روزنامه ملی انیس

تروریزم او ترهګرۍ یو ګډ ګواښ دی

تروریزم او ترهګرۍ د یو ګد ګواښ په توګه لاتراوسه هم سیمه ګواښوی ، چې ددې ګواښ د مخنیوی لپاره د یوې ګډې همغږه مبارزې پرمخ بیول یولومړیتوب دی او په دې اړوند د افغان دولت چارواکو تل ټینګار کړی دی، البته دافغانستان داسلامی جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غنی په المان کې د مونیخ امنیتی کنفرانس په څنډه کې دامریکا متحدو ایالتونو د سنا جرګې له یوشمیر غړو سره هم کتنه ترسره کړی ، چې په دغه کتنه کې دواړو لوریو  دسولې پروسې او دافغانستان  او سیمې د امنیتی وضعیت په اړه بحث او خبرې کړیدی ، امریکایی لوری ددې په څرګندولو سره چې موږ دسولې په برخه کې د افغان حکومت له هڅو ملاتړ کوو داسې ویلی دی : له افغانستان څخه به  دامریکا ملاتړ دوامداره وی او موږ به دیوه متحد ستراتیژیک په توګه د افغانانو ترڅنګ پاتې شو ، همداراز جمهوررئیس غنی هم د سولې پروسې او په دې برخه کې د افغان حکومت دهڅو او تعهد په اړه په خپلو خبروکې  داسې ویلی دی : تروریزم افغانستان او امریکا ته ګډ ګواښ متوجه کړی اوباید له دغې شومې پدیدې سره د مبارزې په برخه کې ګډې هڅې وشی ، نوموړی دسولې په اړه ویلی، هیله لرو طالبان له جګړې لاس واخلی ، اوربند او پایداره سوله ومنی  ، افغان ولسمشردا هم ویلی : نن زمونږ هیواد او ظرفیتونو تغییر کړی ، د ولسواک نظام  بنسټونه پیاوړی شوی او زمونږ د امنیتی اودفاعی ځواکونو  وړتیاوې لوړې شوی دی ، زمونږ لید لوری سیمه ییز اتصال او د سوداګریزو او ترانزیتی اړیکو پراختیا ده

بناءٍ سره له دې چې زمونږ په ګران هیواد سرلوړی افغانستان او افغان مظلوم ولس روانه بدمرغه جگړه له کابو څلورو لسیزورا په دیخوا د پردیو له لورې تپل شوې او په دې لړ کې هم په ستره کچه افغان ولس ته نه جبیره کیدونکی ځانی او مالی زیانونه وراوختی دی ، نو په دی کې هم هیڅ شک نه شته چې په افغانستان کې د روانو جګړو ترشا دسیمی داستخباراتی سازمانونو اوپه ځانګړی توګه دځینو ګاونډیو هیوادونو داستخباراتی شبکو پراخ لاس دى اودغه مغرضی استخباراتی شبکې دخپلو ناوړو موخو دتحقق لپاره دافغان حکومت ټول وسله وال مخالفین اوپه ټولیزه توګه ترهګریزی ډلی په خپله غیږه کې ساتی، روزنه اوپالنه یی کوی، تجهیز کوی یی اوبیا وروسته یی دخپلو ګټود ترلاسه کولو په موخه دافغانستان په شمول دسیمی اونړۍ یو شمیر هیوادونو ته د تخریبی او تروریستی اعمالو ترسره کولو ته هم ورلیږی ، بناً ددغه ګواښ د مخنیوی لپاره په نړیواله او سیمه ییزه کچه همغږې مبارزې ته ډیره اړتیاده  او په حقیقت کې دا یو لومړیتوب هم دی، ځکه ترهګرۍ د بشریت پروړاندې یو ګواښ دی .

بناءٌ په ټوله کې د نظر خاوندان هم په دې اند دی چې تروریستان باید امن خوندی ځایونه ونلری او له داسې وسایلو او ابزارو څخه چې ورباندې تروریستی فعالیتونه وکړی، باید محروم شی، دې موخې ته د رسیدو لپاره باید سیمه ییزه او نړیواله همکاری زیاته شی ، ځکه په یوازی ځان هیڅ هیواد نشی کولای چې د تروریستانو ګواښ له منځه یوسی او په  سیمه کې د تروریستانو دګواښ د مخنیوی لپاره باید سیمه ییزهیوادونه هم په ګډه کار وکړی ، او ټول هیوادونه باید د هراړخیزامنیت او ډاډمن ثبات د ټینګښت او د خپلو خلکو دهوساینې په موخه د سولې راوستلو لپاره ټول په سیمه ییزه روحیه کار وکړی ترڅو مثبتو پایلو ته ورسیږی.

البته ددې ټکی یادونه هم اړینه ده چې په ټوله کې د نړیوالو له لوری باید پرهغو هیوادونو چې په یو ډول نه یوډول دترهګریزو ډلو ننګه اوملاتړ کوی او هم افغان سوله ننګوی په عملی ډول ځانګړی فشارونه  رواړل شی ترهغه چې دوئ په رښتینی توګه دترهګرو له ملاتړ ، تمویل او تجهیز څخه لاس په سرشی ترهغو چې هم په افغانستان کې دباعزته سولې او دایمی ثبات منځته راتلوته زمینه برابره شی او په سیمه ییزه او نړیواله کچه دترهګریزو کړیو د ناوړه فعالیتونو د ترسره کیدومخه ونیولی شی او په ټوله کې دغه پدیده چې د بشریت سوله او هوساینه ګواښوی له منځه یو وړل شی.

بناً کلونه کلونه افغان جګړه ځپلی ولس هم په دې تمه او هیله دی چې په نړیواله او  سیمه ییزه کچه او په ځانګړی توګه په افغانستان کې د افغان سولې او په سیمه کې د ډاډمن ثبات د رامنځته کیدو په اړه په سیمه ییزه او نړیواله کچه را پیل شوی هڅې او خوځښتونه مثبتې پایلې را ونغاړی او په دی اړوند هر ډول ژمنې په عمل کې پلې شی ترهغه چې په ټوله کې تروریزم ، ترهګرۍ او اورپکې ګواښ له منځه یووړل شی او په دې ډول دافغانستان په شمول د سیمې او نړۍ پرهیوادونو هم مثبتې پایلې پرځای پریږدی ترهغو چې په ټوله کې بشریت د تروریزم او ترهګرۍ له ګواښ څخه په تلپاتې ډول خوندی شی .

ش، شاهین

ممکن است شما دوست داشته باشید