روزنامه ملی انیس

دافغانستان سولې په بهیر کې د امریکا اوروسیې ګډه همکاری ډیره مهمه ده

په دی واقعیت اوس نړیوال هم پوهیدلی چې جګړه ځپلی افغانان او په ټوله کې افغان ولس په خپل هیواد کې له کابو دری نیمی لسیزی اوږدمهالی کورورانی جگړی څخه ډیر په تنگ اوستومانه شوی دی ځکه چې په دغه بدمرغه جگړه‎کې‎یې له مادی او معنوی پلوه ډیرکړاوونه اوربړونی لیدلی او گاللی دی نو دمگړی د زړه له کومی په هیواد کې دهرراز سوله یېزی هڅی ، خوځښت او نوښت ملاتړ کوی او دعمل په ډگر کې یې مثبتو پایلو ته په ډیری بی صبری لاری څاری ، البته سره له دی  چې دسولی موضوع دافغان حکومت دمشرتابه له لومړیتوبو نو څخه شمیرل کېږی او په دی برخه کې یې عملاً هم دهلو ځلو بهیر روان ساتلی دی خو ددی ترڅنګ نن سبا دغی موضوع په سیمه یېزه او نړیواله کچه د یو شمیر هیوادونو پام هم را جلب کړیدی لکه څنګه چې په دی وروستیو کې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په افغانستان کې له امریکایې پوځیانو سره په تیلفونی کنفرانس کې ویلی دی چې له وسله والو طالبانو  سره یې د روغی جوړی روانی پیاوړی خبری پیل کړی دی.

دغه رازپه دی وروستیو کې د امریکا له خوا زلمی خلیلزاد ته د سولی د خبرو د موضوع سپارل هم په افغانانوکې نوی هیلی پیداکړیدی ، په هیواد کې د ډله یېزو خپرندویو سرچېنو په حواله ویل شویدی چې دافغان سولی لپاره دامریکا دبهرنیو چارو وزارت ځانگړی استازی زلمی خلیلزاد دسیمی هیوادونو ته خپل دریېم سفرهم د ډسمبرپه دوهمه پیل کړی چې دهمدی میاشتی تر شلمې نیټې به دوام وکړی  ، دافغانستان له پاره د امریکاځانګړی استازی  زلمی‏خلیلزاد دروان لمریز کال د لیندۍ میاشتی په (۱۶) نیټه مسکو ته د خپل سفر په لړکې دافغانستان دمسألی د سوله یېز حل په اړه له روسی چارواکو سره خبری کړیدی او دا لومړی ځل دی چې امریکا اوروسیه چې دواړه دافغانستان په مسله کې ښکېل دی سره مخامخ خبری کوی  ، دغه راز ددی سفر په ترڅ کې زلمی خلیلزاد ویلی  ، ددی پرځای چې بهرنی قدرتونه پرافغانانو سیاسی هواری وتپی باید پریښودل شی چې هغوی په ګډه د خپل برخلیک په اړه پریکړه وکړی ، په روسیه کې دامریکا سفارت پر خپل رسمی ویب سایټ ویلی چې ښاغلی خلیلزاد دا څرګندونی د ډسمبر په اوومه نیټه په مسکوکې دافغانستان لپاره د روسیې له ځانګړی استازی ضمیرکابلوف او ددغه هیواد د بهرنیو چارو وزارت له مرستیال سره دلیدنی پرمهال کړی دی ، نوموړی په دغه لیدنه کې په ټینګار سره ویلی چې دافغانستان مسله یوازی دسیاسی خبرو له لاری هواریدای شی او ا فغانان باید د خپل راتلونکې په اړه په خپل یووالی سره تصمیم ونیسی ،  دواړو خواوپه دغه لیدنه کې دافغانستان د ستونزی سیاسی حل د امریکا او روسیې په ګټه بللی او ټینګار یې کړی چې د روغی جوړی په صورت کې به د تروریزم او دمخدرو موادو ګواښونه را کم شی دافغانستان د ستونزی په هواریدو سره به اقتصادی همکاری پیاوړی او په دغه هیواد کې روانی (۴۰) کلنی جګړی ته به د پای ټکې کېښودل شی. البته ددې ټکې یاددښت هم ضروری دی چې روسیه په سیمه یېزومسایلو کې د پام وړ رول لری او دافغانستان سولی په بهیرکې ددغه هیواد همکاری هم ډیره مهمه ده .

دیادونی وړده چې خلیلزاد روسیې ته دخپل سفر دمخه پا کستان ته تللی وو او دهغه هیواد له چارواکو سره یې هم دافغانستان دسولی په اړه خبری کړی وی او په پام کې ده چې نوموړی به د خپل روان سفر په لړکې ازبکستان، ترکمنستان،بلجیم ، قطراومتحدو عربی اماراتوته هم سفرونه وکړی. دا په داسی حال کې ده چې زلمی خلیلزاد د تیری نومبر میاشتی پراتمه هم د افغان سولی اړوند د سیمی هیوادونو ته سفر وکړ. نوموړی د خپل دوهم سفر پر مهال پر افغان چارواکو سربیره په قطر کې د طالبانو د سیاسی دفتر له استازو سره هم وکتل، خلیلزاد د خپل دوهم سفر په جریان کې په کابل کې خبریالانو ته ویلی وو چې د سولی د خبرو د بهیر په اړه«په احتیاط هیله من دی.» او هیله لری چې له طالبانو سره د سولی تړون د ولسمشرۍ تر ټاکنو مخکې وشی. د افغان سولی اړوند د سیمی هیوادونو ته دزلمی‎خلیلزاد د سفر پر مهال پاکستان د طالبانو د مشر ملا محمد عمر مرستیال ملا عبدالغنی برادر او یو بل پخوانی طالب چارواکې ملا صمد ثانی خوشی کړل، دغه رازپاکستانی چارواکو ویلی وو، چې ملا برادر یې د زلمی خلیلزاد په غوښتنه خوشی کړی دی.

همداراز دپاکستان لومړی وزیر عمران خان ویلی چې هغه ته د امریکا د ولسمشر ډونالډټرمپ لیک رسیدلی چې په دی برخه کې همکاری وکړی ، په هر حال امریکا په دی لټه کې ده چې په افغانستان کې جګړه د سیاسی حل له لاری پای ته ورسوی ، خوددی ترڅنګ افغانستان یوازی هم نه پریږدی ، په دی کې ناټو هم له افغانستان سره د قاطع ملاتړ ماموریت ته دوام ورکوی .

په هیواد کې د نظردخاوندانو په اند په افغانستان کې د سولی په راوستلو کې زلمی خلیلزاد ښه رول لوبولی شی او دافغانستان د خلکو ، طالبانو او امریکا لپاره یو منلی او با تجربه شخصیت دی  نوځکه د افغانستان خلکو او دولت ته هم په کار ده چې دسولی په لاره کې زلمی خلیلزاد  یوازی پری نږدی او په خپل ټول توان سره د زلمی خلیلزاد  دهلو ځلو ملاتړ وکړی ترهغه چې په هیواد کې د سولی دغه نیکمرغه او بختور خوځښتونه او هڅی  چې را پیل شویدی  دبری تر منزله ورسیږی او گران هیواد له شته ناورین او دبدمرغه جګړی له دوام څخه وژغورل شی  او په دی توګه یوه تلپاتی نیکمرغه سوله په ټول افغانستان کې ټینګه  قایم او دایم شی.

ش، شاهین

ممکن است شما دوست داشته باشید