روزنامه ملی انیس

دافغانستان دخپلواکی بیرته اخیستلو دسلمی کالیزی په ویاړ څیړنوال حبیب الله رفیع د افغانستان د علومو اکاډمی سلاح کار: په امانی عصرکی د افغانستان خپلواکی نړی په رسمیت وپیژندله

د افغانستان د خپلواکی د بیرته اخستلو د سلمی کالیزی د نمانځلو په ویاړ د انیس د ملی ورځپاڼی خبریال له څیړنوال حبیب الله رفیع د افغانستان د علومو اکاډمی سلاح کار سره مرکه کړی چی خپریږی.

حبیب الله رفیع د مرکی په پیل کی وویل: د غازی امان الله خان لومړی لاسته راوړنه په خپله غزاکی وه ځکه ده د خپل حکومت اعلان په کال ۱۲۹۷ د کب د میاشتی په دوه همه نیټه وکړ او د خپل حکومت له اعلان سره یی جوخت د هیواد خپلواکی هم اعلان کړه او وی ویل: افغانستان نور آزادی، دی پدی وخت کی د انګلیس سفیر یی راوغوښت او ورته وی ویل چی خپل حکومت ته د خبرورکړه چی افغانستان نور مستقل او خپلواک هیواد ده او وروسته له دی افغانستان د چا د غلامی مستعمره نشی کیدای چی داهم د امان الله خان د لومړی لاسته راوړنی څخه وه، وروسته له هغه دده تدبیروه په دری جبهوکی له انګریزانو سره په شرقی، غربی او جنوبی حوزوکی جګړه شروع کړه او هم زمان یی دیپلوماسی ته هم لاس وروغزاوه او یو هیئت یی وټاکه هغه یی اروپاته ولیږه چی دغه هیئت دافغانستان د خپواکی اعلان اروپایی هیوادونوته ورورسوی. دغه هیئت د محمدولی خان په مشری روسیه او بیا نورو اروپایی هیوادوته ولاړ او له یادو هیوادو سره یی خبری وکړی او ورته وی ویل: افغانستان نور آزادی دی او پس له دی د انګریز د غلامی ژغ نه منی، له یوخوا جګړه بریالی شوه او انګریزان مات شول او د متارکی اعلان یی وکړ او له بلی خوا دیپلوماسی کامیابه شوه او نړی د افغانستان خپلواکی په رسمیت ومنله او د انګریزانو لپاره داسی دلیل پاتی نشو چی افغانستان د یو تحت الحمایه دولت په حیث له ځان سره وساتی.

څیړنوال حبیب الله رفیع زیاته کړه: امان الله خان د خپلواکی د بیرته ترلاسه کیدو وروسته یی مطبوعاتو ته په یوه وینا کی وویل: ما خپل ژوند د هیواد د خپلواکی د ګټلو لپاره وقف کړی وه اوس چی هم خپلواکی ترلاسه شوه اوهم زه ژوندی پاتی یم دا می له ملت سره وعده ده چی پاتی ژوند په هیواد د آبادی لپاره وقف کوم. امان الله خان د هیواد د آبادی لپاره ګن پلانونه درلودل چی یو لوی پروګرام یی د هیواد قانونی کول وه. معنی دا چی هغه کارونه چی پر ملک کی ترسره کیږی هغه باید د قانون په چوکات کی ترسره شی.

امان الله خان په هیواد کی تر ۸۰ پوری نظامنامی جوړی کړی او دژوندانه په هره برخه کی له اساسی قانون نیولی بیا تر فرعی قوانینو پوری جوړ کړل چی دا هم یوه بله لاسته راوړنه دده وه.

دافغانستان دعلومو اکاډمی سلا کار دامان الله خان لاسته راوړنی دمطبوعاتو په برخه کی داسی بیان کړه: مطبوعات په افغانستان کی مرکزی وه یعنی شمس النهار او سراج الاخبار دواړو په کابل کی خپرونی درلودی. کله چی امان الله خان واک ته ورسیده دسراج الاخبار په عوض یی امان افغانی راوویست او ددی ترڅنګ یی نور ځانګړی اخبارونه را وویستل او همدارنګه یی اختصاصی خپرونی رامنځته کړی په مرکز او ولایتونو کی ۲۳ اخبارونه جوړ او نشرات یی درلوده، په کابل کی امان افغان او دافغان ورځپاڼه وه، ابلاغ دقانون دچاپولو ورځپاڼه وه، ارشاد النسوان دښځو لپاره ورځپاڼه وه، حقیقت دکورنی اغتشاش په وړاندی ورځپاڼه وه ددی ترڅنګ ملی جریدی هم له چاپه راووتی لکه انیس، نسیم سحر، نوروز، ثروت یوه اقتصادی خپرونه وه همدارنګه عسکریه دعسکرو لپاره یی خپرونی کولی، مجموعه صحیه دروغتیا لپاره یو مجله وه، معارف دمعارف دزده کوونکو لپاره یوه مجله وه چی دوی به پکی خپلی مقالی او سیمنارونه خپرول همدارنګه آیینه عرفان دمعارف یوه بله مجله وه په ننګرهار کی اتحاد مشرقی، په قندهار کی طلوع افغان، په هرات کی اتفاق اسلام، په مزارشریف کی اصلاح، په پکتیا کی غازی په بغلان کی اتحاد او په پروان کی ستاره افغان خپرونی کولی.

څیړنوال حبیب الله رفیع دامان الله خان دپاچاهی دپریښودو لاملونه داسی بیان کړل:

امان الله خان له انګریز سره جنګیدلی وه انګریز دوخت جابر ځواک وه نیمه نړی یی په لاس کی وه دانګریز په امپراتوری کی لمرنه ډوبیده مګر افغان ملت لومړنی ملت وه چی یوه واری په ۱۸۴۲ کال کی بیا یی په ۱۸۸۰ کال کی او بیایی په ۱۹۱۹کال کی انګریزانو ته ماته ورکړه، کله چی غازی امان الله خان انګریزان مات کړل له هماغه ورځی را پدی خوا انګریزانو دامان الله خان او آزاد خپلواک او ځوان افغانستان په وړاندی توطیی کولی، غله او داړه ماران یی راولاړول او هغه به یی دورانی لپاره افغانستان ته رالیږل همدارنګه دننګرهار په شینوارو ولسوالی کی او هم یی دپروان ولایت په شمال کی یو شمیر کسان راوپارول او په دولتی تاسیساتو یی مسلحانه بریدونه وکړل.

خو امان الله خان په ډاګه ټوګه ملت ته اعلان وکړ چی زه دخپل اقتدار او پاچاهی په خاطر دخپل ملت وینی نه تویوم، نو امان الله خان پاچاهی په خپله خوښه سردار عنایت الله خان ته پریښوده چی دده ورور او امان الله خان دا فکر کاوه چی انګریزان به یوازی له ماسره دښمنی کوی  نه له عنایت الله خان سره، باید ووایم چی دا لومړی ځل وه چی انګریزانو په افغانستان کی ماته وخوړه او ددوی شاهنشاهی عظمت ته په نړی کی یوه لویه صدمه وه چی افغانانو وراړولی وه.

حبیب الله رفیع زیاته کړه: دامان الله خان په له منځه وړلو کی دانګریزانو لاس وه او همدا نن هم دافغانستان پر وړاندی ناولی نیت لری دا نن چی د دوستی په جامه کې د امریکاییانو ترڅنګ راغلی دی بیاهم له افغانستان سره دښمنی کوی او په افغانستان کې دپاکستان تسلط غواړی او د افغانستان بربادی غواړی. انګریز د افغانستان دایمی دښمن ده، افغانان باید پدی پوه شی چې د انګریزانو دښمنی نه ختمیدونکی ده او د انګریزانو پردوستی هیڅکله پری باور ونکړی. باید ووایم که چیری د امان الله خان قرار دادونه چې په خپل بهرنی سفر کې له بهرنیو ملکونو سره کړی وه هغه عملی شوی وای اوس به افغانستان دنړی دپرمختللو هېوادونو سره سیال وای.

بل داهم باید وویل شی کله چې امان الله خان دایتالیا هېواد په لور دجلا وطنی به موخه روان شو د قندهار په ښارکې د اقبال لاهوری دا شعر ووایه:

میروم تاتو نشنوی نامم
مګر از نام من تراننګ است
پوښته: اوس افغان ملت ته څه کول پکاردی چې دخپلی خپلواکۍ او ارضی تمامیت دساتلو په اړه څه باید وکړی:
څلویښت کاله کیږی چې زمونږ خپلواکۍ نشته او په څلویښت کلونوکې زمونږ حکومتونه ملی نه وه دخلق او پرچم حکومتونه دپخوانی شوروی اتحاد په لاس کې وه دمجاهدینو حکومتونه دپاکستان په لاس کې وه دکرزی حکومت د امریکا په لاس کې وه نو افغانانو ته پکار داده چې لومړی خپل دوست او دښمن وپیژنی دوهم اقدام زمونږ باید دا وی چې مونږ خپل اولادونه ښه وروزو تعلیم او تربیه ترمخه کړو ځکه زمونږ هېواد پردیو وران کړی او پردی چاته هېواد نه جوړوی روسان هم زمونږ هېواد ته دجوړولو په نیت راغلی وه خو متأسفانه چې زمونږ هېواد یې را وران کړ، امریکاییان هم دجوړیدو او دتروریزم په له منځه وړلو په نامه راغلی وه خو وطن یې را وران کړ، مونږ بل هیڅ لاره به غیر له دی چې مونږ دخپلو روزل شویو اولادونه په وسیله را وران او ویجاړ افغانستان آباد کړو او دعلم په واسطه خپله خپلواکۍ وساتو بل باید ووایم چې دټوپک له لاری خپلواکۍ ساتل دومره ګټورو نده بلکه دقلم او علم له لاری چې ساتل کیږی؟ دعلم په واسطه مونږ ګران افغانستان له هر ډول ښکیلاک څخه ژغورلی شو.

اختر محمد اکاخیل

ممکن است شما دوست داشته باشید