روزنامه ملی انیس

داکتر عبدالله عبدالله: تراوسه د افغانستان د تلپاتې پراختیا د موخو او هم د جینوا کنفرانس لپاره چمتووالی ښه رون دی

د افغانستان د تلپاتې پراختیا د موخو اجرایوی کمېټې خپله ناسته په سپېدار ماڼۍ کې د افغانستان د اسلامی جمهوریت د اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله په مشرۍ وکړه.

په دې ناسته کې د اجنډا له مخې لومړی د اقتصاد وزیر ډاکټر مصطفی مستور د افغانستان د تلپاتې پراختیا د موخو په اړه تر ۲۰۲۰ کاله پورې د دوو ملی سندونو په اړه معلومات وړاندې کړل او ویې ویل، چې د دې سندونو په اړه د ټولو وزارتونو نظریات راټول شوی او د مسودې له نهایی کېدو وروسته به له ټولو ادارو سره د وروستۍ کېدو ۵۰ لپاره شریکه شی.

هغه زیاته کړه، چې له ۲۰۲۰ کاله تر ۲۰۳۰ کاله پورې به د دې موخو لپاره جلا سند جوړ شی او افغانستان به دې موخو ته د رسیدګۍ لپاره په جدی ډول هڅې کوی.

ډاکټر مستور ټینګار وکړ، چې د یادو سندونو د ژبې په ساده کولو او د اصطلاحاتو په اسانه کولو کې هڅې شوی؛ خو ټینګار یې وکړ چې اړونده ادارې هم باید د دې سند د ساده او عام فهمه کولو لپاره هڅې وکړی.

د ناستې د اجنډا له مخې د مالیې وزارت چارواکیو د جینوا کنفرانس د چمتووالی په اړه غونډې ته معلومات ورکړل او ویې ویل، چې د دې ناستې له جوړېدو وړاندې باید افغانستان د تلپاتې پراختیا موخو دوه ملی سندونه بشپړ کړی.هغوی وویل، چې د جینیوا کنفرانس او له هغې وړاندې د عالی رتبه ناستې لپاره بشپړ چمتووالی نیول شوی؛ خو د حکومت د رهبرۍ له لوری تر وروستۍ پریکړې وروسته به د دې ناستې لپاره تخنیکی چارې پیل شی.دغه راز بهرنیو چارو وزارت د ویانا د عمل پروګرام په اړه د وزارتونو نظریات ور رسېدلی؛ خو په وینا یې چې تر اوسه نهایی نه دی. او زیاته یې کړه چې د دې نظریاتو له انګلیسی کولو وروسته به نهایی مسوده له وزارتونو سره شریکه شی.

د هېواد اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله وویل، چې تر اوسه د افغانستان د تلپاتې پراختیا د موخو او هم د جینوا کنفرانس لپاره چمتووالی ښه رون دی؛ خو ټینګار یې وکړ، چې ټول مسایل باید خورا دقیق او په پوره همغږۍ سره ترسره شی.اجرائیه رئیس وویل، دا یو ښه فرصت دی چې افغانستان د جینوا له کنفرانس څخه چې د افغانستان او ملګرو ملتونو په رهبرۍ او همکارۍ ترسره کېږی استفاده وکړی.

ممکن است شما دوست داشته باشید