روزنامه ملی انیس

خانجان الکوزی: سږکال ۸۰۰ ټنه میوه بهرنیو ملکونوته صادر شوی ده

اختر محمد اکاخیل

لومړی برخه

په دی اواخرو کې دکابل په بادام باغ کې د څلور ورځو لپاره دمسؤلو چارواکو له خوا یو نندارتون پرانستل شوی وه د انیس دملی ورځپاڼی خبریال دموضوع په اړه دسوداګری اوصنایعو دخونی له مرستیال خانجان الکوزی سره مرکه کړی چې خپریږی.

خانجان الکوزی د افغانستان دسوداګری او صنایعو د خونی مرستیال بهرنیو ملکونوته دتازه میوی او په خاصه توګه د انارو دلیږد په اړه وویل: تا سو خبریاستی چې دتیر کال په پرتله سږ کال د انارو بیه راټیټه شوی ده دا چې ولی د انارو بیه راولویدلی ده داځانګړی لاملونه لری هغه داچې زموږ تازه میوه زیاتره پاکستان ته صادریږی خو بدبختانه پاکستان له مونږ سره دتجارت په اړه همیشه سیاسی برخورد کوی کله چې زمونږ دمیوو د صادریدو وخت وی پاکستان بیازمونږ سوداګروته ستونزی ایجادوی، باید ووایم چې پاکستان په تیرکال کې زمونږ په انارو محصول دوه برابره لوړ کړی دی خو مونږ خپلی هلی ځلی جاری ساتلی دی او پدی لټه کې یو چې دسوداګرو تجارتی محصولات په وخت سره بهرنیو مارکیتونو ته ولیږدوو.

مونږ په تیره اوونۍ کې ۵۰۰ ټنه پیاز دچابهار بندر له لاری دوبی ته ولیږل همدارنګه لومړنۍ جوپه ۱۵۰ ټنه پیازمو سریلانکاته ولیږل بل انارمو دواګې بندر له لاری هندوستان ته په نورمال ډول روان دی.

نوموړی دنندارتونونو د دایرولو په اړه وویل: نندارتونونه که په کور دننه او یا بهر دایریږی زمونږ محصولاتو ته دپیژندلو لپاره یوښه فرصت دی خوله دی فرصت څخه باید استفاده وشی خصوصاً زمونږ بڼوال، زارعین او سوداګر چې تولید کوی او بهرته افغانی محصولات لیږی باید په نندارتونونو کې ګډون وکړی. باید ووایم هغه نندارتون چې په دی اواخرو اوونۍ کې په بادام باغ کې دڅلور ورځو دپاره دایر شوی وه زمونږ په اقتصاد کې مهم رول درلود بل نوموړی نندارتون ته نه یوازی افغانان نه بلکی بهرنیان هم راغلی وه او ګډون یې پکښی کړی وه.

خانجان الکوزی دتازه میوو دخساری په اړه وویل: په تیره میاشت کې دطبیعی آفت له امله په شمال کې دژالی د اوریدوله کبله زمونږ دبڼوالو دمیوو حاصلاتو ته لکه انار او مڼوته زیان ورسید او هغه میوی یې لږ څه خرابی کړی همدارنګه په کندهار کې دیخنی له امله زمونږ اناروته هم زیان رسیدلی دی خوله دی سره، سره مونږ امیدواریو چې زمونږ تولیدی محوصلات دتیر کال په پرتله  ښه دی خو لازمه ده چې ددی محصولاتو لپاره مارکیت پیداشی خو باید وویل شی چې نن ورځ زمونږ دمیوی یوازنی مارکیت متاسفانه هغه پاکستان دی چې په سلوکې ۸۰ سلنه د افغانستان میوی ورځی مګر په نورو مارکیټونو کې زمونږ لپاره زمینه برابره نه ده بل زمونږ ستندرد او معیارهم دنورو په شان هم برابره نو پدی خاطر زمونږ محصولات له بهرنیو مارکیټونو ته لاړهم شی په لوړه بیه نه خرڅیږی او ځنی لاهم خرابیږی.

نوموړی زیاته کړه: اوس هغه میوه چې له افغانستان نه پاکستان ته وړل کیږی په یوه کارتن کې اچول کیږی او بیا پلاستیک پیچ کیږی که په دی رقم زمونږ محصولاتو دوبی اویا اماراتو ته ولیږو شاید دهغو ملکونو مارکیټونو ته به یې څوک ورپری نږدی. یابه یې قرنتین او یا به یې په بحر کې ور واچوی او یا به یې همالته له منځه یوسی. خو دا په داګه ویلای شم چې زمونږ دمحصولاتو لپاره یوازنی مارکیت پاکستان دی او بی دپاکستان څخه مونږ بله چاره هم نلرو.

الکوزی ددی پوښتنی په ځواب کې چې افغانستان په کال کې دڅومره میوی او سبزیو وړتیا لری چې بهرنیو مارکیټونوته یې ولیږدوی وی ویل:

مونږ په کال کې دنیم میلیونه ټنه میوی او سبزیو دصادرولو امکانات لرو خو مارکیټ نشته. باید ووایم چې په تیر کال کې د ۷ لکو ټنه په حدودوکې دمیوی او سبزیو دصادرولو امکانات درلود چې دری لکه ټنه میوه او څلور لکه ټنه سبزی پاکستان ته صادر شوی دی مګر سږ کال وضعیت ښه نه ده تراوسه پوری مونږ په حدود د ۸۰۰ ټنه زمونږ میوه او په حدود ۱۱۷۰۰ ټنه سبزی بهرته صادر شوی دی. خو دسبزیو وضعیت نسبت میوی ته ښه دی مګر دمیوی صادرول کمزوری دی همدا اوس انګور او خټکی صادروو او وروسته به مڼی او انار راځی چې هغه به د ۶۰ تر ۷۰ ټنو په حدودوکې وی صادریږی.

خانجان الکوزی دسبزیو دبیو په اړه وویل: همدا اوس پیاز، رومی او کچالو بیی تقریباً ښکته دی که چیری زمونږ پیاز او کچالو دوبی ته یووړل شی یوه کیلوبه یې له (۱) امریکایی ډالر څخه تر
 ۲ ډالرو پوری خرڅیږی او یوه کیلو بادرنکه موپه شل افغانیو خرڅیږی خو دا زمونږ د زراعت لپاره ډیر زیان دی او زمونږ زارعین له ډیرو ستونزو سره مخامخ دی.

نوموړی د زراعت دپیشرفت په اړه وویل: په تیرو ۱۹ کلونو کې هسی چې لازمه وه په ملک کې د زراعت لپاره کارنده شوی که څه هم ډیری پیسی افغانستان ته راغلی داباید د زراعت په برخه کې لګول شوی وای خو داکارونه شو. که چیری داملک صنعتی کیدای باید د زراعت له طریقه صنعتی شوی وای. مونږ بل الفعل په خدماتو باندی کار پیل کړ، لس، پنځلس میلیارده سرمایه ګذاری وکړه چې مخابراتوته، ترانسپورت ته اوبانکونو او… ته اړتیا وه خو همدا، اوس مونږ له شکست سره مخامخ یو یعنی زمونږ ماشینری بیکاری ولاړ دی کارنشته. پنځه هوایی دهلیز موله منځه لاړه او دوه دری راپاتی دی.

پاتی لری

ممکن است شما دوست داشته باشید