روزنامه ملی انیس

حکومت دسولې لپاره دخلکو غږ ته مثبت ځواب ورکړ

اوبیا یې دلسو ورځو پوری نورهم اوربند اوږد کړو چی دنوموړی اوربند نیټه دچنکاښ په لسمه دشنبی په ورځ پوره شوه. په دغه ورځ ولسمشر محمد اشرف غنی اعلان وکړ، چط اوربند نور خلاص شو، اوله دی وروسته ټول امنیتی ځواکونو ته اجازه ده چې خپل پوځی عملیات پیل کړی. ولسمشر غنی وویل، دخلکو او دینی عالمانو لاس نور دوسله والو طالبانو په ګریوان کې دی…

دولسمشر محمداشرف غنی له خوا، د اختر په شپو او ورځوکې د اوربند اعلان داسلامیت او افغانیت له غوښتنو سره سم او پرخای کارو، اوپه تیرو ۴۰ کلونوکې چې په افغانستان کې په ډول ډول جګړه روانه ده، داسی اوربند نه و رامنځته شوی. دنوموړی اوربند لویه ښیګڼه داوه، چې د افغانستان خلکو خپلی ټولې تیری دښمنۍ هیری کړی، او کورپه کور، ښار په ښار دخلکو، طالبانو او دټولو دولتی مامورینو، سرتیرو او افسرانو ترمنځ داختر اری واړی ورځی په ګډه دخوشالۍ او ورورۍ په ځپوکې په کورنیو، کلیو، بانډو او ښارونوکې تیری شوی. د افغانانو ترمنځ داختر په ورځوکې بیساری خوشالۍ او ورورۍ، د افغانسان دښمنان سخت وارخطا کړل.

داځکه چی هغوی داسې فکرنه کاوه، چې د ۴۰ کلونو جګړی وروسته به افغانان په خپل منځکی دشهیدانو او دکورنیو دغړو په وژلو سره یوتربله په دوسره ساده ګۍ سره دخوشالی په ټغر کینې.

داختر په ورځو کې د اوربند په مراعتو سره دنړۍ ټول خلک هک حیران پاتې شول، اوپه دې پوره باوری شول، چې د افغانستان خلک دنړۍ سترقدرتونه دجګړی د دوام او وژنی له امله هیڅوک نه شی بیلولای.

طالبانو داختر په ورځوکې داپه ډاګه شوه، چې هغه څه ورته دپاکستان آی- اس- آی اویا دنړۍ نورو استخباراتی شبکو تبلیغ کاوه خبره هغسی نه وه، او داورته ثابته شوه، چې د افغانستان دښمنان خپلی ګټی د افغانستان په جګړه کې وینی، او دسولې له راوستلو څخه سخته ویره لری، چې دهمدغه ویری له امله طالبانوته داسی بی ځایه او ناروا تبلیغ کوی، چې طالبان باید نور هم خپلو ځانمرګو بریدونو او جګړی ته زور ورکړی، ترڅو طالبان دسولې او دځان دراتلونکی په اړه فکرونه کړی له خپلو خلکو څخه ډیر لرې وساتل شی او له خپل دولت سره دسولې لاره خپله نه کړی.

ددی په څنګ کې دطالبانو په منځکې داسی یو خوځښت هم مخ په زیاتیدو لوری چې له خپلو دولتی چارواکو سره دسولې دخبرو لپاره اړیکی ټینګی کړی همدا اوس په بدخشان، کونړ ننګرهار اویوشمیر نورو ولایتونوکې طالبان هڅه کوی چې له دولتی چارواکو او دسولی دعالی شورا، له دفترونو سره خپلی خبری شریکی کړی، داختر په ورځوکې ولسمشر محمد اشرف غنی د اوربند اعلان دومره قوی او اغیزمن و، چی د افغان دولت او طالبانو ترمنځ یې ددښمنۍ او بیلوالی دیوالونه دپاکستان اغزن سیم له منځه ویوړه. اوپه دغه برخه کې یې دپاکستان د آی- اس- آی ټولی هڅی په سین لاهو کړی، او هغه پلاوی چې د افغانستان له لوری د امنیت دشورا دمشر محمد حنیف اتمر په مشری دپاکستان له چارواکو سره دخبرو لپاره اسلام آبادته تللی و، بی پایلی راستون شو. داځکه چې نوموړی پلاوی دپاکستان ناروا غوښتنی ونه منلی او په افغان غرور بیرته خپل هېوادته راستون شو، او دپاکستان دحکومت ټولی ناوړه غوښتنی ملی درسنیو په وړاندی رسوا کړی.

په افغانستان کې بریالی اوربند را وروسته په افغانستان کې دسولی لپاره راز راز غبرګونونه رامنخته شوی دی او نړیوال په دی باوری شوی دی چې افغانان، او طالبان که په یو جومات کې لمونځ کوی نو یوځای سوله هم کولای شی او په دغه برخه د افغانستان ددښمنانو هڅی کوم ځای نه نیسی اړینه ده چې دولتی چارواکې هغه طالبان چې غواړی دسولې خبری وکړی دپوره او خپلواکه ارادی په درلودلو سره خپلی اړیکی ورسره ټینګی کړی او په ولایتونو کې ولسونوته ددی واک ورکړی چې له طالبانو سره دجرګو او مشور و له لاری دسولې دخبرو لپاره په ډیره رښتینولی سره کاروکړی.

څو په هېواد کې دسوله ییز بهیر په وړاندی شته خڼډونه له منځه ولاړشی او سوله ییزی خبری پیل شی.

سمیع الله سمیع

ممکن است شما دوست داشته باشید