روزنامه ملی انیس

دا ځل موقع له لاسه مه ورکوه

دتیر کوچنی اختر څخه دعامو افغانانو په منځ کی یوه خبره ډیره تکراریږی او په ډیر خوندسره وایی چی زموږ په ژوندکی درې ورځی تیری سوی دی، خاصتاً نوی ځوان نسل چی رښتیا هم ددوی په ژوندکی درې ورځی تیری شوی دی.

دا درې ورځی کومې دی او ولی پخپل ژوندکی له دې  دروو ورځو یادونه کوی؟

دا هغه درې ورځی دی چی وروسته تر ۲۰۰۱ م کال په لومړی ځل  په تیر کوچنی اختر کی افغان حکومت دیو اړخیز سراسری اوربنددکولو اعلان وکړ. افغان ولسمشر دتیری روژې میاشتی د۲۷ نیټې څخه بیا دکوچنی اختر تر ۵ پورې اوربنداعلان کړ او طالبانو لخوا یواځی داختر ۳ ورځی اوربندومنل شو.

افغان حکومت او طالبانو داوربندپه اړه اعلامیې خپرې کړې چی یو پر بل به بریدنه کوی، طالبانو وکولای سوای چی له ډیری مودې وروسته په آزادډول ښارونو او بازارونو ته راووځی او داختر خوشحالی دښاریانو سره په څنګ کی په خوښی او خوشحالی تیری کړی. ددې تر څنګ ټول هغه عام افغانان او ددولت مامورین چی خپل کورونه او یا هم ددوستانو کورونه یې دطالبانو لخوا په ناامنه شویو سیمو کی وه، وروسته له ډیری مودې وتوانیدل چی خپل کور، کلی او مالت ته ولاړ شی او لږ تر لږه داختر په دا دریو ورځو کی دخپلو دوستانو سره په ډاډه زړه واوسی او له ژوندڅخه خوندواخلی.

 که څه هم دحکومت غوښتنه دا وه چی اوربنددروژې دمبارکی میاشتی د۲۷ څخه داختر تر ۵ پوری وی تر څو لرې پرتو سیمو ته بشری مرستې واستول شی او ځپل شوی اولس یو څو ورځی نور هم دامنیت په فضا کی ژوندوکړی.

دکوچنی اختر اوربندډیر پیغامونه درلودل. طالبان ښارونو ته راغلل په ښار کی دخلګو دتودهرکلی سره مخ شول یو بل یې په غیږ کی سره ونیول او دیو بل سره یې دخوشحالی ددې صحنو یادګاری تصویرونه واخیستل. تر دې چی یو ډله طالبان وروسته تر ډیری مودې په کابل کی دایسکریم خوندوکتی.

دطالبانو رهبرانو هیڅکله دا فکر نه کاوه چی اوربندبه دومره له تودهرکلی سره مخ شی تر دې چی وبیریدل چی پر طالبانو خپل حاکمیت له لاسه ورنکړی نو ځکه هغه طالبانو ته چی په ښارونو کی له خلګو سره عکسونه اخیستی وه دجزا ورکولو اخطار ورکړ.

دسیمی استخبارات هم سخت په تشویش کی شول. فکر یې کوی چی پر طالبانو چی یې څومره سرمایه ګذاری کړې وه په اوبو لاهو شوه. له همدې امله دراپورونو په اساس چی داوربندوروسته دطالبانو درهبری په متوسطه برخه کی ۳۰ سلنه تغیرات راغلل ځکه لدې یې بیړه درلودل چی داسی نه چی بین الافغانی شولی ته غاړه کښیږدی.

وروسته تر هغه په لوی اختر کی یو ځل بیا افغان ولسمشر محمداشرف غنی دطالبانو سره داوربندپه اړه دحکومت دریځ ښکاره کړ او ویی ویل چی دلوی اختر څخه بیا دمحمدصل الله علیه وسلم تر مبارک میلادپوری اوربنداعلانوو پدې شرط چی طالبان هم دا اوربندته غاړه کښیږدی.

خلګ ډیر زیات خوشحاله شول، شولی دپاره یې هیلی زیاتی سولې او ګومان یې کوی چی دا اوربندبه دسولی پیلامه شی. دحکومت دا دریځ ددې سبب شو چې عامه اذهان دلومړی ځل لپاره شولې ته هیله مندشی او دا ورته معلومه شوه چی حکومت په رښتیا هم خلګو ته دیو سوکاله او دامن څخه ډک ژونددزمینې دبرابرولو لپاره کوښښ کوی. نور نو خلګ پدې تمه وه چی اوس به معلومه شی چی طالبان هم په رښتیا دشولی طرفداران دی؟ که دشولې طرفداران وی نو اوربندته به مثبت ځواب ووایی طالبان په خپلو پرېکړو کې څومره خپلواک دی. ډیرو خو دا تمه درلوده چی دکوچنی اختر په څیر به دا ځل هم دطالبانو له لوری داوربندلپاره ددوی ځواب مثبت وی او لږ تر لږه څومره موده چی دولت اوربنداعلان کړی دی که هغومره نه وی دتیر اختر په څیر درې ورځی خو‎به حتماً اوربندتاییدکړی.

خو طالبانو د خلګو د توقعاتو برخلاف دا ځل حتا درې ورځی اوربند هم ونه مانه او هغه هیلی چی خلګو درلودې چی دا یو ځل بیا هم د لوی اختر دا مبارکی ورځی د خوښۍ او ورورولۍ په فضا کې  د خپلو دوستانو او خپلوانو په څنګ کی په خپلو کلیو او بانډو کی تیری کړی. له بده مرغه داسې ونشول. خلګ له طالبانو نهیلی شول. د خلګو د درد حس له دوی سره نه وو. طالبانو یو ځل بیا افغانانو ته خپله اصلی څیره وښودله.

خو تر هغه تیروتنو سره سره چی هر ځل دوی د خلګو او دولت پر وړاندی ترسره کولې، حکومت د افغانستان او افغانانو د ژوند د اسانتیاوو د تامین کوونکی او مسؤل په صفت یو ځل بیا خپله دنده وبلله چی د طالبانو سره د اوربند او د سولی د خبرو په اړه خپل دریځ ښکاره کړی. د سولی لپاره یې د بې قید او شرطه خبرو اعلان وکړ او ویې ویل چی په هر ډول شرایطو کی د سولی خبرو ته آماده دی. خو د سولی دا خبری باید بین الافغانی وی او د افغانانو په مشری تر سره شی.

طالبانو د پخوا په څیر بیا هم خپلی بابولالی ږغولې او په پټو سترګو پرته لدې چی د افغانستان ملی ګټی په نظر کی ونیسی یو ځل بیا د سیمې د هېوادونو د استخباراتی کړیو ښکار شول او په مخامخ ډول د افغانانو پر ځای یې د امریکایانو، ایرانیانو، سعودیانو، پاکستانیانو، روسانو او نورو سره د افغانستان په برخلیک سودا وکړی.

حکومت که څه هم سولې ته تل ژمن پاتې شوی دی خو د طالبانو دې دریځ یو ځل بیا مجبور کړ چې د دوی پر وړاندی له نظامی قوت څخه کار واخلی.

 حکومت غواړی چې طالبانو ته دا پیغام ورسوی چې که خبرو اترو ته حاضر نشی نو وسله وال پوځ ددې پوره وړتیا لری چې هغوی سره د ټوپک په ژبه هم خبرې وکړی.

د حکومت په امنیتی سیاست کې د بدلون سره سم دوه تنه طالب ضد څېرې چې په تېرو کلونو کې د طالبانو سره د سختې مبارزې مخینه لری، د ملی دفاع او کورنیو چارو د وزیرانو په توګه وګمارل شو.

 د اسد الله خالد او امرالله صالح ګمارل دا پیغام درلود چې افغان پوځ له دفاعی حالته تعرضی حالت ته مخه کړې ده. د دولت د مخالفینو پر وړاندی یې هوایی بریدونه شروع کړل په یادو هوایی بریدونو کی طالب مشرانو ته سخت تلفات واوښتل.

د حکومت ددې کړنی هدف دا وو چی تر څو طالبان مجبور کړی د یو باامنه او سوکاله ژوند په هدف د سولی خبرو ته حاضر سی.

حکومت طالبانو ته یو ځل بیا اعلان وکړ چی له دوی سره مخامخ خبرو ته کښینی او له خپل بغاوت څخه لاس واخلی. پدې موخه یې د منطقوی اجماع او په منطقه کی د هیوادونو تر منځ د قدرت د توازن په خاطر د افغانستان د ملی امنیت شورا سلاکار د ایران او هند د ملی امنیت شورا د سلاکارانو سره د افغان سولی په خاطر خبری وکړې. د افغانستان د سولی عالی شورا پلاوی ګاونډی هیواد ایران ته سفر وکړ .

افغان حکومت یو وار بیا وښودله چی د سولی لپاره قوی اراده لری.

 دا ځل طالبان باید موقع له لاسه ورنکړی او په خپل ټول توان سره د افغان حکومت د سولی له دې پروسې سره یو ځای شی او د افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته غاړه کېږدی. ځکه نور دوی ته معلوم شوی دی چی په تیرو ۲ میاشتو کی افغان حکومت دوی ته سخت تلفات اړولی دی او نور دوی نشی کولای چی د افغان پوځ په وړاندی وجنګیږی. دوی ته یواځی یوه لار پاته ده هغه دا چی باید د سولی خبرو ته حاضر شی، او د حکومت د هغو هڅو پر وړاندی چی د اوربند له پاره یې کوی خپله مثبته اراده ښکاره کړی.

مسعود افغان

ممکن است شما دوست داشته باشید