روزنامه ملی انیس

تیری کوونکی په مخامخ جګړه کې بری نه شی ترلاسه کولی

ملی وسله وال پوځ چې دهېوادوالو ډاډمن تکیه ځای او دویاړنښه ګڼل کیږی وتوانیدل چې خپلی ورانی شوی لیکی بیا را جوړی او په هېواد ساتنه کې د هیڅ ډول سرښندنی څخه دریغ ونه کړی. یوشمیر هېوادوال چې دبهرنیو پوځی ټولګیو په وتلو اندیښمن ښکاریده اوس ډاډمن ښکاری ځکه چې د میړنی وسله وال پوځ سرتیرو په تش لاس او کمو امکاناتو په یوازیتوب سره وښوده چې افغانان به دیولړ ستونزو سره سره دخپل هېواد او خلکو څخه دسرپه بدله دفاع وکړی او نړیوال به ووینی چې افغانان په یوازیتوب سره هم کولی شی چې دتیری کوونکو په وړاندی خپله سینه سپر او دهېواد دلویشت لویشت څخه دفاع وکړی.

هېوادوالو ولیدل چې دبهرنیو پوځی ځواکونو په وتلو سره دهېواد په ځینو سیمو کې دمخالفو وسله والو ډلو دګواښ کچه لوړه شوه خو دملی وسله وال پوځ سرتیرو په لږه موده کې دمناسب ځواب ورکولو له امله مقابل لوری ته زیات زیان ور واړاوه او دګواښ لاندی سیمی یې دګواښ څخه وژغورلی. یوشمیر هېوادوال چې په جګړه کې دسرتیرو په مرګ ژوبله اندیښمن ښکاریده خوترڅنګ یې په هېواد ساتنه کې دسرتیرو شهادت او ټپی کیدل ویاړګاڼه اوس هم چې دتیری کوونکو په وړاندی دمیړنیو سرتیرو غوڅ او پریکنده غبرګون ګوری دځمکنی بشپړتیا او دملی ګټو ساتندویه یې بولی او دهمیشنی او پراخ ملاتړ په څرګندونی سره هر ډول مرستی ته تیاری ښایې. هېوادوال چې دجګړه مارو په وړاندی د اوسپنیزی حوصلی څخه برخمن دی هڅه کوی چې دخپل ملی وسله وال پوځ لیکی پیاوړی او د دښمنانو په کشف او ورښودنه کې وسره همیشنی مرسته ونه سپموی ځکه چې ددښمنانو په پټن ځایونو کې ولسی مرسته اړینه بریښی او د امنیت په تامین کې ښی لاس ته راوړنی ترلاسه کیدای شی.

نوښه به وی چې دولسونو ملاتړ پراختیا ومومی او دتیری کوونکو په لټون کې دهیڅ ډول مرستی څخه دریغ ونه شی.

ډاډه یو چې دهری ورځی په تیریدو سره به ستونزمنیاو سختی ورځی تیری شی ځکه چې جګړه دزیاتو ناخوالو سره ملګری وی کله دنیمګړتیاو له امله ستونزی زیاتی شی او کله هم د امکاناتو له مخی خو ددی ټولو ترڅنګ ولسی واکمنی دخپلی ځانګړی پاملرنی له مخی لیواله دی چې دملی وسله وال پوځ تشی را ډکی کړی او دمرسته کوونکو هېوادو ژمنی چې دتمویل او تجهیز په برخه کې ترسره کړی په پرله پسی توګه تعقیب او دعملی کیدو په هکله یې ډاډ ترلاسه کړی.

اوس دتیر په پرتله په ملی وسله وال پوځ کې بدلون رامنخ ته شوی تمه ده چې دښوونیزو چارو سره جوخت په تجهیزاتی برخه پیاوړی او په جګړه کې به د ډیرو تلفاتو دمخنیوی لارومندل شی. ځکه دملی وسله وال پوځ په لیکو کې اصلاحی چاری په بشپړیدو دی او دجګړی دبڼی په بدلون سره به زیاتی لاس ته راوړنی ترلاسه شی ځکه چې په جګړه کې دجګړی مدیریت سوق او اداره اړینه بلل شوی او ښه مدیریت کولی شی چې چاری په سمه توګه سمبال او ددښمن په اړه ښه معلومات ولری.

څرګنده ده چې په جګړه کې مرګ  ژوبله ملګری وی خو په هېوادنی مینی سمبال سرتیری دمرګ ژوبلی څخه مخ نه اړوی اوپه دی ویاړی چې په هېواد ساتنه بوخت او په دی لاره کې سرورکول ورته ویاړ ښکاری. هېوادوال دتیرو او اوسنیو جګړو بهیر لیدلی هیڅ وخت به تیره کوونکو دتیری پرمهال لاس ته راوړنی نه وی ترلاسه کړی او تیری کوونکی به کې تراوږد مهاله په جګړییزه سیمه کې نه وی پاتی شوی ځکه میړنی سرتیری سرورکوې خوسنګرنه ورکوی همداوجهه ده چې تردی دمه مخالفو وسله والو ډلو کوم ستراتیژیک مهم ځای ذګی تراوږد مهاله نه دی ترلاسه کړی او دیوه غلچکی برید وروسته په شاتلو ته اړایستل شوی نوځکه هېوادوال ډادمن دی چې باتوره او سرښندونکی ملی وسله وال پوځ به په هر رنګه شرایطو کې دخپلی خاوری څخه ساتنه وکړی او ترهغه به جګړه وکړی ترڅو چې دښمن سولی ته اړشی.

د دلو په شپږمه نیټه دملی دفاع وزیر اسدالله خالد دکنړ ولایت ته دخپل سفر په ترڅ کې دملی وسله وال پوځ دسرتیرو دشهیدانو دکورنیو سره په لیدوکتو کې وویل چې موږ به هڅه وکړو چې سوله رامنځ ته شی ترڅو نور دمیندو اوښکی ونه بهیږی خوکه دښمنان په جګړه ټینګار کوی نو دهېواد سرښندونکی بچی به د دښمن تیری کوونکو ته مناسب ځواب ووایې او هیڅ وخت به یې پری نه ږدی چې په جګړه کې دښمن لاسته راوړنی ترلاسه کړی موږ برحق یو او دخپل هېواد او خلکو د امنیت خوندیتوب خپله دنده بولو نو پرځای به وی چې مخالفی وسله والی ډلی نور دپردیو دلمسون پرځای په خپله خوښه او اراده دسولی د رامنځ ته کیدو له پاره تیاری ونیسی او ددی وروسته د وران ویجاړ هېواد په بیا جوړونه کې برخه واخلی ځکه چې دجګړی وروستی پایلی خبری اتری او سوله ییزه موافقه وی نومناسبه به داوی چې نور بی ګناه هېوادوال ونه وژل شی او دجګړی پرځای تل پاتی سوله چې ټول هېوادوال پکښی په هوساینه کې ژوند وکړی رامنځ ته شی او دپرمختګ له پاره ګړندی او ګډی هڅی پیل شی ترڅو وروسته پاتی هېواد د نورو هېوادو سره دسیالی په لیکه کې سیال شی.

ع- متین

ممکن است شما دوست داشته باشید