روزنامه ملی انیس

دبروکسل راتلونکی غونډه – سیاسی- امنیتی، هیله مندی

له ۲۰۰۲ کال څخه رادیخوا په افغانستان کې دامریکا دمتحده ایالتونو او ناټو دپوځی، امنیتی او سیاسی فعالیتونو په لړکې تر ۲۰۰۶ کال پوری اوبیا په دوهم پړاوکې تر ۲۰۱۴ کال څخه کوم چې د امریکا ۹۰۰۰۰ تنه سرتیری له افغانستان څخه بهر شول، له همدی نیټی څخه بیاتر دلویدیځ کوم سرتیری چې اوسمهال په کابل اونورو محلاتو کې دیره دی دسیاسی، امنیتی ستونزو په هواری کې یې ګامونه پورته کړی. مګر دمحسوسې پایلې یې نه درلودی.

په هر صورت دافغانستان اسلامی جمهوریت جمهور رئیس او دامنیت شورا او دناټو د ډیری هڅو او دلویدیځ متحابه، هېوادو دحضور او دناټو دکړنو له پاره په وروستی یوه کال کې د امریکا دمتحده ایالتونو دنوی ستراتیژی او دهمدی میلادی کال دجنوری له پیل څخه بیاتراوسه پرپاکستان د فشارونو دراوستو او هم پروسله وال مخالفانو او اورپکو ګوذارونه، ددی ترڅنګ د ملی اردو دبیلابیلو لیکو دپیاوړتیا سمبالښت له پاره د ۱۵۹ باله بلاک های جنګی الوتکو ورکړه پرپاکستان دوجودی سیاسی فشار راوستل اوپه نرم افزاروتوکو کې یې یاددښت او په د له لوری دترهګرو په تور لست او دحمایت کوونکی هېواد په نوم یې ذکر هغه کړنی دی، چې اوسمهال دلویدیځ او ناټو له خوا محسوس کیږی او د افغانستان د باعزت ولس او دولت له پاره اغیزمن قدمونه دی.

نو دلاندی اجراآتو یادونه الزامی ګڼو، دوری په ۱۷ مه دپاکستان صدراعظم خاقان عباسی راتګ کابل ته، دغویی میاشتی په ۱۴ مه په بروکسل کې د ۱۵ هېوادونو په ګدون دناټو دقوماندانانو او بهرنیو چارو وزیرانو غونډه.دغویی په ۲۱ مه په جاکارتا کې د دری هېوادونو ددینی علماوګډه غونډه په ۶/۳/۱۳۹۷ کې د محمد حنیف اتمر سفر (پاکستان) ته. په ۵/۳/۱۳۹۷ دناټو عمومی منشی وویل چې په افغانستان به دناټو سربازان زیات شی. په ۳۱۰/۱۳۹۷ کې جنرال نیکلسن وویل چې له طالبانو سره د افغان سولی له پاره د افغانانو په ملکیت خبری کوی. په ۱۷/۳/۱۳۹۷ کې دوه ورځنی غونډه په بروکسل کې دناټو غړیو ۲۴ هېوادونو له خوا جوړه شوه او دترهګری پرضد افغانستان کې دسولی دراوستو له پاره لاری چاری وپلټل شوی.

له هغی وروسته له طالبانو سره دری ورځنی اوربند په روزی په پای نیټو کې عملی شو.

په ۲۲/۳/۱۳۹۷ کې دقمر باجوه او مختار نوید په ملګریتوب کابل ته دسولی خبروله پاره رسمی سفروشو په ۳۱/۳/۱۳۹۷ کې د امریکا متحده ایالتو مرستیال ولسمشر له ښاغلی محمد اشرف غنی سره د افغان سولی له پاره رسمی تلیفونی خبری وکړی، اوس مهال دچنګاښ میاشتی په ۲۱-۲۲ نیټو جولای ۱۱-۱۲ نیټو سره سمون لری په بروکسل کې دناټو غړیو هېوادونو(۳۰) استازیو په ګدون د افغانستان دسولی له پاره ستره غونډه جوړیزی او دسولی دراوستو له پاره به په متعارفو او معقولو سوله ییزو لارو او هم پرترهګرو وسله وال مخالفانو به دفشار راوستونو لارو او د افغانی ملی اردو دپیاوړتیا او غښتلتیا او مالی سیاسی حمایت په اړه خپلی پریکړی اعلان کړی. چې دا ټولی پورته خبری د افغانستان له دولت سره دمرستی او سیاسی نظامی حمایت له پاره وی او داپه ګټه دی هیله مند یو چې دناټو مشرانو داستره غونډه په افغانستان کې دسولی په اوستوګې ګټوره تمامه شی.

ممکن است شما دوست داشته باشید