روزنامه ملی انیس

دافغانانو په مالکیت به تل پاتی سوله رامینځته شی

کله چی دامریکا دمتحده ایالاتو دمخالفو وسله والو طالبانو سره سوله ییزی خبری پیل کړی ورسره جوخت په کور دننه او بهر ځینی غبرګونونه را پیدا شول یو شمیر دډاډګیرنی ترڅنګ دروانو خبرو ملاتړ کوی خو یو شمیر بیا دبندو دروازو تر شاه خبری چی پوره جزییات یی نه را برسیره کیږی داندیښنی وړ ګڼی ځکه چی په هیواد کی روانی جګړی خورا زیاتی ناوړه او لاس وهونکی ریښی غزولی په جګړه کی ښکیل هیوادونه په ځانګړی توګه دخپلو ګټو دخوندیتوب لاری لټوی چی له امله یی خبری پیچلی او دستونزو ډکی ښکاری.

خو دملی یووالی دحکومت واکمنان چی دسولی رامنځته کیدو ته ژمن دی هره سوله ییزه هڅه له نیږدی څاری او ټینګار کوی چی دسولی دخبرو ملاتړی یو خو هر هغه سوله چی دافغانانو ترمینځ ونه شی پایلی به یی همیشنی سولی ته ورته نه بلکی دیوی بلی خونړی جګړی له پاره به لارهواره کړی.

نو له دی امله ویلی شو چی خبری باید رڼی او پریکړی باید دټولو ښکیلو غاړو په خوښه وی ځکه افغانستان دتیر په څیر بی سرپوشه دیګ نه دی اوس افغانان دولسواکی له مخی دخپلی خوښی واکمنان ټاکلی او هغوی دنده لری چی دهیواد برخلیک پخپله وټاکی او هیچاته ددی اجازه ورنه کړی چی زمونږ په وینو لاسته راغلی لاسته راوړنی له لاسه ورکړی.

اوریدل کیږی چی دروانو خبرو مرکچیان او دمرکچیانو ملاتړی هیوادونه دلاسته راوړنو دخوندیتوب په هکله څرګندونی کوی خو شک لیدل کیږی چی په خبروکی دی دښځو دحقونو ترڅنګ نور دټولنیزو آسانتیاو په هکله دکارکولو او ښوونیزو چارو ته زیان ونه رسیږی ځکه دامریکا دګمارل شویو مرکچیانو او چارواکو ترمنځ روانی خبری توپیریزی ښکاری کله دخبرو په بڼه کی بدلون ښکاری او کله بیا تر میماتی شکل لری نو ځکه دخبروڅارونکی باورمن نه دی چی خبری دی رڼی او دهمیشنی سولی درامنځته کیدو په ګټه وی.

خوخوښ یو چی دامریکا متحده ایالات دسوله ییزو خبرو په پیل کیدو بریالی شوی موږ هم ددی ډول خبرو هرکلی کو خو ټینګار مو پردی دی چی دطالبانو ملاتړی لا اوس هم په خپلو ژمنو کی رښتینی نه بریښی او طالبانو باندی یی فشار نه دی راوستی چی بین افغانی خبروته تیاری وښایې او هغه خڼډونه چې دسوله ییزو خبرو په وړاندی یې را پیدا کړی له منځه یووسی ځکه دخبرو اتم پړاوته اوږد بدل همدا خبره راجوتوی چې ستونزی شتون لری او تردی دمه وهل شوی لارترمنزله له رسیدو اوږد مهاله ده. مخالف وسله وال طالبان چې زړه نا زړه په خبروکې ګډون کوی ورسره سم دجګړی د ډګر دتویدو لاری لټوی او د افغان وژنی له پاره دهیڅ ډول ناوړه پیښو  درامنځ ته کیدو څخه ډډه نه کوی. خو تمه پردی ده چې روانی خبری که په رښتینتوب راڅرخی نو هرو مرو به دبین الافغانی خبرو پیل کیدو ته لار هواره کړی ترڅو دجګړی په پای ته رسیدو اصلی او اړینی خبری ترسره شی.

خواشینونکی خبره داده چې په نړیواله کچه زموږ په هېواد کې دمرګ  ژوبلی په هکله انسانی خواخوږی ته پاملرنه نه ده شوی یوازی او یوازی دتلفاتو داعلانیدو په شمیرنه بسنه کوی خو دترهګرو او جګړه غوښتونکو په وړاندی غوڅ غبر ګون نه دی ښودل شوی.

 ځکه چې د روانی جګړی د راټوکیدو دځای ذګی په هکله ټول نړیوال مناسب معلومات په لاس کې لری کله کله په نړیوالو غونډو کې دترهګرو په ضد مبارزه کې ځان شریک ګڼی خو دسیاسی سیالیو او دخپلو ګټو دخوندیتوب له پاره د افغانانو په مرګ ژوبله زړه سوی نه کوی او دترهګرو دملاتړو په وړاندی یوشان غږ نه را پورته کوی چې دترهګرو پټن ځایونه له منځه لاړشی او ورسره جوخت دترهګرو دتمویل او تجهیز کارخانی دتل له پاره بندی شی ځکه همدا دترهګرو دتولید کارخانی دی چې هره ورځ دسیمی ګواښ له پاره ترهګر تولیدوی او زموږ هېوادته یې درژن درژن رالیږی.

حیرانونکی ده چې ځینی هېوادونه په ځینو واقعیتونو سترګی پټوی نه غواړی چې دسیمی د امنیت دخوندیتوب له پاره عملی ګامونه واخلی.

موږ دهغو هېوادوڅخه د ډیری مننی په څرګندونو سره هیله من یو چې د سولی په روان بهیرکې ځانونه نانګاره نه کړی او د داسی سولی له پاره ګډ غږ را پورته کړی چې همیشنی سوله رامنځ ته کولی شی ځکه دسوله ییزو خبرو توپیرییز چلند دسولی خبری زیانمنوی او همیشنی او تل پاتی سوله نه شی رامنځ ته کیدای.

د اروپایی هېوادونو سفیران په ارګ کې یی د ولسمشر محمد اشرف غنی سره دسولی د روان بهیر په هکله معلوماتونه شریکول ګوت څڼډنه یې وکړه چې سوله د افغانانو ترمالکیت لاندی شونی ده باید هڅه وشی چې مخالف وسله وال طالبان راوبلل شی چې که همیشنی او تل پاتی سوله غواړی نو په بین الافغانی خبروکې دی خپلی غوښتنی او وړاندوینی شریکی کړی څو دستونزو دحل لار پکښی پخپله افغانان ولټوی ترڅو دا ورانونکې جګړه دتل له پاره پای ته ورسیږی.

هارون

ممکن است شما دوست داشته باشید