شایعات چې ګویا په غونډه کې دجنرال رازق او سکاټ میلر ترمنځ لفظی مشاجره شوی رد کړه داپیښه په پاکستان کې طراحی شوی وه چې دقندهار ولس وهیروی چې په ټاکنو کې برخه وانخلی. 

دملی امنیت لوی رئیس وویل: په قندهار کې دټاکنو دځڼد لامل دقندهار دخلکو غوښتنه وه چې ټاکنی دی یوه اوونی وروسته پیل شی، ټاکنی په قندهار کې دعقرب په پنځمه نیټه دشنبی په ورځ پیل او په یوه ورځ کې پای ته ورسیدی باید ووایم چې دقندهار په ۱۵ ولسوالیو کې ټاکنی ترسره شوی چې خلکو په ډیر شوق او لوړ مورال برخه اخستی وه چې ۵۶۰۰۰۰ خلکو پکی ګډون کړی وه خو متأسفانه دقندهار په دوه نا امنو ولسوالیو یعنی معروف او نیش ولسوالی کې ټاکنی ترسره نه شوی او خلک د رای اچونی څخه محروم شول. بل داهم اوریدل کیږی چې د دیورند دکرښی په سر دجنرال رازق دسربازانو او دپاکستان دعسکرو ترمنځ متقابلی ډزی شوی وی او څو واری په خپله جنرال رازق باندی تروریستانو حملی کړی وی خو خدای(ج) دی له دی ناروا حملو څخه ساتلی وه. خو داځل عبدالرازق په خپل حریم کې په نښه شو کله چې داکتر محمد اشرف غنی دجنرال رازق دکورنۍ لپاره غم شریکی ته ورغی دقندهار ولس ته یې په خطاب کې وویل: دجنرال رازق پلویان او هم فکران په میلیون هاو ژوندی دی او دده لاره به تعقیبوی.

 ولسمشر ډاکتر محمد اشرف غنی وویل: جنرال رازق ته دسترجنرالی رتبه ورکول دده دوینی او فداکاری له امله لاهم کمه وبلله خو دده خښیدل په حریم دخرقه مبارکه کې یولوی افتخار کڼل کیږی. د افغانستان جمهور رئیس ډاکتر محمداشرف غنی جنرال عبدالرازق ته پرته دستر جنرالی له رتبی څخه دشهید لقب او داستقلال قهرمانی ورکړه او هم یې دقندهار دخلکو په غوښتنه دقندهار دپولیسو تعلیمی مرکز یې دده په نوم ونوماوه.

جمهور رئیس پاکستان ته په خطاب کې وویل: دجنرال عبدالرازق دشهادت توطئه په پاکستان کې طرحه ریزی
شوی
ده عاملان دی دمجازاتو په خاطر د افغانستان حکومت ته وسپاری. اوس د افغانستان دلوی او عظیم ملت غوښتنه داده چې دټاکنو خپلواک کمیسیون او دشکایاتو کمیسیونونه دی په تفاهم سره دولسی جرګی رایوته درناوی اورسیدګی وکړی او هغه چاچې دلیاقت او شایسته سالاری پربنایې ډیری رای ګټلی وی بریالی نوماندان دی معرفی کړی او هغو چې دتقلب، زور او زروپه وسیله جعلی رای را ټولی کړی دی هغه دی باطل کړای شی بل ملت د ۱۳۹۷ کال په ټاکنو کې په حدود د ۳۰ تنه پولیس او ملکی وګړی قربانی شول داساده خبره نده همدارنګه دتیری سه شنبی په ورځ دکورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش مطبوعاتوته وویل چې مونږ ۶۰ تنه هغه پولیس نیولی دی چې دځنی نوماند لپاره یې دتقلب زمینه سازی کوله هغه مو دعدالت لپاره قضایی ارګانونوته معرفی کړی دی خوغوښتنه داده چې د افغانستان جمهور رئیس مخکی له ټاکنو څخه په وار وار دتلویزیون له لاری وویل چې هیڅوک او خاصتاً امنیتی چارواکې داحق نلری چې دیو نوماند دپاره دی د تقلب زمینه سازی وکړی که چیری دکشفی ارګانونو له خوا د دا ډول کسانو په رابطه اسناد او شواهد ترلاسه شول هغه به قضایی ارګانونو ته معرفی کیږی او هم به له دندی کوښه کیږی نو دغه ۶۰ تنه پولیس چې دتقلب په تور نیول شوی دی د اسنادو اوثبوت په صورت کې دی دجمهور رئیس ویناورباندی تطبیق او عملی شی ترڅو نوروته دعبرت وړوګرځی اونور پولیس دجمهوری ریاست په راتلونکو ټاکنو کې د درغلیو لپاره زمینه برابره نکړی. ځکه امنیتی کسان یواځی دخلکو د امنیت دنده پرغاړه لری نه داچې دپولیسو له موقف څخه ناوړه او سوء استفاده وکړی او دمستحقو خلکو حق دی ترپیښو لاندی کړی او ناروا کسانوته دجعلکاری زمینه برابره کړی. نوپدی صورت کې بیا حق حقدارته نه رسیږی او خاین عناصر به قدرت ته رسیږی. چې دا ډول کسان دملت لپاره دمنلو وړندی.

اختر محمد اکاخیل

ممکن است شما دوست داشته باشید