روزنامه ملی انیس

تمه ده چې د اوسنی تاوتریخوالی کمښت دتل پاتی سولې لامل وګرځی

دادی د ډیرو انګازو را وروسته په هېواد کې دسوله ییزو هڅو له امله چې د بین الافغانی خبرو دپیل کیدو له پاره پیل شوی دیوی اوونی د تاوتریخوالی په عملی کیدو سره به ولیدل شی چې سولی ته ژمنی خواوی کولی شی د ژمنو په عملی کیدو سره دباور فضا رامنځ ته کړی او د اوربند ترڅنګ بین الافغانی خبروته چې مالکیت یې د افغانانو په غاړه وی لار هواره او د جګړی په پای ته رسیدو هر اړخیزی خبری پیل شی.

تمه وه چې دتاوتریخوالی پرځای دتیر په څیر اوربند یوځل بیا تجربه شوی وی ځکه په تیر اوربند کې نړیوالو ته وښودل شوه چې افغانان کولی شی چې دجګړی پرځای په اوربند کې خپل منځی شخړی هواری او دمناسبو لارو په لټون سره سوله رامنځ ته کړی. نوله دی کبله هېوادوال بیاهم خوښ ښکاری چې په جګړه کې ښکیلی غاړی دتاوتریخوالی په کمښت راضی شوی هیله ده چې ښکیلی غاړی دخپلو ژمنو له مخی د تاوتریخوالی په کمښت ټینګ نظارت وکړی او پری نه ږدی چې دلاس وهنی له امله دښکیلو غاړو ترمنځ بی باوری رامنځ ته شی. ځکه په افغانستان کې داسی ډلی شته چې د افغانانو دمرګ  ژوبلی دکمښت سره موافقه نه لری هڅه کوی چې په یوه ډول نه یو ډول تاوتریخوالی ته لمن ووهی او د افغانانو په مرګ  ژوبله کې زیاتوالی راولی. اوس چې د امریکا او مخالفو وسله والو طالبانو ترمنځ دتاوتریخوالی دکمښت آزمایښتی هوکړه پیل شوی د امریکا دبهرنیو چارو وزیر پمپیو په خپلو څرګندونو کې ټینګار کړی چې دیوی اوونی دتاوتریخوالی په بهیرکې به ولیدل شی چې مخالف وسله وال طالبان کولی شی چې دتاوتریخوالی کمښت ته وفادار پاتی شی او که تاوتریخوالی ته به ادامه ورکړی.

افغان دولت چې دسولی هرقدم په عملی توګه اخستل کیږی هرکلی یې کوی او دسولی له پاره یې کټور بولی نوځکه ولسمشر محمد اشرف غنی دسرقوماندان په توګه ټولو ملی امنیتی او دفاعی ځواکونوته لارښوونه وکړه چې دجمعی دشپی د ۱۲ بجو وروسته په خپلو قرارګاو کې ووسی او دخپل ځان او خلکو څخه دفاع وکړی ترهغه چې دتیری سره مخامخ شی نوکولی شی چې له ځان او هېوادوالو څخه دفاع وګړی. دغه راز لارښوونه یې وکړه چې د داعش او القاعده ډلو په وړاندی خپل عملیات جاری وساتی او دهېوادوالو امنیت دخوندیتوب له پاره دهیڅ ډول هڅو څخه دریغ ونه کړی.

دکورنیو چارو وزیر مسعود اندرابی هم دتاوتریخوالی دکمښت په هکله د ژمنو پلی کیدو ته تیاری وښود او دتیری او تاوتریخوالی دکمښت څخه دسرغوړنی پرمهال یې دهرتیری کوونکی ځواک  دله منځه وړلو له پاره دچمتوالی ډاډ ورکړو هغه زیاته کړه چې دسرغړونکو په وړاندی نه تنها موږ بلکی بهرنی پوځی ځواکونه به هم دغوڅ چلند څخه کار واخلی.

مناسبه به وی چې دسولی له پاره پورته شوی اقدام په پوره ژمنتیا سره عملی بڼه غوره کړی ترڅو دیوه باور له مخی دسولی د رامنځ ته کیدوله پاره نوره راپاتی شوی لارهم په ډاډګیرنی سره ووهل شی او افغان ولس له پاره د را پیدا شوی چانس څخه دسولی د رامنځ ته کیدو په ګټه کار واخستل شی همدا اوس د ډله ییزو رسنیو د رپوټونو له مخی چې دهېوادوالو دنظر پوښتنی له مخی را خپاره شوی د ډیرو هېوادوالو مړاوی شوی هیلی بیا راټوکیدلی تمه لری چې روانی سوله ییزی هڅی به د افغانانو ترمنځ دخبرو اترو له پاره لار هواره کړی او که خدای(ج) کول دجګړی څو کلنه مظبوته شوی غوټه به د افغانانو په لاس را پرانستل شی.

ځکه چې افغانان کولی شی خپل منځی شخړی دیوه بل په زغملو سره حل کړی او دنورو هېوادو په څیر په ګډه دهېواد په پرمختګ او ټولنیزو آسانتیاو په رامنځ ته کیدو کې ګړندی او عملی ګامونه پروته کړی.

خوخواشینوونکی خبره داده چې دیوی خوا دسولی دبین الافغانی خبرو اترو دپیل کیدو له پاره ورځی رانیږدی شوی او دبلی خوا په هېواد کې دټاکنیزو پایلو په سرناندریزی څرګندونی رابرسیره شوی دی چې په زیاته پیمانه یې هېوادوال خواشینی کړی او په کور دننه یې خپل منځی بی اتفاقی دسولی درامنځ ته کیدو په وړاندی لویه ستونزه او خڼډګڼلی او وړاندوینی کوی چې دسولی له پاره دهواری شوی لاری په وړاندی د را پیدا کیدونکی خڼډونو څخه ډډه وکړی او ژر تر ژره خپل منځی ناندری هواری او دیوی همغږی له مخی دسولی روان بهیر په یو موټیتوب سره مدیریت شی ترڅو دهېواد دښمنان په دی ونه توانیږی چې په کور دننه د را پیدا شوی کړکیچ څخه ناوړه ګټه پورته کړی او دسولی روان بهیر دخڼډ سره مخامخ شی. ځکه ډیری هېوادونه هڅه کوی چې په هېواد کې جګړه پایښت ومومی او خپلی ناوړه ګټی دجګړی په بهیرکې ترلاسه کړی نو په افغانانو ده چې خپل منځی شخړی یوی خوا ته پریږدی او دهېواد دملی ګټو دخوندیتوب او همیشنی سولی د رامنځ ته کیدو له پاره عملی ګامونه پورته کړی.  

هارون

ممکن است شما دوست داشته باشید