روزنامه ملی انیس

دجام منار زموږ دهېواد یووتلی هنری شهکار

که په لنډ دول منار تعریف شی نومنار یا مناره دمیم په زور دغونچې، دنور او روښنایې دځای په معنا او په اصطلاح سره هغه لوړه او هسکه بنا ده چې له پخوا نه دجوماتونو، زیارتونو او دینی مدرسو د اصلی کنګړو دپاسه جوړیدل. په یوبل عبارت مناریو برج ته ورته ساختمان دی چې دلارو په اوږدوکې جوړیدو او دڅراغ د روښانه کولو او یا دمسافرو او دکښتیو دلارښوونې لپاره کاریده. همدارنګه منار د تاریخی پیښو دتلپاتی یادکار په موخه هم جوړ شوی دی.

دمنارونو په جوړښت او مهندسی کې دری برخی په پام کې نېول کیدلې.

  • پایه:
  • ساقه یا ډنډر (دمنار بدنه)
  • تاج یا دمنار کلاهک

دجام منار دغور په ولایت کې دشهرک ولسوالۍ د شمال ختیز په دولس کیلومتری دجام په کلې کې دفیروز کوه دجومات او دهریرود دڅپانډه سند په غاړه دغوری پاچهانو دبرم او دبدبې دسمبول ښودلو په توګه په ۱۱۶۵– م ۱۲۰۲ م کې
(۵۹۹ ق هـ) ددی پړۍ دنامتو پاچا الفتح بن سام سلطان غیاث الدین غوری له خوا د ۶۳ مترو په لوړوالی و درول شوی دی. (۱)

یاپه پل عبارت د امنار دجام په تاریخی سیمه کې چې هلته دغوری پاچهانو پلازمینه یعنی دفیروز کوه ماڼۍ ودانه شوې ده هغې چې دهریرود دشمال ختیزو په ۴۰ کیلومترۍ او دکمنج دمشهور کلی (جام) په پنځه کیلومترۍ کې موقعیت لری دهموطن مجلی د ۱۳۸۲ کال په درییمه ګڼه کې په دی هکله لیکلی شوی دی:

 فریا استارک و شهرک دناوی دکند دبستر په سطحه دشمال خواته دختیځ په استقامت دوو غرونو په سرچې بیرته دشمال خواته راښکته شوی یو غاښی دی چې له هغو سیمو هریرود ته راګرځیدلی دی. ددی غرونو(سفیده کوه د ۳۴۱۴ متره لوړ او فیروز کوه ۳۵۲۵ متره لوړ) دڅوکو په منځ کې دا مینار و درول شوی دی(۲)

دامنار دبرم، دمعمارۍ دلوړ سبک، تزییناتو او مسلکی صورت بندۍ له پلوه ددهلی دقطب دمنار (دقطب الدین ایبک یادګار) او دساربان دمنار په خواکې دنړۍ د اووعجایبو ترڅنګه دلرغونې نړۍ له ډیرو زیاتو هسکو منارونو له ډلی څخه دی.

دا منار اته ضعلی تهداب لری او په څلورو طبقو کې جوړ شوی دی. یا په یوبل روایت دجام منار په عمومی ډول له دریو برخو څخه متشکل دی دلومړۍ طبقی ډیره لوړه برخه یې دځمکی له تل څخه ۴۰ متره لوړه فاصله لری چې په دې برخه کې دمنار برنډه او کاری برخی ښکاری له لومړۍ طبقی څخه چې ورپورته کیږی دمنار دوهمه برخه ده چې قاعده یې د ۸ مترو په اندازه ده دښکتنۍ برخې په دننه کې چې ۴۰ متره جګه ده، په دې کې مارپیچې پوړۍ دمنار په منځنی ستون کې راتاوی شوی چې تری دپاسه نژدی (۳) متره مکعبه پراخی راځی او دا دمنار دریخه برخه ده.

دهرات باستان دمجلی دلیکنی په حوله ددی منار مهندس علی نومیده، او د(داندره ماریک) په نوم یوبلژیکی عالم (۱۹۵۷م) دی خو په یوبل روایت نوموړی نه دی او کاشف یې نامعلوم وی.

دجام منار له خښتو، چونې، سارو چو او دکچوله مخلوطو څخه جوړ شوی. او له خښتو څخه یې په تزییناتی برخه کې کار اخستل شوی دی.

دمنار دبدنې په ګرد چاپیر برخه کې هندسی بشپړ برجسته شکلونه او دکوفی خط  نمونی کارول شوی چې دا خطونه معمولاً دقرآن کریم له ایتونو څخه عبارت دی.

ددی منار د ارزښتناکو آثارو څخه یو شمیر آبی روښانه خطونه دی چې دغوری پاچهانو دفرهنګی یادګارونو ویندوی وی (۳)

دجام تاریخی منار دښکلا ایزو ظرافتونو او هنری ارزښتونو دلرلو پره وجه دیو فرهنګی بډایه میراث او زموږ دهنر دوستو واکمنانو دفرهنګی تلپاتی یادګار په توګه ترموږ راپاتی دی. له هر ډول زمانی، طبیعی او بشری ګواښ او زیان رسونی څخه یې خوندی ساتنه زموږ دهېوادوالو دجام دکلی د اوسیدونکو ملی او اخلاقی دنده او په خاص ډول د دولت دځانګړی پاملرنې پوری اړه لری او په دی تړاو د اطلاعاتو او فرهنګ د وزارت او دهغه وزارت دمشری اغلی حسینه ساپی پاملرنه او لارښوونه دپوره قدر وړګڼل کیږی.

اخځونه:

  • آریانا دایره المعارف، ۶ ټوک، دایره المعارف ریاست، علومو اکادمۍ، مطبعه طباعتی دصنعتی احمد ۱۳۹۶ کال ۷۵۸ مخ
  • کوچنی دایره المعارف، د رازقی نړیوال خطی اثر، ۶۹ مخ
  • د افغانستان تاریخی او فرهنګی ویاړونه، رازقی نړیوال، دانش خپرندوینه ټولنه ۱۳۹۲ کال، ۳۸۳ مخ او ۳۸۴ مخ

رازقی نړیوال

ممکن است شما دوست داشته باشید