روزنامه ملی انیس

بین الافغانی خبری به برخه لیک ټاکوونکی وی

دهغه وخت راهیسی چې دملی یووالی دحکومت مشرتابه دسولی رامنځ ته کیدلو ته په خپلو کاری لومړیتوبونو کې ځای ورکړو او نړیوالوته یې په هېواد کې د اوږد مهاله جګړی دڅرنګوالی او دترهګرو د راټوکیدو او ملاتړ کوونکو په هکله روڼ او څرګند معلومات وړاندی کړو وی هڅول چې په خپلو کړو وړو او په سیمه کې د روانی جګړی د ژوری ارزونی له مخی هغه لارولټوی چې روانه بی ګټی او اوږد مهاله جګړه راقابو او دسولی رامنځ ته کیدو ته لار هواره شی. همداوجهه وه چې د امریکا جمهور رئیس ټرامپ دخپلو پوځی سلاکارانو پرمټ دجنوبی آسیا او افغانستان له پاره په نوی ستراتیژی کارو کړو او دعملی کیدوله پاره یې مناسبی لاری په ګوته کړی په ستراتیژی کې لارښوونه شوی چې پاکستان به دترهګرو دتمویل او تجهیز څخه ځان ژغوری او دترهګرو دښوونیزو او پټن ځایونو په له منځه وړوکې به دعملی مرستی څخه ډډه نه کوی. خو په خواشینی سره ویلی شو چې پاکستان چې په سیمه کې دترهګرییزی جګړی دپیل کیدو او پایښت څخه دسوداګرییزی ګټی اخیستنی په نیت دلاس وهنی دبندیدو پرځای دجګړی دپراخیدو او سختوالی لاری چاری ولټولی او د امریکا دستراتیژی څخه دسرغړونی ترڅنګ یې دهغو هېوادو سره اړیکی ټینګی کړی کوم چې د امریکا سره په سیاسی سیالی بوخت دی. خو دپاکستان ددی ټولو ناوړه او بی ځایه هڅو سره سره چې زموږ په هېواد کې دجګړی د اوږیدو او ورانی له پاره پرمخ بیایې تردی دمه یې لاس ته راوړنی نه دی ترلاسه کړی او د زیاتو تاوانونو سره مخامخ شوی دی ځکه چې دملی یووالی دحکومت دنوښتګر سیاست پربنسټ د پاکستان دوه مخی او مکرجن سیاست په وړاندی داسی چاری ترسره کړی چې اوس مهال په نړی کې دیوه بی ارزښته او دترهګرو دملاتړ کوونکو په ډله کې شمیرل کیږی. همدا اوس دپاکستان دپیلوماتیکی اړیکی د ډیرو بهرنیو سوله غوښتونکو هېوادو سره خوندوری نه بریښی اوپه نړیواله کچه یې باور له لاسه ورکړی دی. نو ځکه دا مهال دتیرو اشتباهاتو درغاونی له پاره یو لړ هڅی چې اوس هم داعتبار وړنه ګڼل کیږی په لاراچولی او د امریکایې چارواکو سره په لیدو کتو کی دسیمی او په ځانګړی توکه په افغانستان کې دسولی په رامنځ ته کیدوکې دمرستی ژمنه را تازه کوی او ډاډ ورکوی چې دیوی بین الافغانی مخامخ خبرو اترو ته به لار هوراه کړی. خویوشمیر کارپوهان په دی باور دی چې اوس هم پاکستان د افغانستان جګړی ته دیوی پروژی په توګه ګوری او هر وخت چې دسولی د رامنځ ته کیدو وړاندیز وشی نو پاکستان تری دیوه امتیاز په ترلاسه کولو کې ځان بی برخی  نه ګڼی نوله دی امله زیات شمیر هېوادوال دپاکستان پر ژمنو بی باوره ښکاری او په جګړه کې ښکیلی ډلی دی ته هڅوی چې پرپاکستان باورونه کړی او د تیرپه څیر خپلی مرستی پاکستان ته ورنه کړی ځکه پاکستان چې اوس دسخت مالی بحران سره مخامخ دی په دی لټه کې دی چې د روانو دپیلوماتیکی خبرو اترو څخه بیا مالی مرستی ترلاسه کړی او خپلی نیمګړتیاورباندی پوره کړی نوغوره به وی چې د امریکا او دهغی متحدین په ډیر احتیاط دپاکستان په وړاندی ګامونه پورته کړی ترڅو پاکستان اړ ایستل شی چې ژمنی بی رښتینی او عملی بڼه ولری. پوهیږو چې دپاکستان په هکله هرڅه روښانه شوی ځکه دترهګرو ځالی په پاکستان کې دی او دپاکستان دڅارګری اداری له خوا یې پوځی سمبالښت ترسره کیږی نوهرو مرو پاکستان کولی شی چې دجګړی ستونزمنه غوټه را پرانیږی او ستونزی دخبرو اترو له لاری هواری شی.

همدا اوس چې په نیږدی څو ورځوکې د امریکا دبهرنیو چارو د وزارت دځانګړی استازی په هڅو کومی خبری اتری روانی دی پاکستانی لوری یې خپله لاس ته راوړنه بولی او لوړ پوړی چارواکې یې دخپلو هڅو بیلګه ګڼی خوټینګار پردی دی چې په ژمنو کې رونټوب او دتیرو لاس وهنو پرځای د رښتینی او عملی لاری غوره کول به د دواړو هېوادو زیانمن شوی اړیکی باوری او په سیمه کې به داندیښنو لمن ټوله شی ځکه همدا جګړه ده چې دسیمی دهېوادو ترڅنګ یې نړیواله اندیښنه رامنځ ته کړی او ترهګرییزو فعالیتونو ته یې لار هواره کړی موږ ډاډمن یو چې دملی یووالی دحکومت سوله ییزه کړنلاره چې په نړیواله کچه دملاتړ وړګرځیدلی وبه توانیږی دجګړی دپراخیدونګی ګواښ دمخنیوی له پاره داسی لاری ولټوی چې جګړه پای ومومی او سوله رامنځ ته شی ځکه چې اوس دیوه نړیوال خوځښت له مخی یوشمیر هېوادونه په دی باوری شوی چې پرته د افغانانو ترمنځ دمخامخ خبرو اترو دسولی ټینګښت او رامنځ ته کیدل ناشونی ښکاری نوځکه دلوړ رتبه پلاو ترمنځ په خبرو اترو کې په بین الافغانی خبرو اترو ټینګار کیږی او یوازینی لار د افغانانو ترمنخ دخبرو اترو پیل کیدل ګڼی دسیمی په کچه دځینو هېوادوژمنی او دمخالفو وسله والو طالبانو سره لیده کاته جوتوی چې دامهال زموږ په هېواد کې دجګړی پرځای دسولی رامنځ ته کیدل اړین دی ځکه چې دسولی په رامنځ ته کیدو سره به دجګړییزو ګواښونو پرځای ښی سوداګرییزی اړیکی ټینګی او پراختیا ومومی او دهوساینی اوږد مهاله لار به رالڼډه شی. نو مناسبه به داوی چې زموږ دولسواکې دسوله ییزو هڅو په وړاندی ژمنی رښتینی او عملی بڼه راڅرګنده کړی او هرهغه څه چې د افغانانو دبرخلیک په هکله ورباندی خبری کیږی د افغانانو سره یې هرڅه شریک او په څرګنده او ښکاره توګه دستوزواو لاس ته راوړنو په هکله یې هېوادوال خبرتیا ترلاسه کړی ځکه د افغانانو پرته د افغانانو برخه لیک ټاکل به ستونزی هواری نه کړی بلکی داسی ستونزی به وزیږوی چې سیمه څه چې په نړیواله کچه به یې راقابوکیدل ستونزمن وی نو غوره به وی چې په سیمه کې شته ستونزو ته په سرسری نظرونه کتل شی او دبین الافغانی مخامخ خبرو پرته موافقی ونه شی ځکه چې عملی کیدل به یې ستونزمن او عملی بڼه ونه لری. 

ع- متین

ممکن است شما دوست داشته باشید