روزنامه ملی انیس

ترهګرییز بریدونه دی بند او سولی ته دی لار هواره شی

افغانان چی د ډیرو کلو راهیسی د جګړی ناخوالی زغمی تمه لری چی د افغان دولت سوله ییزی هڅی به د جګړی اوربند او سوله به رامنځ ته شی ځکه د دولت واکمنان د یو لړ عملی کړنلارو له مخی په دی وتوانیده چی د سولی له پاره لار هواره کړی او د هغو خڼډونو په له مینځه وړوکی هڅی پیل کړی کوم چی خورا پیچلی او ستونزمن ښکاریده ځکه روانه جګړه چی د سیمی او نړی په کچه د یوی اجماع له مخی پای ته رسیدای شی نو د اسلامی جمهوریت جمهور رییس وتوانیده د نړیوالو د ملاتړ په ترلاسه کولو د سولی لار غوره او د رامنځ ته کیدو له پاره یی په نړیواله کچه هڅی رامنځ ته کړی. لیدل کیږی چی نړیوال زموږ په هیواد کی روانه جګړه له نیږدی څاری نو له دی امله د مختلفو لارو څخه د جګړی په ښکیلو غاړو غږ کوی چی سوله وکړی او جګړه بنده کړی خو لا اوس هم جګړه نه ده کمه شوی او مخالف وسله وال طالبان د جګړی پراختیا او تازه ساتلو ته لمن وهی غواړی چی د خبرو ترڅنګ په افغان وژنه کی زیاتوالی راولی او د ویر او ویری اچونی لمن پراخه کړی چی دا مهال په ځینو ولایتونو کی د جګړی د سختوالی او مرګ ژوبلی انګازی د هر وخت په پرتله رازیاتی شوی خو افغان ملی امنیتی او دفاعی ځواکونه چی د هر تیری کوونکی ځواک په وړاندی د اوسپنیز دیوال په څیر خپلی سینی سپر کړی نه پریږدی چی جګړه غوښتونکی د جګړی له لاری لاس ته راوړنی ترلاسه کړی. منو چی په جګړه کی مرګ ژوبله شتون لری خو داسی لاس ته راوړنی به ترلاسه نه شی چی د هیواد دښمنان ورباندی حساب وکړی. افغان دولت چی د هیواد په ټولو سیمو کی د دولتی واکمنی له مخی هیوادوالو ته د خدماتو په وړاندی کونی بوخت دی او د هغو لارو په لټون کارکوی چی میشتو وګړو ته د ژوند اسانتیاو رامنځ ته کړی خو مخالف وسله وال چی جګړی ته لمن وهی زموږ راجوړشوی پلونه او پلچکونه ورانوی ښوونځی سوزوی او نور عام المنفعه تاسیسات ورانوی وبه نه توانیږی چی له دی لاری د خلکو په منځ کی ځای پیدا کړی او یا د هیوادوالو ملاتړ ترلاسه کړی. ځکه هیوادوال د جګړه مارو له ناوړه عملونو څخه ستړی شوی او په وړاندی یی کرکه څرګندوی نو له دی کبله د دولت سره د ملاتړ ترڅنګ د ملی امنیتی او دفاعی ځواکونو سرښندنی ستایی او د هغوی د لیکو د پیاوړتیا له پاره هره ورځ ډلی ډلی ځوانان په خپله خوښه د جلب او جذب ادارو ته وروځی او د خپلو میړنیو سرتیرو سره یو ځای کیږی هغوی د خپلو دندو پرمهال ژمنه کوی چی د خپلو شهیدانو لار تعقیبوی او د هیواد د لویشت لویشت څخه د دفاع سنګر نه وردانګی. او د جګړه غوښتونکو تیری کوونکو هڅو ته مناسب ځواب وایی. باوری یو چی دولتی مسولین به د سولی د هڅو ترڅنګ د ملی وسله وال پوځ تشی او نیمګړتیاوی راډکی کړی ځکه چی د سولی د خبرو ترڅنګ چی مخالف وسله وال طالبان جګړی ته لمن وهی نو افغان دولت هم د خپلو تیاریو له پاره د هیڅ ډول هلوځلو څخه دریغ ونه کړی او د خپلو نړیوالو دوستانو څخه د هغو ژمنو په عملی کیدو کی بیړه وکړی کومی چی زموږ د ملی امنیتی او دفاعی ځواکونو د پیاوړتیا او ملاتړ له پاره اړینی دی. منو چی نړیوال د افغان دولت څخه د ملاتړ ترڅنګ د ملی وسله وال پوځ سره د مرستو د دام څخه لاس نه دی اخیستی او په یوه تازه راخپاره شوی رپوټ کی چی د ناټو د غړو هیوادو د وروستی غونډی څخه راخپور شوی ژمنه شوی چی ۲۰۲۴م کال پوری به د ناټو سازمان غړی هیوادونه د ملی امنیتی او دفاعی ځواکونو تمویل او تجهیز ته دوام ورکړی دغه راز دناټو سرمنشی ینس ستولتنبرګ په افغانستان کی د تاوتریخوالی زیاتیدل د سولی د پروسی په زیان وباله او ډاګیزه یی کړه چی ناټو تړون به حتا که یو شمیر امریکایی پوځیان له افغانستانه ووځی هم ترهغه وخته له افغانستانه ونه وځی چی ددی هیواد امنیتی وضعیت ښه شوی نه وی. د ناټو سرمنشی په مخالفو وسله والو طالبانو غږ وکړو چی پرخپلو ژمنو عمل وکړی او د تاوتریخوالی په کمولو اوربند ته لار هواره کړی د ناټو غړو هیوادو سرمنشی ددی تړون د غړو هیوادونو له دفاع وزیرانو سره د آنلاین غوڼدی په درشل کی د دوحی بین الافغانی خبروته په اشاری وویل: دوحی خبری نسلونو ته د سولی ترټولو ښه چانس په لاس ورکوی. دوی باید د ښځو او نجونو په شمول د د تیرو دوولسیزو په لوړه بیه ترلاسه شوی بریاوی وساتی. ناټو د افغانستان اوږدمهاله امنیت ته ژمنه ده او یوازی تیره اوونی د ناتو غړو او شریکانو تر ۲۰۲۴م کال پوری د افغان امنیتی او دفاعی ځواکونو د مالی ملاتړ ژمنه تازه کړه، هغه په همدی توګه وویل: طالبان باید په خپلو ژمنو عمل وکړی او د تاوتریخوالی په کمولو سره اوربند وکړی دوی باید له القاعدی او نورو نړیوالو ترهګرو ډلو سره اړیکی وشلوی او په صداقت خبری وکړی. ستولتنبرګ د ځواکونو د ایستلو په اړه وویل: موږ به په ګډه پریکړه وکړو، خپلی هڅی به د اصولو پراساس همغږی کړو په ګډه به د ځواکونو شمیر تنظیم او کله چی شرایط برابر شول هله به یوځای ووځو خو تردی وړاندی نه وځو.
د ناټو د سرمنشی څرګندونی په داسی وخت کی راخپری شوی چی مخالفو وسله والو طالبانو په هلمند، تخار، غور او اروزګان کی خپلی حملی زیاتی کړی چی له امله یی زموږ یو شمیر هیوادوال د خپلو کورونو څخه بی ځایه شوی دی. خو د افغان ملی امنیتی او دفاعی ځواکونو د مسولینو له خولی راخپاره شوی رپوټونه وایی مخالفو وسله والو طالبانو حملی په شاه تمبول شوی او د هلمند په ولایت کی یی د لشکرګاه د نیولوپلان خنثی شوی دی او په وړاندی یی د پاک سازی عملیات روان دی ځینی ځایونه بیرته نیول شوی او ډیر ژر به سیمه د مخالفو وسله والو له شتون څخه پاکه شی. دا په داسی حال کی ده چی دولت مخالفو وسله والو طالبانو ته د سولی د خبرو له پاره غږ خلاصه کړی او په دوحه کی یی مرکچی پلاوی په خبرو بوخت دی خو طالبان چی د جګړی او افغان وژنی څخه بل پلان نه لری وخت ضایع کوی او د سولی د رسمی خبرو د پیل کیدو په وړاندی خڼډونه او ستونزی رامنځ ته کوی خو افغان دولت چی د جګړی د ټولو ناخوالو سره سره سولی ته ژمن دی د پراخی حوصلی له مخی د سولی خبروته تیاری ښایی غواړی چی د افغانانو څوکلن جګړییز ناورین د خبرو له لاری حل او د هوسا ژوند څخه برخمن شی.

ممکن است شما دوست داشته باشید