جریده «انیس»به عنوان نخستین روزنامه ملی کشور ، بخاطر تنویر اذهان عامه و آشـنایی آنان با دنیای معاصر، تعمیم عدالت و حیات قانونی در کشـور و فراهم سـاختن زمینۀ ارتباط فکری آنان با مردم جهان به تاریخ ۱۵ ثور ۱۳۰۶ مطابق ۵ می ۱۹۱۷م، با صاحب امتیازd و مسئولیت غلام محیالدین «انیس» با تیراژ ۴۵ نسخه اولین بارآذین چاپ یافت. جریده «انیس» درآغاز نشرات در مطبعه حروفی شرکت رفیق به طبع میرسید. ولی در اواسط سال دوم نشراتی، توانست از پول اشتراک و فروش جریده، مالک مطبعه شخصی شود و طبع و نشر جریده «انیس» را در آن صورت دهد.
دزیات عمر لرونکو د روزنې لپاره دافغانانو ملی بنسټ انافی د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دملی نګارستان او هنرستان له ریاستونو سره په بېلابېلو برخو کې همکاری کوی .
په همدې مقصد دهمکارۍ تفاهم لیکونه دهنرستان رییس محمد هاشم شارق او د ملی نګارستان د آمرې صابرې رحمانی دزیات عمر لرونکو د روزنې لپاره دافغانانو د ملی بنسټ له رئیس عبدالبشېر خالقی سره په داسې حال کې ، چې داطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معیین پوهاند محمد رسول باوری حاضر و لاسلیک کړل.
د زیات عمر لرونکو کسانو د روزنې لپاره د افغانانو د ملی بنسټ رئیس د دغوتفاهم لیکونو دلاسلیک کولو په وخت کې وویل: دغه بنسټ د مناسبتی نندارتونونو دجشنونو په جوړولو، دخطاطۍ ، رسامۍ اودظرفیتونو دلوړولو په برخه کې دروزنیزو ورکشاپونو د جوړولو له لارې د اطلاعاتو او فرهننګ وزارت د ملی نګارستان او هنرستان له کارکوونکو سره همکاری کوی او د دغو بنسټونو له کارکوونکو سره دانګلیسی ژبې او کمپیوتر دزده کړو په برخو کې د یو کال لپاره خپلو همکاریو ته دوام ورکوی .
د ملی نګارستان آمرې او هنرستان رئیس دکارکوونکو دظرفیتونو دلوړولو ، حرفوی زدهکړو او دغه راز دمناسبتی نندارتونونو او جشنونو د جوړولو په لاره کې د غیر دولتی بنسټونوهمکاری د دغو ادارو په بډاینه کې ارزښتناکه وبلله .