روزنامه ملی انیس
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

تعلیم او پوهه په وړیا توګه نه ترلاسه کیږی

شاعر په دی اړه څه ښه ویلی دی! بی زحمته راحت نشته زما وروره که عزت غواړی زحمت وګاله وروز ځوانان او د سلیم عقل خاوندان باید د ژوند یوه ګړی بی ځایه او عبس تیره نه کړی او د ژوند له هر فرصت څخه باید د ځان، ټولنی او د هیواد په بیارغونه او سمسورتیا کی ګټه واخلی او دا یو څرګند حقیقت دی چی ځوانان د ټولنی د ملاتر جوړوی او دوی د خپلی انرژی او پوهی په وسیله کولای شی خپل هیواد ته د ښه خدمت جوګه شی. خو شرط داده چی ځوانان ځانونه، په تعلیم او پوهی باندی سمبال کړی. خو تعلیم او پوهه په وړیا توګه نه ترلاسه کیږی. هغو ځوانانو چی د خپل ښه راتلونکی او هوسا ژوند لپاره یی ژور فکر کړی هغوی د تعلیم او پوهی د لاسته راوړلو لپاره یی زحمت ګاللی، خولی یی توی کړی دی او تعلیم پسی منډه کړی، بی خوبی ګاللی دی خپل مغز او عقل یی پکار اچولی او ځان یی د علم او پوهی په گانه سمبال کړی دی. هغوی اوس په ټولنه کی ښه آرامه ژوند، نیک نوم او د لوړ مقام خاوندان دی او چاته احتیاج ندی او خیرښیګنه یی هم نوروته رسیږی خو دا یو څرګنده واقعیت دی چی تعلیم یافته خلک او د پوهی خاوندان همیشه بریالی دی او د خپل انسانی ژوند او خپلی کورنی اړینی اړتیاوی په آسانه او ښه صورت تامینولی شی. همدارنګه دوی خپل کوچنی ماشومان د خپلی پوهی په وسیله ښه روزلی شی او د ښوونځی او زده کړو د اړتیا وړ شیان لکه قلم، کتاب، کتابچی، دریشی او نوری اړتیاوی د ضرورت په وخت کی بی له کوم ځڼده ورته برابرولای شی او هغه واجد شرایط ماشومان چی په نوی تعلیمی کال کی ښوونځی شاملیزی هغوی د ښوونځی په یونیفروم باندی سمبال ښونځی ته ورننوځی دغه د خودکفا کورنیو زده کوونکی بیا د استادانو له ښه سلوک او مهربانی څخه هم برخمن کیږی. خو برعکس هغه زده کوونکی چی د ښوونځی یونیفورم او د زده کړی اړین وسایل د فقر او بی وسی له امله په واک کی نه لری همزمان ناداره زده کوونکوته له همدی لومړی ورځی نه فکر او سوال پیداکیږی او وایی ای کاش زما پلار هم د دوی د پلرونو په شان ډیری پیسی درلودای چی مونږ ته یی هم د زده کړی وسایل او امکانات برابر کړی وایی؟ خو د سلیم عقل، پوهی او دانش په وسیله سالم رقابت پیل کیږی او ورو، ورو د خولو په تویولو او زده کړی په وسیله ځوانان د ژوندانه لوړو پوړیو ته ځان رسولی شی او د بشر د متمدنی نړی له کاروان سره ځان یوځای کولای شی.
خو تعلیم او زده کړه یوه اوږده پروسه ده چی په یوه ورځ څو ورځو کی او څو میاشتو کی سړی هدف ته نشی رسیدلای. زده کړی همت غواړی، جرات غواړی، حوصیله غواړی او خوځښت غواړی ترڅو بریالی او د نورو په شان هدف ته ورسیږی او ښه آرام ژوند خپل کړی او هم وطن ته د ښه خدمت مصدر وګرځی اوس هرکال یو زیات شمیرځوانان د لوړو زده کړو لپاره بهرنیو هیوادوته په رسمی او شخصی ډول ځی خو د معلوماتو له مخی کله چی ددغو زده کړیالانو تحصلی دوره پای ته رسیږی، ځینی ځوانان بیرته خپل هیوادته، نه راستنیږی. خوانانوته باید انګیزه ورکړل شی چی دا وطن په ځوانانو حق لری چی زوکړه یی پکی کړی ده، آبادول یی پر مونږ فرض دی نو لازمه ده چی خلک او د حکومت مسول چارواکی د تحصیل کرده ځوانانو د پاره یی چی څرنګه د زده کړو زمینه ورته برابره کړی ده په ټولنه کی د کار زمینه هم ورته برابر شی بل د ځوانانو له پوهی او انرژی څخه باید د وطن د بیاجوړونی په برخه کی ورنه موثره استفاده وشی او ګټه واخستل شی.
همدارنګه پر ځوانانو باندی باید پانګونه وشی ځکه وطن په یوازی نه جوړیږی، افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی. راځی په ګډه یی جوړ کړو، د پره دو په غولونکو خبرو او وعدو مه غولږی. له ځینی هیوادوالو څخه کله ناکله اوریدل کیږی او وایی: وپه مایی څه» دا د ناپوهی خبری او ګیلی باید له دماغ څخه لری کړو، ځوان باید په ډیری هوښیاری قوی عزم او ارادی سره وطن ته د خدمت کولو هوډ ولری، لومړی ځان په تعلیم او پوه سمبال کړی او بیا دا وران ویجاړ وطن چی د تپل شوی جګړی په وسیله په کنډواله بدل شوی دی او د افغانستان دښمنان مو لاهم نه پریږیدی چی خپل وطن ورغوو په کمین کی ناست او په مختلفو پلمو هره ورځ ډول ډول دسیسی راته جوړوی او نه مو پریږدی چی په خپلوکی سره یو شو او روغه جوړه وکړ او یو موتی او یو لاس شو. نن ۲۱ مه پیړی ده او د تکنالوجی عصر ده ځوانان باید له خوب نه راویښ شی، څیړنی وکړی تحقیقات وکړی او ځانونه د نړی د ځوانانو په شان سیال کړی بل ځوانان باید د سولی او روغی جوړی نوښت په خپل لاس کی واخلی که څه هم پدی وروستیو کی د افغان سولی لپاره په دوحه کی زمینه برابره شوی ده خو دغه زمینه اوس د افغانانو د خپلمنځی اختلافاتو او تاوتریخوالی له منځه وړلو لپاره یوښه فرصت ده چی ګټه تری واخستل شی او دا طلایی فرصت باید ضایع او له لاسه ورنکړو ک خدای مکړه دا فرصت مو له لاسه ورکړ. بیا به افسوس کوو خو بیا به څه لاسته نه راځی او راتلونکو نسلونو ته به هم ملامت او شرمنده یو اوس په دوحه یا روسیه او یا ترکیه او یا کوم بل هیواد کی د افغان سولی لپاره ناستی جوړیږی که د ښه نیت له مخی وی او د افغانانو پکی خیروی د هغو ناستو ستاینه کوو مګر په ډاګه باید ووایم چی مونږ افغانان با عزته سوله غواړو، تحمیلی سوله نه غواړو داسی سوله غواړو چی زمونږ ارزښتونه پکی خوندی وی. اوس هغه وخت نده چی څوک دچا په لاپو او شاپو وغولیږی نن هغه وخت نده چی ووایی زه د فلانی با بالمسی او یا د فلانی باباکړ و سی یم نن خلک او نړی پدی حساب کوی چی څه لری اوس د نړی هیوادونه د هغوی د مصونیت، پرمختګ او اقتصادی پیاوړتیا له مخی ځای او مقام لری اوس پوښتنه کیږی چی اقتصاد، دی په کوم حالت کی دی تکنالوژی لری کنه؟ زراعت او صنعت دی په کوم حالت کی دی کورنی او ولس دی په ګده موړ دی کنه.
خپل تولیدات لری کنه؟ همدارنګه د ملک صادرات دی څه دی او په کومه کچه دی، او د کانی زیرمو د استخراج پوهه دی تحصیل کرده ځوانان لری کنه او هم د کانونو د استخراج امکانات درسره شته کنه؟
دا ټول هغه څه دی چی د علم او پوهی پوری اړه لری او د هیواد د آبادی او بیا رغونی ورځنی چاری ورباندی ترسره کیږی او مونږ د متمدنی نړی له کاروان سره یوځای کوی که د الله(ج) رضاوه خو د الله(ج) رضا او پیروزینه زمونږ د مسلمانانو ښه نیت او اعمالو پوری اړه لری.اختر محمد اکاخیل

ممکن است شما دوست داشته باشید