روزنامه ملی انیس

دبې وزلو ښځو ژوند ته په کلکه پاملرنه په کار ده

په هېواد کې د امریکا په مشرۍ دتروریزم پرضد روانه جګړه کې دهرې ورځی په تیریدلو سره زموږ یو زیات شمیر ښځی کونډی اوبی اولاده کیږی او دیوی کورنۍ مشر او یا دیوی ښځی میړه له منځه ځې او دکورنۍ غړی او اولادونه دهغوی ښځوته پاتی کیږی او ښځی مجبوره دی چې دخپلی کورنۍ دغړو د ډوډۍ دپیدا کولو لپاره پایه کوڅو او ښاروکې ګدایې وکړی او یا داچې په دولتی ادارو او شخصی کورونو کې دکار دپیداکولو لپاره لاسی کارشی چې په دغه ډول دښځی ورځ په ورځ د زیاتو ستونزو سره مخامخ کیږی او دبی وزلو ښځو شمیر دهېواد په کچه نن د رسمی ارقاموله مخی ۲ میلیونو ته رسیږی له بلی خوانه په روانه جګړه کې لیدل کیږی چې دجګړی له ویری کابو ۸ لکه کورنۍ نن له خپلو سیمو څخه بی ځایه شوی دی او په ټول هېواد کې بی ځایه شوی کورنۍ له سختو اقتصادی ستونزو سره مخ دې آن دا چې ښځی او ځوانان بی له ګدایی سره مخ دی، چې دغه کورنې کډوالی هم دښځو په بی وزلی کې ستر رول لری.

اوښځی په کډوالی کې لکه په کور او کلی کې یې چې مالداری، خیاطی، خامک دوزی، دستمال دوزی، مرغداری او نوری چاری سرته رسولی او ددغو لارو څخه یې پیسی لاسته راوړلی. اوخپلی اقتصادی ستونزی یې پری حل کوی چې اوس بی نه شی کولای. نوکه په هېواد کې روانه جګړه لاپسې اوږده شی نو بیله شکه چې دبی وزلو ښځو شمیر به له ۲ میلیونو څخه هم زیات شی، او داسی وخت به راشی چې په مرکز او ولایتونو کې دهر کور دروازی ته دبی وزلو ښځو کتار جوړوی. که ولسمشر غنی نن ورځ دبی وزلو ښځو روغتیا ته پاملرنه پیل کړی ده دا په خپل ځای ښه کار او دهېواد ټول خلک پری خوشاله دی. ولسمشر غنی د روان کال دسلواغی په ۱۳ مه دسی شنبی په ورځ غرمه دبی وزلو ښځو لپاره د روغتیایې همکاریو دملی پروګرام په پرانیسټ غونډه کې ګډون او وینا وکړه. په دغه غونډه کې په چار چنار ماڼۍ کی جوړه شوی وه، دهېواد دلومړۍ میرمنی رولاغنی هم حضور درلوده. ولسمشر په دغه غونډه کې وویل: دحکومت ژمنه داده چې حکومت په عوایدو کې دهر میلیارد افغانیو په زیاتیدو سره په مشخصه برخه دښځو د روغتیایې خدمتونو لپاره ځانګړی شی. ولسمشر اشرف غنی دمالی او عامی روغتیا وزارت ته په خطاب کې وویل، ددغه ملی پروګرام دتطبیق بهیر دی په جدی توګه وڅاری. ولسمشر غنی ددغه پروګرام دتطبیق په برخه کې دډاکترانو دهمکارۍ غوښتنه هم وکړه…

په دغه برخه کې دمالیې سرپرست وزیر ډاکتر محمد همایون قیومی وویل:
د وطنوالو دحقونو د تأمین په اړه دجمهور رئیس دلارښوونی سره سم بی وزله ښځوته دروغتیایی مرستی ملی پروګرام ترتیب شی او زیاته یې کړه، ددغه پروګرام لپاره ۲ میلیارده افغانۍ په پام کې نیول شوی ده، چې په ټول هېواد کې په ۱۲۰۰ روغتیایې مرکزون ترپوښښ لاندی راولی. دهغه اقداماتو له مخی چې دولت له خوا دبی وزله ښځو دروغتیایی خدمتونو لپاره نیول شوی دی خلک مننه کوی، خو خلک له دولت څخه غواړی چې دنیول شوو اقداماتو عملی پیل غواړی، داځکه چې همدا اوس دهېواد بی وزله ښځی په کلیو، بانډو، ښارونو او دکډوالو په بنډغالو کې دسختو روغتیایې ستونزو له امله خپلو ناروغو بچیانو ته دوا درمل نه شی کولای، او د ډاکتر دفیس پیسی نه لری. همدا اوسی په کابل او دولایتونو دکډوالو په لنډ غالوکې په سلګونه ماشومان مړه کیږی او دکفن پیسی یې نه لری.

دبی وزله ښځو دملی پروګرام په غونډه کې د روغتیا وزیر فیروز الدین فیروز وویل، ددغه پروګرام په تطبیق سره به ښځی روغتیایی مرکزونو ته دمراجعې لپاره وهڅیږی. ضروری واکسینونه په وخت تطبیق او ناروغی په معالجه کړی، چې دغه کار دماشوم او مور ناروغی کموی…

دهېواد، بی وزله ښځی دخپل ولسمشر محمد اشرف غنی له دغه انسانی مرستی څخه خوشاله دی خو په نه پوهیږی چې بی وزله ښځی په ځنګه پیژندل کیږی، او دوی نه به څنګه لار ښوونه کیږی چې خپلی روغتیایې ستونزی ځنګه حل او دکوم کارت په وسیله کوم روغتیایې مرکزته مراجعه وکړی؟

له بلی خوانه لیدل کیږی چې دهېواد بی وزله ښځی د روغتیایې ستونزو په څنګ کې دخپل او لارد تعلیمی ستونزی څنګه حل کړی، همدا اوس دبی وزلو ښځو اولادونه د ډوډۍ دپیدا کولو لپارهو ټوله ورځ ګدایې او یا شاقه کارونه کوی او له زده کړی او تعلیم څخه پاتی دی. په کاروه، چې په دغه غونډه کې دپوهنی وزیر هم په دغه برخه کې دبی وزله ښځو سره دهمکارۍ لپاره دهغوی داولادونو دتعلیم او زده کړی په برخه کې هم دځانګړی بودجی یادونه کړی وای، هیله ده چې په دغه برخه کې دولت په راتلونکی کې خپله کلکه پاملرنه پیل کړی.

بله مهمه خبره داده چې دبی وزله ښځو لپاره باید دکار او زده کړی شرایط هم په پام کې ونیول شی. داځکه چې بی وزله ښځی کولای شی چې دلیک لوست په کورسونو کې باسواده شی، حرفه زده کړی وکړی. دخیاطی په چاروکې بوختی وساتل شی دمرغدارۍ په برخه کې ورسره مرسته وشی، او نوری زیاتی چاری دی چې بی وزله ښځې ددی توان لری چې په ډیره ښه توګه یې ترسره کړی او خپلی اقتصادی ستونزی تریوی اندازی پوری رفع کړی.

څه شی چې دبی وزلو ښځو د روغتیایې خدمتونو په برخه زیات ګټور تمامیږی، هغه داچې به مرکز او ولایتونو کې دګرځنده روغتیایې ټیمونو په کار اچول دی چې دغه کار دکورنیو کډوالو په بنډغالو کط په ښه توګه ترسره کیدلای شی او دناروغانو د درملنی لپاره باید لازمه دوایی د ډاکتر له معاینی وروسته په وړیا ډول ورکړی شی. اوهغه ناروغان چې د روغتیایې مرکزونوته اړتیا لری له ځان سره یې روغتیایې مرکزونو ولیږدوی دهېواد بی وزله ښځی په خپل ولسمش او خپل دولت پوره باور لری چې ډیر ژر به هېواد کې دسولې په راتللو سره د دولت له لوری دکار او اقتصادی پروژو په پیل کولو سره په ټول افغانستان کې دبی وزلۍ کچه را ټیټه او دسولی او ورورۍ په فظا کې په ټول افغانانو دهوسا او آرام ژوند ځښتان شی.

سمیع الله سمیع

ممکن است شما دوست داشته باشید