روزنامه ملی انیس

افغان ولس په هیواد کې د جګړه ییزو غمیزو دوام نه ، بلکې دباعزته سولې ټینګښت غواړی

افغان ولس په هیواد کی د تیرو کابو څلورو لسیزو څخه را په دیخوا د بدمرغه او تباه کوونکو جگړه ییزو تاړاکونو په لړکی ډیری بدمرغۍ ، درپه دری  ربړونې ، ځورونې او خورا ډیرې مرگ ژوبلې زغملی او په دی بهیر کی له شک پرته چی نه جبیره کیدونکی زیانونو سره هم مخامخ شویدی ، ځکه چی په دی جگړه کی په ټولیزه توگه ملکی ، بې دفاع او بې گناه وگړو ته مرگ ژوبله اوښتې او له بده مرغه دا بهیر لاهم  دوام لری په دی وروستیو کی  کوم ځانمرگی او ترهگریز بریدونه او جگړییزې نښتې چې په هېواد کې کیږی ترټولو ډیری د ملکی وگړو ژوند اخلی او قربانی یې هم همدا بې گناه او بې دفاع وگړی دی چې روښانه بیلګه یې د روان لمریز کال  د وږی یا سنبلې میاشتې (۱۱ پر ۱۲) د سه شنبې شپه دکابل ښار د نهمې حوزې په مربوطاتود قابلبای په سیمه کې پر ګرین ویلیج کمپ باندې د موټربم چاودونکی ځانمرګی برید وو چې په پایله کې یې (۱۶) تنه زمونږ بې ګناه هیوادوال شهیدان او د(۱۱۹) تنو په شاوخوا کې ټپیان شول چې په دوئ کې ښځې او ماشومان هم شامل وو همداراز د سنبلی په دیارلسمه نیټه د سهار د لسو بجو شاوخواکې بیاهم د نهمې حوزې په مربوطاتو دعبدالحق څلورلارې اړوند د آزادې مطبعې ته څیرمه دشش درک ساحه کې د سړک پرسر بل موټر بم چاودیدونکی ځانمرګې برید وو چې په پایله کې یې د(۱۰) تنو په شاو خوا کې زمونږ هیوادوال شهیدان او کابو(۴۵) تنه نور ټپیان شول او په ټوله کې یې ګڼ شمیر کورنۍ د خپلو عزیزاتو د مرګ  ژوبلې له امله ویرجنې او د ماتم پر ټغر کښینولې ، البته دا دردوونکې پیښې داسې مهال کیږی چې زمونږ جګړه ځپلی هیوادوال په ګران افغانستان کې دنیکمرغه او باعزته سولې د ټینګښت غوښتونکې دی

همداراز د یادونې وړده لکه څنګه چی له کابو څلورو لسیزو را په دیخوا بدمرغه تپل شوی جګړه په افغانستان کی روانه ده او افغان مظلوم ولس یی هم له دوام څخه ډیرپه تنګ او ستومانه شوی دی ددغی جګړی د څرنګوالی په هکله تر(۲۰۰۰) څخه ډیر افغان دینی عالمان هم تیرلمریز کال د غبرږولی میاشت په څوارلسمه نیټه په کابل کی سره را ټول شوی وو او په افغانستان کی یی د روانی جګړی په اړه فتوا صادره کړې وه ، چې په دغه فتوا کی د یوشمیر آیتونو او حدیثونو پربنسټ ویل شوی چې په افغانستان کی روانه جګړه ناروا ده او هیڅ شرعی دلیل نه لری …

همداشان د تیر لمریز کال په لړکی داسلامی هیوادونو دهمکاری دسازمان په مشری  دخادم الحرمین الشریفین په اهتمام او میلمه پالنی اودنړی د (۳۳) هیوادونو دینی علماوو په گډون په افغانستان کی دسولی او امنیت په اړه یو دروند نړیوال کنفرانس چی په سعودی عربستان کی جوړ شوی وو او په پایله کی یی یوه اووه ماده ییزه اعلامیه هم  خپره کړه  چی په ټوله کې په افغانستان کې د روانې جګړې پرختمیده او ددغې کشالی د هواریدو په موخه یې پر بین الافغانې جوړ جاړې ټینګار کړی وو .

بناً افغان جگړه ځپلی ولس په ټوله کې د افغانستان په هکله داسلامی هیوادونو د دینی عالمانو او افغان قدرمنوعلماوو چې  په افغانستان کې روانه جګړه غیر شرعی او ناروا بللې د دوئ دغو فتواوو ته دقدر په سترګو ګوری  او د زړه له کومې په دی تمه او هیله دی چی  وسله وال مخالفین هم ددینی عالمانو د پریکړو درناوی وکړی او دجگړی پرځای د نیکمرغه سولی اوسیاسی جوړجاړی لاره خپله کړی ترهغه چی په پایله کی روان جگړه ییز ناورین او کشاله پای ته ورسیږی او پرځای یی نیکمرغه سوله او دایمی ثبات په جگړه ځپلی افغانستان کی ټینگ ، قایم او دایم شی او وروسته له دی دافغانانو ترمنځ د نفاق او تربگنی پرځای د اسلامی اخوت ، مینه او ورورولی پایښت ومومی او وروسته له دې په خپل پلرنی هیواد سرلوړی افغانستان کې د پردیو داستخباراتی سازمانونو اومغرضو کړیو دناوړوموخو اوشومو اهدافو له کبله له دې زیات دهیواد دبربادۍ او دخپلو وروڼو دمرگ ژوبلې سبب نه شی، بلکې دهر راز مخالفتونو په هیرولو د سولې اوسیاسی جوړ جاړی لاره خپله کړی چې
له امله یې په ټول هیواد کې بدمرغه جگړه چې دافغان ولس دمرگ ژوبلې اودستر افغانستان دړنگیدو اوبربادۍ سبب کیږی دتل لپاره پاى ومومی اوپرځاى یې نیکمرغه سوله او امن اوامان منځته راشی اووروسته له دې په هیواد کې له هر راز جگړه ییز ناتار اوغمیزو پرته دسولې په نیکمرغه فضا کې افغان ولس په بشپړه هوساینه  دژوند چارې پرمخ بوزی اویوه اوږد مهاله خوښی اوخوشحالی یې په نصیب شی.

ش ، شاهین

ممکن است شما دوست داشته باشید