روزنامه ملی انیس

دباور د رامنځ ته کیدو له پاره ښه نیت پکار دی نه دجګړی پایښت

د امریکا او مخالفو وسله والو طالبانو ترمنځ دهوکړی لیک لاس لیک د افغانانو او بهرنیانو دملاتړ او اندیښنو غبرګونه راخپاره کړی دی ډیری هېوادوال په کور دننه دهوکړی لیک نیمګړتیاوته ګوته نیسی او دبین الافغانی خبرو پیل کیدو له پاره یې دځڼډ لامل ګڼی ځکه چې هرهغه اجراییوی واک چې افغان دولت دخپلو چارو د سمون له پاره لری امریکاییان یې نه لری نوله دی کبله په هوکړه لیک کې دپنځه زره طالب بندیانو خوشی کول په امریکا پوری اړه نه لری یوازی او یوازی افغان دولت کولی شی دقانونی لارو په وهلو سره دخبرو اترو په اجندا کې ورباندی خبری وشی. دپنځه زره طالبانو د بندیانو خوشی کول په لسو ورځوکې د واقعیتونو لری خبره ده ځکه چې ترڅو دعدلی او قضایی ارګانونو څخه یې څیړنیز بهیر پای ته نه وی رسیدلی او دپیژند ګلوی چاری یې نه وی پوره شوی نوڅنګه به پنځه زره بندیان په لسو ورځوکې خلاصون ومومی. غوره او مناسبه خبره داوه چې امریکایې مرکچی پلاوی د افغان دولت مشرتابه هغه خبره له پامه نه وی غورځولی کومه چې ولسمشر محمد اشرف غنی ورته په لیدو کتو کې څرګنده کړی وه. دخبرو اترو دپیل کیدو څخه مخکی داډول شرطونه چې وخت ته اړتیا لری دخڼډونو د را پیدا کیدو لامل ګرځی. ځکه چې د باور جوړونی له پاره په خبرو اترو کې دښه نیت دښودنی له پاره دیو لړګامونو پورته کیدل اړین ګڼل کیږی خو د دولت اوپه اجراییوی چاروکې لاس وهنه به دپروسی بهیر ځڼډنی او دخڼډونو سره به یې مخامخ کړی. ډیری هېوادوال دداسی کړنو په لیدو سره چې افغان دولت اوپه ټوله کې افغانان خواشینی کړی او اندیښمن ښکاری چې دپردی ترشا به نورڅه ترسره شوی وی چې تردی مهاله د افغان دولت سره نه دی شریک شوی. همدا اوس دجګړی دروان بهیر څخه معلومیږی چې مخالف وسله وال طالبان سولی ته ژمن نه ښکاری ځکه چې دهېواد په مختلفو سیموکې خپلو تیری کوونکو بریدونو ته یې زور ورکړی او هڅه کوی چې دجګړی لمن پراخه کړی خو افغان ملی امنیتی او دفاعی ځواکونو یې په وړاندی مناسب غبرګون ښودلی او دهغوی ډیر بریدونه یې په شاتمبولی دی خو دمخالفو وسله والو طالبانو د اورکم دپای ته رسیدو وروسته بریدونه دکورنیو او بهرنیو غبرګونونو سره مخ شوی په داسی حال کې چې طالبانو په افغانستان کې دسولی راوستو دهوکړی لیک لاس لیک وروسته خپلو جنګیالیوته ویلی چې دبهرنیو ځواکونو پرخلاف داور کم بهیر روان دی خو دافغان پوځیانو پرخلاف ددغی ډلی بریدونه بیا پیل شوی دی. له دی ډلی دملګرو ملتونو سازمان او اورپایې ټولنی غوښتی چې اورکم باید دوام ومومی ترهغی چې په دایمی اوربند بدل شی.

د ملګرو ملتو د سازمان پر ټویټ لیکل شوی «طالبانو د پوځی فعالیتونو د بیا پیل له امله د ملګرو ملتونو سازمان د افغانانو ترمنځ د مذاکراتو د پیل دخوندیتوب او پیاوړی چاپیریال د رامنځ ته کیدو له پاره دتاوتریخوالی د کمښت د دوام غوښتونکی دی هغه کار چی باید د دایمی اوربند او د سیاسی حل او فصل لامل شی.» بل خوا افغان ولسمشر محمد اشرف غنی هم په دی اړه وایی « له بهرنیو سره منی چی سوله کوی، نو د جهاد مانا څه شوه افغان وژنه جرم دی»  دغه راز اروپایی ټولنه هم د تاوتریخوالی دوام د سولی د هوکړی پرخلاف بولی او وایی اوس د ځان ښودلو وخت نه، بلکی د باور جوړونی او مخ پروړاندی د تګ وخت دی د افغانستان له پاره د اروپایی ټولنی ځانګړی استازی هم ویلی «که چیری د طالبانو لخوا د تاوتخریوالی د پیل خبر تایید شی، دا دهغه هوکړ لیک پرخلاف دی چی تازه په دوحه کی لاس لیک شوی. هغه زیاته کړی دا د جګړی او بریدونو وخت نه دی بلکی دا د اعتماد جوړونی وخت دی. خو ددی ټولو سوله ییزو وړاندییزونو سره سره مخالف وسله وال طالبان د اورکم راوروسته بریدونه زیات کړی او په ډیرو سیمو کی یی د جګړی پرمهال مرګ ژوبله رامنځ ته کړی ده. د طالبانو د کړو وړو څخه معلومیږی چی په افغانستان کی د سولی رامنځ ته کیدو ته اراده نه لری او غواړی چی د جګړی له لاری واک ته ورسیږی خو تیرو جګړییزو کلونو راښودلی چی طالبان د ملی امنیتی او دفاعی ځواکونو سره د مخامخ جګړی توان نه لری او په راتلونکی کی که خپلو بریدونو ته دوام ورکړی نو د تیر په څیر به د سخت غبرګون سره مخامخ شی ځکه چی د هری ورځی په تیریدو سره د طالبانو جګړییز کړه وړه را جوتیږی او د هغوی له پاره هیڅوک د واک پرسر جګړه نه کوی ځکه چی د بهرنیو پوځی ځواکونو د وتلو مهال ویش ټاکل شوی چی د هغی له مخی به بهرنی پوځونه له هیواد ده ووځی نو له دی کبله باید طالب جنګیالی د افغان وژنی څخه لاس واخلی او د نورو ناوړه پلانونو د پلی کیدو او د یو شمیر ځان غوښتونکو واکمنی د ترلاسه کولو له پاره به جګړی ته دوام ورنه کړی او د سولی له بهیر سره به یوځای شی.

هارون

ممکن است شما دوست داشته باشید