روزنامه ملی انیس
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

دبهرنیو سرتیرو، وتل د اندیښنی وړ خبره نه ده

د امریکا دمتحده ایالاتو جمهور رئیس دیوه فرمان په ترځ کې لارښوونه کړی چې په افغانستان کې دخپلو سرتیرو په کمښت پیل وکړی امریکایی سرتیری چې دیوه نړیوال تفاهم له‎مخی دایتلافی ځواکونو ترڅنګ په افغانستان کې د امنیت دخوندیتوب په دنده بوخت ؤ دتیرپه پرتله یې په شمیر کې په پوره پیمانه کموالی راغلی او اوس دغوڅ ملاتړ ترعنوان لاندی دیوه ښوونیز ځواک په توګه دهېواد دملی وسله وال پوځ په زده کړوکې مرسته کوی او په پوځی عملیاتو کې وڼډه نه اخلی نو له دی امله ویلی شو چې د امریکایی سرتیرو په وتلو سره به دملی وسله وال پوځ په محاربوی چاروکې اندیښنی شتون ونه لری ځکه دڅو کلو راهیسی چې بهرنی ایتلافی ځواکونه له هېواد څخه وتلی دهېواد میړنی ملی وسله وال پوځ په یوازیتوب سره د دښمن هرتیری ته مناسب ځواب ویلی او تردی دمه دتیری کوونکو تیری کوونکی هڅی دماتی سره مخامخ شوی دی.

هېوادوال وینی چې دبهرنیو پوځی ځواکونو په وتو سره دهېواد دښمنانو تمه درلوده چې ډیر ژربه دولتی واکمنی رانسکوره او خپلو شوموموخو ته به ورسیږی خو دمخالفو وسله والو ډلو غلط ثابت شو او دمخالفو وسله والو هرتیری چې دهېواد په هره سیمه کې ترسره شوی دیوی شرمونکی ماتی سره مخامخ شوی او دسیمی څخه یې تیښته غوره کړی ده هېوادوالو ولیدل چې دکندز، فراه، هلمند، فاریاب، غزنی بغلان ولایتونو کې یې پرله پسی تیری کوونکی هڅی وکړی څوو توانیږی یو ولایت ته سقوط ورکړی او دترهګرو دملاتړ کوونکو څخه زیات امتیازات ترلاسه کړی خو پدی ناوړه هڅو کې یې پرته دمرګ  ژوبلی نور څه ترلاسه نه کړل.

اوس چې د امریکا جمهور رئیس دخپلو سرتیرو دوتلو لارښوونه کړی دملی وسله وال پوځ له پاره نوی خبره نه ده ځکه چې د ډیرو کلو راهیسی ملی وسله وال پوځ ددی جوګه شوی چې دخپلو پوځی  مهارتونو د لوړیدو له کبله پراخ او هر اړخیز پوځی عملیات په ښه توګه رهبری کړی او هغه نیمګړتیاوی چې کله نا کله ترسترګو کیږی ورغاوی.

دجمهوری ریاست ویاند هارون چخانسوری د امریکایی سرتیرو د وتلو په هکله ډاډ څرګند کړو او دهېواد ملی وسله وال پوځ یې دهېواد دساتنی او ددښمنانو دبریدونو په وړاندی او سپنیز دیوال وګاڼه ځکه چې دملی وسله وال پوځ وروستی لاس ته راوړنی را په ګوته کوی چې دهر ډول نیمګړتیاو سره سره به میړنی سرتیری دتیری کوونکو په وړاندی دهېواد دځمکنی بشپړتیا څخه ساتنه وکړی او هیڅ تیری کوونکی ځواک به په دی بریالی نه شی چې زمونږ په هېواد کې دپردیو ناوړه موخی پلی اویا په جګړه کې لاس ته راوړنی ترلاسه کړی. موږ وینو چې په جګړه کې مرګ  ژوبله شتون لری خو دهېوادنی مینی له مخی هرسرتیری په پوره زغم او حوصله مندی ددښمن تیری ته ځواب وایې او دوینی تر وروستی څاڅکی پوری ددښمن څخه مخ نه اړوی.

باوری یو چې دهېواد دښمنان به هیڅکله هم په خپلو شومو موخوکې بری ترلاسه نه کړی ځکه دښمن دغیری اسلامی او غیری انسانی عملونو څخه هېوادوال کرکه لری او دخپلو میړنیو سرتیرو سره دملاتړ ترڅنګ هر ډول مرستی ته چمتوالی ښایې ډاډتر سترګو کیږی چې دهری ورځی په تیریدو سره په کور دننه اوپه نړیواله کچه دمیړنیو سرتیرو دتشو د راډکیدوله پاره تیاری نیول کیږی څو ملی وسله وال پوځ په ټولو لازمو پوځی تجهیزاتو سمبال او دمحاربی په وخت کې دنیمګړتیاو سره مخامخ نه شی. همدا اوس په نړیواله کچه دناټو دغړیو هېوادو دملاتړ ترڅنګ تمه ده چې اړینی نیمګړتیاوی به پوره شی او جګړییز مهارتونه به دیوی ورځی څخه بلی ورځی ته پیاوړتیا ومومی. لیدل کیږی چې دولسمشر محمد اشرف غنی دځانګړی پاملرنی له مخی په ملی وسله وال پوځ کی دبدلون په رامنځ ته کیدو سره یو ځواکمن ملی وسله وال پوځ دسمبالښت په حال کې دی هیله ده چې دستراتیژیکو پلانونو په تطبیق سره ټولی شته ستونزی هواری شی او دهېواد دملی وسله وال پوځ دسیمی په کچه یو ځواکمن او پیاوړی پوځ وپیژندل شی هسی هم اوس مهال دنړی ډیر پیاوړی ځواکونه زموږ دملی وسله وال پوځ سرښندنوته ګوته په خوله دی او هغوی ځکه حیرانیږی چې په اوسنیو امکاناتو وتوانیدل په یوازیتوب سره دیوی خوا خپلی لیکی پیاوړی کړی او دبلی خوا ددښمن همیشنیو تیریوته پرخپل وخت ځواب ووایی. همداوجهه ده چې نړیوال خپلی مرستی کوونکی ژمنی په مختلفو غونډو کې راتازه کوی او زموږ دملی وسله وال پوځ سره ملاتړ څرګندوی. تمه لرو چې نړیوال به زموږ په هېواد کې روانه ترهګرییزه جګړه له پامه ونه غورځوی او دلاس وهونکو  هېوادو تیری کوونکی هڅی به له نیږدی وڅاری ځکه ترهګر پولی نه پیژنی او ملاتړی هېوادونه یې غواړی چې دجګړی سپرغی نوروته ورخپری کړی نو هر هغه څوک چې دسوله ییز اوهوسا ژوند غوښتونکی دی زموږ سره دی عملی مرستی له پامه نه غورځوی څو موږ وتوانیږو دهر ډول ترهګرییز فعالیت مخه ونیسو او پری نه ږدوچې جګړه نوره پراخه شی.

ع- متین

ممکن است شما دوست داشته باشید