جریده «انیس»به عنوان نخستین روزنامه ملی کشور ، بخاطر تنویر اذهان عامه و آشـنایی آنان با دنیای معاصر، تعمیم عدالت و حیات قانونی در کشـور و فراهم سـاختن زمینۀ ارتباط فکری آنان با مردم جهان به تاریخ ۱۵ ثور ۱۳۰۶ مطابق ۵ می ۱۹۱۷م، با صاحب امتیازd و مسئولیت غلام محیالدین «انیس» با تیراژ ۴۵ نسخه اولین بارآذین چاپ یافت. جریده «انیس» درآغاز نشرات در مطبعه حروفی شرکت رفیق به طبع میرسید. ولی در اواسط سال دوم نشراتی، توانست از پول اشتراک و فروش جریده، مالک مطبعه شخصی شود و طبع و نشر جریده «انیس» را در آن صورت دهد.
عبدالهادی قریشی
دومه برخه
د: کورنۍ مشکلات دیوشمیر سیاسی تورو کړیو له لوری موجود دی، کوم چی دقدرت پرمهال یې ناوړه استفاده کړی په ناروا توګه یې سرمایه پیدا کړی نو دخپل مال منال او ځواک دساتلو له پاره خامخا ستونزی راپنځوی او په خپلو ناړامیو ګواښونو او سرټمبه ګیو سره قانون ته پښو لاندی کوی زورمندان داسې نه دی لکه عوام، بلکی دوطن دستونزو من عیال په توګه دی، چې هره شیبه کړکیچ جوړوی، او سیاسی تبلیغاتی، کاری مشکلات زیږوی.
په هر صورت متحده ایالات باید دخپل ځان، ځواکونو او د افغانستان دنجات او ستونزو دهوارۍ په پار پرپاکستان سیاسی، نظامی او پوځی فشارونه خورا زیات کړی.
پر طالبانو باندی باور ونکړی او که باورشی نو دبینالافغانی داجرا او هم دتسامح تساهل، تیریدنه (انعطاف) له پاره ورسره کاروکړی او داسې تبلیغات اولابیګری وشی چې له نورو سیمه ییزو هېوادونو سره اړیکه یې دبربادۍ لامل ګرځی، نوځکه پردوۍ دبندیزونه ولګول شی او په جلا وجهو د دوی تته څیره بربنډکړی. خورا زیات مثالونه شته چې سړی وژنه یې کړی ده او صرف د امارت د احیا په لټه کې دی نه دبشر دوستۍ…
په کور دننه مشکلاتو دهوارۍ له پاره قوی محوریت او مرکزیت په کار دی، د دموکراسۍ دسکې دوهم مخ مرکزیت او پوځیت دی قانونی کړنې، زړه ورتیا او قربانی ده.
هر څوک دخپل عمل په تله کې میزان ته راوستل او پوښتنه کول او حتماً ترحقوقی او صلاحیت په اډانه کې یې واک ورکول او متباقی یې قانون او دقانون انطباق ترڅو دهرچا او دهر زورمند، قاچاقبر، وسله وال دپروپاګندې، ګواښونې ننګونې بړاس راڅرګند شی ځکه چې عوام (په ټوله کې ملت او افغان شریف ولس) دوۍ نه غواړی بلکی سمه حکومتوالی، چوپړ او پرقانون ولاړ دولت غواړی، ځکه دوی زورمندان، مفسدین او دسیاسی ډګر تجاران او ټیکه داران به ناکام پاتې شی او داهم په افغانی جامعی کې یې دهوارۍ لاره ده.