روزنامه ملی انیس

حفیظ الله بارکزی د افغانستان د ژورنالیستانو دسراسری شورا رئیس: د افغانستان دخپلواکۍ دبنیاد ورځ د اسد ۲۸ مه ده

دهېواد دخپلواکۍ دبیرته اخستلو دسلمی کلیزی دنمانځلو په ویاړ د انیس دملی ورځپاڼی خبریال د ویاړنو او لاسته راوړنو په هکله له حفیظ الله بارکزی دافغانستان دژورنالیستان دسراسری شورا رئیس سره مرګی کړی چې خپریږی.

حفیظ الله بارکزی دافغانستان دژورنالیستان دسراسری شورا رئیس دانیس دملی ورځپاڼی خبریال ته په مرکه کې وویل: افغان ولس په ۱۹۱۹ م کال کې دشاه امان الله خان غازی او نورو هېوادپالو مشرانو تر مدبرانه مشری او قیادت لاندی چې پوځ او امکانات یې په هیڅ دول له انګریزی ښکیلاک سره دپرتله کولو وړنه وه دهېوادخپلواکۍ یې ترلاسه کړی چې دغه لویه او تاریخی بریا دوخت دیوه داسی زبرځواک نه چې دنړی ډیره لویه برخه یې خپله مستعمره ګرځولی وه او حتا ویل کیده چې په قلمروکې یې لمرنه ډوبیده غازی امان الله خان دملی یووالی په وسیله وتوانیده لوی بریتانیا ته یې ماته ورکړه او دهغوی له منګولو او اسارت څخه یې دخپل هېوادژغورل څه آسانه خبره نه وه خو له وطن سره دافغانانو یې کچه مینه، ملی روحیه اوملی احساسات ددوی ترمنځ دژبی، سیمی، مذهب او دتوکم توبیرونو پرته دخپلواکۍ دترلاسه کولو او له هېوادڅخه ددفاع په لارکې ټینګ فکری یووالی او ددغه میړنی او باتور ملت په همت او غرور ددی لامل شول چې هغه ستره امپراطوری چې کله یې هم دخپلی ماتی فکرنه درلودماته ورکړه نو اوس هم افغانانو ته پکار داده چې دپخوا په شان دملی یووالی په واسطه دخپل هېواددخپلواکۍ ملی ارزښتونو، اراضی تمامیت څخه په میړانه دفاع وکړی او دښمن ته ددی مجال ور نکړی چې نور مونږ په خپلواکۍ سره لتاړ او دوی دخپل ځان په ګټه اوبه خړی، او کبان پکښی ونیسی.

دافغانستان دژورنالیستانو دسراسری شورا رئیس دغازی امان الله خان دیوی بلی لاسته راوړنی تصویر داسی بیان کړ: افغانانو هغه مهال دغازی امان الله خان په مدبرانه رهبری نه یوازی دخپلواکۍ انقلاب یې منزل ته ورساوه بلکی په اقتصادی، سیاسی او په فرهنګی ډګر کې یې ښی او ګټوری لاسته راوړنی ترلاسه کړی. چې تاریخ ته روښانه دی.

هغه دمیونددجنګ او فتحی په اړوندوویل: په ۱۸۷۸ – ۱۸۸۰ ع هغه کلونه وو چې انګریزانو په افغانستان باندی دخپل دوهم تیری له امله دافغانستان په ګوټ ګوټ کې له افغانانو سره په جګړه بوخت وو په ۱۸۸۰ ع کال دجولای په میاشت کې دکندهار دمیوندپه هواره دښته کې دافغانانو او انګریزانو ترمنځ یوه تاریخی جګړه ونښته خو انګریزانو پدی جګړه کې په ډیرو عصری وسلو سمبال او دجګړی په ډکرکې ځای پرځای شوی وه خو افغان غازیانو هم په خپلو سبکو وسلو دسردار محمدایوب خان په مشری دانګریزانو مقابلی ټه در دانګلی وه پدی جګړی کې ډیر افغان غازیان شهیدان شول بایدووایم چې دمیوندجګړی ډکرته دنورو جګړو په پرتله ډیری ښځی هم ورغلی وی او افغان غازیانوته به یې کارتوس، اوبه او خواړه رسول او دجبهی ترشا یې خدمتونه کول، پیغله ملاله هم دمیونددشاوخوا سیمو او سیدونکی وه او ددی ښځو په دله کې وه او ددی نامزاددمطبوعاتو په حواله دغازیانو ډلی مل وه پدی جنګ کې دلښکر بیرغجی ددښمن له خوا ووشتل شو کله چې دملالی سترګې پدی ولګیدی نږدی وه چې دافغانی یرم بیرغ په ځمکه نسکور شی پدی وخت کې ملالۍ ورمنډه کړه دشهیدغازی له لاسه یې دغزا بیرغ واخست او بیرته یې دمیوندپه جګړیزه فضا کې رپانده کړ دا هغه وخت وه چې ډیر غازیان شهیدان شوی وه او پاتی یې په تکتیکی ډول شاته جوړیدل نږدی وه دحق په میدان باطل غالب شی او یرغلګر میدان یوسی پدی پاتی غازیانو کې دملالۍ نامزادهم وه پدی وخت کې ملالۍ بیرغ په لاس کې نیولی وه خو دی پدی حساس وخت کې په لوړ آواز دا لڼدی وویله:

که په میوندکې شهیدنشوی
خدایزو لالیه بی ننګی ته دی ساتنه

لنډی نه وه اسرافیلی شپیلی وه دمیح پوکۍ و زږمات شویو غازیانو ته یې دزړه قوت ور کړ افغان غازیانو دتوپکو خولی بیرته پردښمن ور وګرځولی او په دښمن ورغلل دلاس او ګریوان جګړه پیل شوه پدی وخت کې دملالۍ نامزادټپی شو او دی دوینو په لیدو بله لڼدی وویله:

خال به دیار له وینو کیږدم چې شینکی باغ کې ګل ګلاب وشرمه وینهحفیظ الله بارکزی زیاته کړه: دښمن پدی جګړه کې په درنو وسلو سمبال او دهوایی ځواک ملاتړ هم ورسره وه مګر په جګړه کې مقاومت له لاسه ورکړی او ډیر جیګپوړی منصبداران او عسکریې و وژل شول او یوشمیر یې له جګړی پیښی سپکی او وتښتیدل کله چې دافغان غازیانو لپاره کمکی کسان را ورسیدل دښمن معاصره شو دمیونددښته یې په سرو وینو خړوبه کړه او دانګریزانو له ۱۲۰۰ کسیزه لښکر څخه یوازی ۲۵ تنه ژوندی کوډ و مات پاتی شوی وه خو کله چې کابل ته دقندهار دمیوندپه جګړه کې دانګریزانو دبشپړی تباهی خبر را ورسیده چې دا دمیوندفتح دغازی امان الله خان لویه لاسته راوړنه وه چې دده تررهبری لاندی جګړر روانه وه.

نوموړی وویل: سردار محمدایوب خان لس ورځی دانګریزانو دمړو په ختبیدو تیری کړی او ورسره یې دخپلو غازیانو او شهیدانو مړی په یوه جلا هدیره کې خاوروته وسپارل دمیونددجګړه له بری څخه څه باندی سل کاله تیرشوی دی خو کله چی دمیوندنوم دچا غوږونوته ور ورسیږی همزمان یې دملالۍ دا لڼدی وریادیږی.

که په میوندکې شهیدنشویخدایږ لالیه بی ننګی ته دساتینهبل پر استعمار باندی دافغانانو بری دنړیوال استعمار دزوال بنیادونه کښیودل شول، آزادی بښونکی تحریکونه او ملتونه یې را ویښ کړل.

اکاخیل

 

ممکن است شما دوست داشته باشید