روزنامه ملی انیس

اوسنی جګړییزی ستونزی دافغانانو ترمنځ هواریدای شی

په هیواد کی دروانی جګړی دپای ته رسیدو هڅی چی دملی یووالی دحکومت په رامنځته کیدو سره یی په کور دننه او بهر عملی خوځښت تر سترګو کیږی تمه ده چی لاسته راوړنی یی په  هیواد کی دسراسری او همیشنی سولی لامل وګرځی سوله چی دملی یووالی دحکومت دلومړیتوبونو څخه شمیرل کیږی دمختلفو لارو په لټون سره دهغو خڼډونو دله مینځه تلو له پاره کار پیل شوی کوم چی دهیواد ددښمنانو له خوا رامنځته شوی. هیوادوال وینی چی دملی یووالی دحکومت دجوړښت راهیسی په سیمه کی دګاونډیو هیوادو په ځانګړی توګه دپاکستان سره ژوری او هراړخیزی خبری اتری ترسره شوی او په رڼه  توګه هغه خبری ور په ګوته شوی کومی چی زموږ په هیواد کی دجګړی دپایښت وړ ګرځیدلی دی.

مقابل لوری ته په خبرو اترو کی ډاګیزه شوی چی دجګړی اوږدیدل او پراخیدل نه تنها زموږ په هیواد کی مرګ ژوبله رامنځته کوی بلکی دسیمی هیوادونه هم دګواښ سره مخامخ کوی غوره به وی چی دجګړی په اور اوبه وشیندل شی او په سیمه کی دیوی تل پاتی سولی د رامنځ ته کیدو له پاره په ګډه هڅی پیل شی. ترڅو دجګړی دراقابو کیدو هڅی زیاتی او سولی ته لاره هواره شی خو په خواشینی سره ویلی شو چی پاکستان ددوه مخی او ترهګرییز سیاست پربنسټ لیده کاته او ترسره شوی ژمنی کم ارزښته وګڼلی او دخپلو ناوړه ګټو دترلاسه کولو له پاره یی لاس وهونکو کړنو ته دوام  ورکړو دجګړی دپراختیا لاری یی ولټولی او دترهګرو دتمویل او تجهیز کچه یی لوړه کړه. خو ددی ټولو ناوړه هڅو سره سره په دی ونه توانیدل چی په جګړه کی ستراتیژیکی لاسته راوړنی ترلاسه کړی یوازی او یوازی دافغانانو دمرګ ژوبلی څخه نور څه یی ترلاسه نه کړل خو د ولسمشر محمداشرف غنی دنوښت ګر سیاست له مخی وتوانیده چی دپاکستان په وړاندی دغوڅ او مناسب چلند څخه کار واخلی ترڅو پاکستان په دی وپوهیږی  چی که داړیکو پیوند په رښتینتوب سره پایښت ونه مومی نو شونی ده چی افغانان نوری لاری ولټوی او دپاکستان ددوه مخی سیاست په وړاندی متقابل غبرګون اختیار کړی.دملی یووالی دحکومت وروستی کلونه چی دډیر وارزښتناکو لاسته راوړنو څخه ډک دی،  وی ښوده چی دملی یووالی واکمنان ددی توان لری چی دګاونډ دمنل شویو اړیکو څخه دسرغړونی پرمهال داسی چاری ترسره کړی چی دهیواد ملی ګټی پکښی خوندی او لاسته راوړنی یی وګړو ته آسانتیا او هوساینه رامینځته کړی.همدا وجه وه چی د ولسمشر دنه ستړی کیدونکو هڅو له مخی دنور وګاونډیو هیوادو سره دسیمی دامنیت دخوندیتوب په هکله ښی ناستی پاستی پیل شوی او ورسره جوخت سواد ګریزو چارو په راکړه ورکړه کی غوره موافقی ترلاسه شوی.همدا اوس دپاکستان دنزاکتی سیاست له اړتیا څخه هیواد ژغورل شوی او هیڅ وخت هیوادوال ددی اندیښنه نه لری چی پاکستان دلوری به دبندریزو بندیزونو له مخی ستونزی رامنځته شی اوس دهیواد دسوداګرو پرمخ مختلفی لاری پرانستی دی او دهوایی راکړی ورکړی ترڅنګ ځمکنی لاری هیڅ ډول ستونزی نه شی رامنځته کولی نو له دی امله ویلی شو چی پرته له پاکستان څخه به نوری لاری راپیدا شی ترڅو افغانان ددی ناوړه او اوږد مهاله جګړی څخه خلاصون ومومی او دتل پاتی سولی څخه برخمن شی همدا اوس په دوحه کی دامریکا او دمخالفو وسله والو طالبانو ترمنځ خبری راونی دی تمه ده چی روانی خبری اتری ښی پایلی ولری او هغه خڼډونه چی دلاس وهونکو هیوادو له خوا رامنځته کیږی له مینځه یوسی. باوری یو چی خبری به یوی بین الافغانی ناستی ته لار هواره کړی ځکه دافغانانو ترمینځ دمخامخ خبرو پرته دجګړی دحل کیدو لامل نه شی پیدا کیدای نو اړینه ده چی افغانان په خپلو کی سره کښینی دیو اوبل خبرو ته غوږ ونیسی تر څو په ګډه هغه لار ومومی چی جګړه پای ته رسوی.

رڼه او بیلګیزه خبره دا ده چی دجګړییزی ستونزی دهواری اجراییوی واک دافغانانو سره دی نو له دی کبله ویلی شو چی یوازی او یوازی دافغانانو په مخامخ خبرو اترو کی ستونزی هواریدای شی نه دنورو سره په لیدو کتو کی.

ع-متین

ممکن است شما دوست داشته باشید