روزنامه ملی انیس

خلیلزاد: دافغانستان دسولې بهیر یومهم پړاو ته نږدې کېږو

خلیلزادپر ټوېټر لیکلی، له ښځینه فعالینو او نورو سیاسی مشرانو سره یې مشورې وکړېدافغانستان دسولې لپاره دامریکا ځانګړی استازی کابل ته تر سفر وروسته ویلی، «دافغانستان دسولې دبهیر یو مهم پړاو ته نژدې کېږو». دی وایی، دتاوتریخوالی دلږولو او بین الافغانی خبرو ته دلارې برابرولو پر هڅو غږېدلی دی.

زلمی خلیلزادپر خپل ټوېټر لیکلی، کابل ته یې وروستی سفر ګټور ؤ، چې په وینا یې دافغانستان له اوسنی او پخوانی ولسمشرانو محمداشرف غنی او حامدکرزی سره یې دسولې او بین الافغانی خبرو په اړه سلامشورې کړې دی.

زلمی خلیلزادتېره ورځ (چهارشنبه) له افغان چارواکو سره “داوربنددټینګښت پر څرنګوالی” خبرې کړې دی.

بل لورته دطالبانو دقطر دفتر مسئولین وایی، له خپلو مشرانو سره یې سلا مشوره لا هم روانه ده او له بشپړېدو سره سم به یې ددوی او امریکا ترمنځ خبرې بیا پیل شی.

افغان چارواکی وایی، ولسمشر محمداشرف غنی له زلمی خلیلزادسره په کتنه کې دطالبانو له خوا پر روان تاوتریخوالی اندېښنه ښودلې ده.

دطالب او امریکایی مرکچیانو ترمنځ خبرې له درې میاشتنی ځنډ وروسته دتېرې اونۍ په سر‌کې پیل شوې او وروسته وویل شول چې دلنډې مودې لپاره به درېدلې وی.

یوې دیپلوماتیکې سرچینې بی@بی سی ته وویل، تمه کیږی چې طالب او امریکایی مرکچیان دسولې هوکړه ددسمبر میاشتې په وروستیو کې لاسلیک کړی، خو امریکا او طالبانو په رسمی ډول لا دغه نېټه نه ده اعلان کړې.

تر اوسه دامریکایی دیپلوماتانو او طالب استازو ترمنځ دخبرو اوه پړاوونه تېر شوی؛ شپږ ناستې دقطر په دوحه او یوه دمتحده عربی اماراتو ابو ظبۍ ښار کې.

لومړی پړاو، ددواړو اړخونو ترمنځ خبرې لومړی ځل د۲۰۱۸ کال داکتوبر میاشتې پر ۱۲مه دقطر په دوحه کې پیل شوې.

ددویم پړاو خبرې د۲۰۱۸ کال دنومبر پر ۱۶مه بیا دقطر په کوربتوب په دوحه کې وشوې.

درېیم پړاو: د۲۰۱۸ کال ددیسمبر پر ۱۷مه، ددرېیم پړاو خبرې دمتحده عربی اماراتو ابو ظبی ښار کې ترسره شوې، چې درې ورځې یې دوام وکړ او طالبانو افغان پلاوی ته خبرو کې دګډون اجازه ورکړه.

د۲۰۱۹ کال جنورۍ میاشت کې دڅلورم پړاو خبرې دقطر دوحه کې وشوې.

دپنځم ځل لپاره طالب او امریکایی استازی دروان ۲۰۱۹ کال دفبرورۍ پر ۲۵مه دوحه کې سره جرګه شول، زلمی خلیلزادپه لومړی ځل دطالبانو دتحریک له مرستیال ملا عبدالغنی برادر سره دوحه کې وکتل. ددې پړاو خبرې ۱۶ ورځو ته وغځېدې.

شپږم پړاو کې نهه ورځې خبرې وشوې او دتېر غوایی پر ۱۹مه پای ته ورسېدې. دواړو خواوو اعلان وکړ چې دا ځل خبرو کې ډېر پرمختګ وشو.

اوم پړاو خبرې دتېرې جون میاشتې پر ۳۰مه دوحه کې پیل شوې او څو ورځې یې دوام وکړ. ددغه پړاو خبرو کې دواړو خواوو نور پرمختګ هم وکړ او پر ځینو مسئلو یې نظرونه سره یو شول.

اتم پړاو کې، چې داګسټ پر درېیمه پیل شو، دزلمی خلیلزادپه وینا، له طالبانو سره یې خبرې ګټورې وې او پر تخنیکی جزئیاتو یې خبرې وکړې، خو داټکلونو خلاف دا ځل هم ددې خبرو په پای کې کوم مهم پرمختګ اعلان نه شو.

نهم پړاو داګسټ پر ۲۲مه پیل شو او دسپتمبر تر لومړۍ یې دوام وکړ. په دې خبرو کې امریکایانو او طابانو په اصولو کې یوې خپلمنځی هوکړې ته ورسېدل. زلمی خلیلزادوویل، که دامریکایانو او طالبانو ترمنځ دسولې هوکړه په سمه توګه پلې شوه او شرایط سم وو، په افغانستان کې مېشت امریکایی پوځیان به د۱۳۵ ورځو په ترڅ کې له ۵ پوځی اډو ووځی.

دنومبر پر ۲۳مه، دطالبانو یوې لوړ پوړې سرچینې بی بی سی ته ومنله، چې دطالبانو دسیاسی دفتر استازو او دافغان سولې خبرو لپاره دامریکا ځانګړی استازی زلمی‌خلیلزادتر منځ دقطر پلازمېنه دوحه کې غیر رسمی ناسته و شوې، خو رسماً دخبرو بهیر نه دی پیل شوی.

ممکن است شما دوست داشته باشید