روزنامه ملی انیس

دافغانانو ترمنځ ملی یووالی خپل سپیڅلی هدف ته رسولی شی

په اوسنیو نازکوحالاتو کی د افغانستان جګړه  ځپلی مظلوم ولس له ټولو سیاسی ډلو او مشرانو څخه د زړه له کومې ددی هیله اوغوښتنه لری چی د بیلابیلو فکرونو او پروگرامونو په لرلو سره د ملت د آبادی په لاره کی یو لاس او یو موټی شی او د نظام په ټینگښت کی هلی ځلی وکړی اوهم ددغه جګړه ځپلی هیواد خلک نن له حکومتی او سیاسی چارواکو څخه ملی اتحاد او بشپړیووالی او له مصیبت څخه د خپلو خلکو د خلاصون په خاطر نه ستړی کیدونکې هلی ځلی غواړی او هیله لری چی مشران یی په اتفاق سره دغه خاوره له شته ناورین اومصیبت څخه وژغوړی ځکه چی د دغه هیواد د پرمختگ دښمنان هره ورځ هلی ځلی کوی ترهغو چی په ډول ډول پلمو او نیرنګونو دبی‎اتفاقی په اچولو سره د هیواد د پرمختگ مخه ونیسی، خو موږ باید هوښیار او بیدار واوسو او په بشپړی هوښیاری او بیداری سره دغه هیواد هغه ځای ته ورسوو، چی خلک یی غواړی او زموږ شهیدانو په دغی لاره کی خپلی وینی تویی کړیدی، بناً دوخت غوښتنه هم  داده  اوروان حالت هم داایجابوی چی دولتی چارواکی، سیاست وال او د اړوندو گوندونو مشران باید په پوره همغږی، یووالی او د هیواد پالنی په لوړه او عالی روحیه له هر ډول توپیرونو پرته یوازی او یوازی د یو سپیڅلی افغان په توگه خپلی هلی ځلی په هراړخیزه توګه همغږی او یو موتی کړی او په دی توگه هیواد او هیوادوالو ته ترقی، پرمختگ، نیکمرغی او هوساینه ور په برخه کړی، نو ای د گران افغانستان په کوز او برکی میشتو ورونو قومونو چی ستاسو په شتون توری، میړانی، اتلولی او کار نامو سره سر لوړی  افغانستان په ۱۹۱۹ میلادی کال کی خپله ملی خپلواکی او ځمکنی بشپړتیا تر لاسه کړیده او د تاریخ په اوږدو کی یی د نړی هیڅ یو زبر ځواک ته سر نه دی ټیټ کړی نو دا ټول یی د ملی یووالی او بشپړ اتفاق زیږنده وه نو راځئ چی  نن هم په بشپړ یووالی سره پرته له هر ډول تربگنی او تاوتریخوالی د ملی پیوستون په لوړه او عالی روحیه لاسونه سره ورکړو او خپل دغه جگړه ځپلی هیواد له هر پلوه پر خپلو پښو ودروو او د بشپړ یووالی په مرسته خپل مظلوم او کړیدلی هیوادوال نور د بدمرغه جگړی د ناوړو ناخوالو له امله ونه کړوو، بلکی په خپل منځ کی په رښتینی توگه سره یوموټی او یو قوت شو او په دی توگه په هیواد کی د افغان دښمنو عناصرو د نفاق اچولو جرړی، په ریښه کې وچی کړو او د پای ټکی ورته کیږدو او پر ځای یی دټولو پتمنو افغانانو ترمنځ چی د گران افغانستان د ښکلی گلبڼ راز راز ښایسته گلان دی د ملی یووالی او ملی پیوستون لوړه او عالی روحیه  پیاوړی کړو چی له امله به یی دا ویجاړ افغانستان سمسور ، آباد ، ودان او ښیرازه شی او ځوریدلو افغانانو ته به هم بشپړه هوساینه او نیکمرغی ور په برخه  او د یوی تل پاتی همیشنی سولی ښیگڼی به تر لاسه کړی ،البته دا یو څرگند او انکار نه منوونکی واقعیت هم دی  چی زموږ هیواد د تیرو کابو دری نیمو لسیزو بدمرغه، تباه کوونکو او خونړیو جگړو په ترڅ کی له هره پلوه وران او ویجاړشوی او پتمنه افغانان هم د مادی او معنوی پلوه له سترو زیانونو سره مخامخ شوی او په ټولیزه توگه هم دا  ټولو ته په اثبات رسیدلی چی ددغه ناوړه جگړی په ترڅ کی یوازی گران افغانستان د نابودی لوری ته وکښل شو او مظلومه  افغانان له بدمرغیو سره لاس او گریوان شول نو نن چی موږ ته یو ځل بیا ددی زمینه برابره شوی چی ټول افغانان سره یو موټی او یو قوت شو او د خپل گران هیواد آبادی، ترقی او پرمختگ لپاره مټی راونغاړو او له دی لاس ته راغلی چانس او فرصت څخه ښه گټه واخلو ځکه چی دا هیواد د پردیو په لاس نه بلکی یوازی د افغانانو په لاس آباد، سمسور او ښیرازه کیدلی شی او بس ، نوراځی چی د زړه له کومی سره یوموټی اومتحد شو اوپه پوره همغږی ددغه جگړه ځپلی هیواد ترقی اوپرمختگ ته په  بشپړصداقت لاسونه سره ورکړو اوخپلی ملاوی هم ښی کلکی  وتړو ترهغه چې په دی توانیږوپه لومړی قدم کی نیکمرغه سوله په دغه جګړه ځپلی هیود کی  ټینګه ، قایم او دایم کړو او ترڅنګ یې خپل جګړه ځپلی هیواد د ترقی او پرمختک لوړو پوړیو ته ورسوو او هم یې دتخنیک او تکنالوجی په نوی عصرکی دسیالانو سره سیال کړو.

ځکه دا باید سل په سلوکی ومنو چی د گران هیواد سر لوړی افغانستان آبادی، سمسورتیا ، ترقی او پر مختگ یوازی او یوازی د افغانانو په ملی یووالی، یو موټیتوب او د ټولو میشتو ورونو قومونو په پیاوړو او ځواکمنو مټو شونی دی، ځکه د هیواد ودانول د افغانانو له زیار گاللو پرته د بل چا په لاس امکان نه لری او یوازی د افغانانو پر ټینگ عزم او بشپړ ملی یووالی او دغه راز د دوی پر ځواکمنو مټو آبادیدلی شی، پردی اساس موږ هغه وخت کولی شو چی خپل هیواد ودان کړو او له شته ناورین او بدمرغی جګړی څخه یی وژغورو چی بشپړ اتحاد او ملی یووالی ولرو او  دحب الوطن په رښتینې مینې زیات زحمتونه او زیارونه وگالو ترهغه چی خپل سپیڅلی هدف ته ورسیږو.

شاه محمود درویش

ممکن است شما دوست داشته باشید