روزنامه ملی انیس

امنیتی ځواکونو د وسله والو بی شمیره ډله ییز بریدونه او نور حملات خنثی کړی

د افغانستان اسلامی جمهوریت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله د پرون د خپل کار په دفتر سپیدار ماڼۍ کی په کابل کی د امریکا له سفیر جان باس سره ولیدل. په دی لیدنه کی لومړی د امریکا سفیر په کابل کی د دو شنبی د پیښی له امله اجرائیه رئیس ته تسلیت وړاندی کړ، شهیدانو ته یی د جنت فردوس او ټپیانو ته یی د بیړنۍ روغتیا هیله وکړه.

هغه د دی پیښی د مهار او د خلکو د ژغورلو له امله د افغان امنیتی ځواکونو هڅی وستایلی او ویی ویل، چی هغوی له ځانه ښه وړتیا وښوده. د هیواد اجرائیه رئیس هم وویل، چی امنیتی ځواکونو د وسله والو بی شمیره ډله ییز بریدونه او نور حملات خنثی کړی؛ خو په تأسف سره چی پرون طالبانو جنایت رامنځته کړ. هغه هم د افغان امنیتی ځواکونو هڅی او سرښندنی وستایلی.

په دی کتنه کی د افغانستان په روان وضعیت، د سولی په هڅو او د ولسمشریزو ټاکنو په ترسره کولو خبری اتری وشوی.

ممکن است شما دوست داشته باشید