روزنامه ملی انیس

افغان ولس په هیواد کې د تلپاتې او باعزته سوله ټینګښت غواړی

دا یو څرګند واقعیت دی سره له دې چې په افغانستان کې  روانه جګړې افغان ولس ته ستر زیان  رسولی ددې ترڅنګ دغه جګړه په سیمهییزه کچه هم یو ګواښ بلل کیږی ، ځګه ترهغو چې په افغانستان سوله او ثبات ټینګ نه شی دسیمې هیوادونه هم له جګړه ییزو ګواښونو خوندی پاتی کیدای نه شی   نو پردې بنسټ په سیمهییزه کچه دافغان سولې په اړوند یوې پیاوړی اجماع شتون حتمی بلل کیږی چې په دې موخه د افغان حکومت دهلو ځلو ترڅنګ سیمه ییزې هڅې او حرګتونه هم ترسترګو کیږی  ، البته دافغان سولې په اړوند  له شک پرته چی دسیمې او نړۍ ځینو هیوادونوهم په پرله پسې ډول د افغانانو په مالکیت دسولې د بهیر ننګه او ملاتړ کړیدی خو په ټوله کې افغان ولس ددی تمه او هیله لری چې اړوند هیوادونه باید د افغان سولی بهیرد سیاسی رقابتونو په پلمه له ننګونو سره مخ نه کړی  بلکې ددوئ  هڅې باید رښتینې وی ترهغو چې دافغان حکومت او طالبانو ترمنځ په رسمی ډول د مخامخ خبرو زمینه مساعده شی ترڅو د اړوندولوریو شته ستونزی د سیاسی جوړجاړی له لاری مطرح او په پایله کې بنسټیز حل ته سره ورسیږی  ځکه چې په روانه جګړه کې سره  له دې چې ستر زیان لیدونکی  په خپله افغانان دی خو ددغه جګړې د دوام په صورت کې دسیمې نور هیوادونه هم کوم خیر او ګټه نه شی ترلاسه کولی ځکه چې ددې جګړې اورونه د دوئ هیوادونو ته هم  غځیدلی شی .

بناً په ټوله کې افغان جګړه ځپلی ولس د سولې په موخه یوازې بین الافغانی خبرې اترې ښې اومثبتې ارزوی او دقدر په سترګو ورته ګوری او په دې تمه دی چې د بینالافغانې ناستو لړۍ دوام و مومی ترهغه چې اړوند خواوې دسیاسی جوړجاړی له لارې هوکړې ته ورسیږی او بالاخره د جګړې د دوام پرځای د نیکمرغه او باعزته سولې پرټینګښت سره صلاح شی ، داسې سوله چې په هغې کې د تیرو اتلسو کلونو لاسته راوړنې زیانمنې نه شی بلکې خوندی پاتې شی   البته دا هم واقعیت دی هرهغه ناستې چې بینالافغانی نه وی مثبتو پایلوته یې هم تمه نه شی کیدای  خدای (ج) دی وکړی چې دیته زمینه برابره شی چې افغانان او پا ځانګړی توګه افغان حکومت او طالبان  په خپلو کې بین الافغانې خبرو ته په دوامدار ډول سره کښینې اوبالاخره سیاسی جوړ جاړی ته ورسیږی ترهغه چې له امله یې روانه جګړه ژره ترژره پای ته ورسیږی ، ځکه چی جګړه ځپلی افغانان او په ټوله کې افغان ولس پهخپل پلرنی ټاټوبی ګران افغانستان کې له کابو څلور لسیزی اوږدمهالی کورورانی جګړی څخه ډیر په تنګ اوستومانه شوی دی ځکه چې په دغه بدمرغه جګړه کې یی له مادی او معنوی پلوه ډیر کړاوونه اوربړونی لیدلی او ګاللی دی نو دمګړی د زړه له کومی په هیواد کې دهرراز سوله ییزی هڅی او خوځښت ملاتړ کوی او دعمل په ډګر کېیی مثبتو پایلو ته په ډیری بی صبری لاری څاری، خوپه ټوله کې افغان جګړه ځپلی او کړیدلی ولس سره له دی چې د سولی په موخه لهروانو حرکتونو او خوځښتونو ننګه او ملاتړ کوی ترڅنګ یی په ټولیزه توګه له وسلهوالو مخالفینو څخه چې په یو ډول نه یوډول له افغان حکومت څخه خفه او ناراضه دیاوپروسله وال مخالفتیی لاس پوری کړیدی ددی تمه اوهیله لری چې ددغه دردیدلی او کړیدلی ولس روا او مشروع لومړنئ غوښتنه چې هغه په هیواد کې د نیکمرغه ، دایمی او  باعزته سولی ټینګښت دی هغی ته درناوی وکړی او دوئ دې وروسته له دې  دهر راز مخالفتونو په هیرولو دسولې اوسیاسی جوړ جاړی لاره خپله کړی چې له امله یې په ټول هیواد کې بدمرغه جګړه چې دافغان ولس دمرګ  ژوبلې اود ستر افغانستان دړنګیدو اوبربادۍ سبب کیږی دتل لپاره پاى ومومی اوپرځاىیې نیکمرغه اوباعزته سوله  دایمی امن اوامان منځته راشی اووروسته له دې افغان ولس په هیواد کې له هر راز جګړه ییز ناتار اوغمیزو پرته دسولې په نیکمرغه فضا کې په بشپړه هوساینه  دژوند چارې پرمخ بوزی او دپاک الله (ج)  رښتینى عبادت په آرام زړه ترسره کړی اودنړۍ دهغو شمیر هیوادونو دوګړو په څیر چې تل دسولې اوامنیت په فضا کې نیکمرغه ژوند کوی دوئ هم په خپل هیواد کې دهغوى په څیر دانسانی ژوند له ښیګڼو برخمن شی او په بشپړې هوساینې دژوند له بې شمیره خوښیو څخه خوند واخلی او وروسته له دې په جګړه ځپلی افغانستان کې دجګړه ییزو غمیزو لړۍ چې دهرافغان زړه یې ډیرمروړلی دی د تل لپاره پای ته ورسیږی

ش ، شاهین

ممکن است شما دوست داشته باشید