روزنامه ملی انیس

بی پری خپرونی به دهوساینی له پاره ښه ګام پورته کړی

دولتی واکمنی غوره او ارزښتناکه لاسته راوړنه د ډله ییزو رسنیو خپلواکۍ ده چې په خپرونوکې بی پری او دملی ګټور دخوندیتوب په پام کې نیولو سره دهغو نیمګړتیاو په راسپړنه کې مرسته وکړی کوم چې  ددولت له پامه غورځیدلی وی.

داکړنی د اصلاحی چارو په سمون کې خورا په زړه پوری او دپام وړ لاس ته راوړنی درلودلی شی نوځکه خلک ټینګار پردی کوی چې رسنی باید دهېواد د اوسنی نازک او د اندیښنو ډک حالات څخه دوتلو په کار کې داسی چاری ترسره کړی چې هېوادوال ډاډمن او دپیښو په وړاندی یوموټی شی. خو په خواشینی سره ویلی شو چې ځینی ډله ییزی رسنی کله کله دخپلو تنظیمی او قومی موخو له پاره بی پری نه ښکاری او داسی خپرونو ته لمن وهی چې هېوادوال اندیښمن او ملی یووالی زیانمن کوی.

باید ومنو چې دا مهال زموږ په هېواد کې لا درسنیو په وړاندی دځینو مسؤلینو چلند دنیوکې وړګڼل کیږی ځکه ډیری وخت دځینو پیښو په هکله دمعلوماتو ورکول ستونزمن ښکاری او ځینی بیا د واقعیتونو څخه ډډه کوی له دی کبله ډیری پیښی له خبرتیا پرته پاتی کیږی خوکله بیا ځینی رسنی ځینو پیښوته دومره لمن وهی ترڅو چې یوه کوچینی پیښه پر لویه پیښه بدلون ومومی.

همداوجهه ده چې هېوادوال دبی پری رسنیو په خپرونوی بی باوره کیږی او دملی ګټو دخوندیتوب له پاره یې غوره نه ګڼی.

منو چې اوس هم دنوی را ټوکیدلی دموکراسی له برکته درسنیو له پاره دآزادو خپرونو لار هوره شوی، خو په ټوله کی دهیواد دسیاسی یخوالی کچه لا دومره نه ده لوړه شوی چی دنیوکو زغم دی ولری او یادی دخپرونو پرمهال دنیمګړتیاو او تشو راډکیدو ته خپله پاملرنه راوګرځوی ځکه دنړی زیات دموکراسی پلوه هیوادونه په دی باور دی چی دخپرندویه رسنیو له پاره داسی چاری په واک ورکړی چی دټولو ناوړه کارکړنو په هکله ددی توان ولری چی دناوړه پیښو او کړنو په هلکه تر هغه خپلو هڅوته دوام ورکړی ترڅو دهیوادوالو دقناعت او باور وړ وګرځی او په همدی توګه دهغو هڅو په وړاندی خڼډونه له مینځه ولاړ شی کوم چی دفساد درابربڼډیدو پرمهال رامنځته کیږی. خو دټولو نه غوره داده چی رسنیزی خپرونی بی پری څیره خپله کړی او ترڅنګ یی دهیواد دځمکنی بشپړتیا له زیان څخه ډډه وکړی او دهیواد دملی ګټو دلاغوړیدو له پاره دهیڅ ګواښ په وړاندی دورکړل شوی آزادی له مخی دواقعیتونو له خپریدو ناهیلی نه شی.اوس چی په هیواد کی دروانی جګړی دپای ته رسیدو له پاره مختلفی هڅی روان دی باید ومنو چی درسنیو دنده لاسخته او ستونزمنه ده ځکه ډیری خبری دبندو دروازو ترشاه ترسره کیږی خو هیوادوال تمه لری چی درسنیو له لاری وتوانیږی دخبرو په هکله معلومات ولری او دشتو اندیښنو په هکله معلومات ترلاسه کړی نو تمه پردی ده چی دسولی په وړاندی دشتو خڼډونو او دنیمګړتیاو له مینځه وړلو له پاره هڅی وکړی ترڅو دهیواد او خلکو په وړاندی خپله له هیلو ډکه دنده په ښه توګه ترسره کړی.باوری یو چی له هره اړخه درسنیو دنده پیچلی او ستونزمنه ده ځکه دهیواد دزده کړی دکچی ټیټوالی او په سیاسی ډلوټپلو ویشل شوی هیواد چی زغم کچه یی ټیټه بریښی نو دځینو واقعیتونو خپرول ورته سخته او ستونزمن دی خو دزړورتوب او هیوادنی مینی له کبله تردی دمه دیوشمیر رسنیو کارکوونکو خپل ژوند له لاسه ورکړی او په ډیری بی رحمی سره یی مرګ  قبول کړی دی خو ددی ډول ناوړه پیښو سره سره دهیواد درسنیز بهیر چی دهری ورځی په تیریدو سره یی دپیاوړتیا او غښتلتوب نښی را برسیره کیږی وبتوانیږی چی دنورو هیوادوالو سره په دی سخت او دآزمایښت ډکه لار دواقعیتونو په خپریدو سره ترمنزله ورسوی او دهیواد په آبادی کی دهر چا څخه دزیاتی برخی څخه برخمن شی.

ع- متین

ممکن است شما دوست داشته باشید