روزنامه ملی انیس
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

دبرید کوونکو بریدونه شڼډ شول

دهغو وړاندوینو له مخی چې شنونکو کله کله دډلیزو خپرندویه سرچېنو څخه راخپریدل او دبهرنیو پوځونو دوتلو وروسته یی دتاوتریخوالی دزیاتوالی په هکله اندیښمن ښکاریدل اوس دهغوی دوړاندوینو له مخی جګړییزی ستونزی زیاتی او په ټولنیز ژوند یی خورا اغیزه وشیندله ځکه چې دومره پراخه او خونړی شوه چې دیوشمیر ولایتونو ترپولو راورسیده او هغه سیمی چې جګړه دمخالفو وسله والو تر کنترول لاندی راغلی میشت وګړی یی دتارتریخوالی له امله کډه کولو ته اړ شول چې دا مهال دبی ځایه شویو هېوادوالو په شمیر کې په پوره پیمانه زیاتوالی ترسترګو کېږی او هغه سیمی چې جګړه پکښی روانه ده وګړی یی دمرګ ژوبلی ترڅنګ خوراکې توکو ته دنه لاس رسی له امله دلوګی سره مخامخ دی ځکه هلته دجګړی له امله بازارونه بند او په مواصلاتی لارو کې دراپیدا شویو ستونزو له کبله دخوراکې توکو لومړنی مواد نه شی رسیدلی خو دولت چې دا مهال دهېواد په مختلفو سیمو کې دتیری کوونکو بریدونو په وړاندی په جګړه بوخت دی تمه ده چې په ځینو سیمو کې دملی امنیتی او دفاعی ځواکونو دیرغلیزو عملیاتو په نتیجه کې به سیمه پاکه او ډیر ژر به دهغو سیمو له پاره دلارو په خلاصون پیل وکړی کوم چې دا مهال دمخالفو وسله والو طالبانو له خوا بندی شوی دی دملی دفاع دوزارت دراخپرو شویو رپوټونو له مخی را معلومیږی چې دهرات، کندهار او هلمند ولایتونو ته تازه دمی ځواکونه رسیدلی او دسیمی دپاکېدو له پاره یی عملیات پیل کړی دی معلومیږی چې دمخالفو وسله والو طالبانو هجومی بریدونه چې دلویوښارونو دنیولو له پاره یی پیل کړی و دسختی مرګ ژوبلی په زغملو سره په شاه تمبیدلی او دهغو سیمو څخه په تیښته دی چې ښارونو ته نیږدی یی نیولې وی دهېواد ولسمشر محمداشرف غنی چې په هېواد کې روان امنیتی وضعیت له نیږدی څاری دملی امنیتی او دفاعی ځواکونو دسرتیرو سره په تیلفونی اړیکو کې دهغوی غوښتنی اوری او اړونده ارګانونو ته لازمی لارښوونی کوی دهرات، هلمند، بغلان دسرتیرو داحوال اخیستلو ترڅنګ درتبی دورکولو مبارکې وویله او په راتلونکو دندو کې ورته دزیاتو بریا و غوښتنه وکړه. په مقابل کې دملی امنیتی او دفاعی ځواکونو قوماندانانو ژمنه وکړه چې دولسمشر دلارښوونی سره سم به دهېواد دځمکنی بشپړتیا او ملی ګټو دخوندیتوب له پاره دهیڅ ډول ځان تیریدنی څخه دریغ ونه کړو او دخدای(ج) په مرسته به ددښمن هر ډول تیری ته مناسب ځواب ووایل شی ولسمشر چې دبل هر وخت څخه یی پاملرنه دملی امنیتی او دفاعی ځواکونو پیاوړتیا او سمبالښت ته راګرځیدلی هڅه کوی چې له نیږدی څخه دجګړی دتاوده سنګر څخه دسرتیرو له احواله خبر شی او هغه ستونزی او خڼډونه په ګړندی توګه ورغوی کوم چې دجګړی پرمهال شتون لری. دجګړی دډګرونو څخه راجوتیږی چې مخالف وسله وال دملکې وګړو دکورونو څخه په ملی امنیتی دفاعی ځواکونو ډزی کوی چې په مقابل کې یی دهېواد ملی امنیتی او دفاعی ځواکونه دډیر احتیاط څخه کار اخلی او دعملیاتو پرمهال هڅه کوی چې مختلفو پوځی او مسلکې تاکتیکونو څخه په کار واخیستنی او دبریدونو وتمبوی او په هغو سیمو چې جګړه سخته او اوږده شوی دملی امنیتی او دفاعی ځواکونو مسولین میشتو وګړو ته خبرداری ورکوی چې دمخالفو وسله والو له څنګ څخه ځانونه خوندی ځایونو ته انتقال کړی ترڅو دهېواد ملی امنیتی ځواکونه وتوانیږی په خلاص مټ دښمن وځپی او سیمه دهغوی دشتون څخه پاکه او وژغورل شی.
امید

ممکن است شما دوست داشته باشید