روزنامه ملی انیس

افغان سوله او د سیمی هېوادونه

د څلویښت کلونو په لړ کې حتا له هغه څخه ړومبی د ۱۳۵۲ لمریزکال د چونګاښ د ۲۶ می سپین کودتا رادیخوا د شرقی ګاونډی په باالفعل توګه لاس وهنی زمونږ په هېواد کې پیل شوی دی. خو پرهغه مهال د هیواد وګړی په خورا ملی روحیه سمبال وو.
شتمنی درلوده او پر هغه مهال افغان ملی اردو د سیمی په کچه له روسیی، چین، هند، ترکیی، سوریی، لییبا او عراق څخه را وروسته ځواکمنه اردو وه او له پاکستان، ایران، سعودی او اندونیزیا او نورو څخه یی قوت او عملی ځواک ملی روحیه او ملی حمایت خورا زیات وو او افغان دولت او اردو هم په لوړ نامه یادیدل او ځلیدل او د افتخار ځای وه.
په هر صورت د ګاونډیو د مشترک ستراتیژیک پلان له مخی هغه هم د یو شمیر لویدیځوالو په حمایت یی د سمی بدی سترګی کرغیړنی شوی او د ملی اردو او ملی روحیی د ماتولو او پاشلوپټ نامریی پلانونه یی د یو شمیر بدسترګو او بی ضمیره کسانو تر پوټګی لاندی عملی کړ او دغه ناشولته مفسد او تباه کوونکی پلان چی له حرص، بدبینی او دشمنی څخه ډک وو سرته ورسوه.
په باالفعل او باالقوه توګه د څلویښت کالونو په موده کی د دوه سترو زبرځواکونو لکه شوروی او امریکا ته یی مهال په لاس ورکړل امکانات یی چمتو کړل او وګړی خپه شول او مداخلی یی وکړلی، دا تاریخی هیواد او ټول ارزښتونه او بنسټونه بی ړنګ کړل خورا ستونزی یی وزیږولی، وپنځولی او تباهی منځته راغله.
د نورو تپل شوی جګړه لزوماً جاری شوه او لا پایښت لری دغه جګړه وکالتی جګړه ده چی ګټی یی نور هیوادونه او موسسات ترلاسه کوی خو د جنګ جګړی قربانی د جنګ د سونګ توکو په ځای افغان وګړی او ځوانان دی.
نو د همدغی جګړی د مهارولو او ډپ کولو له پاره کار پکار ده، چی د ۴۰ کالونو په اوږدوکی کابو له دوه نیم لکو څخه زیات افغانان وژل شوی دی څه ټپیان دی یو شمیر میرمنی څه کونډیالتی دی او څه مهاجر شول ښوونځی وسوځیدل او وتړل شو، روغتیایی مرکزونه تخریب شول او هم نوری ټول ګټی کسبی شاړی شوی او تخریب شوی دی. په پایله کی زبرځواکونه او د سیمی هیوادونه او ګاونډی ترلاسه کوی.
او س مهال خنډونه او ځنډونه او د سولی پروسه ګډو ډول:
په دی کی هیڅ شک نشته چی لاندی توکی د سولی پر بهیر او ډپ کولو اغیز ښندلی دی!
۱- بهرنی لاسونی، وعدی او د هغو نامریی پټ اجنټان.
۲- کورنی مفسدان او د سولی دښمنان چی کلونه کلونه یی له دولتی واک څخه ناوړه ګټه پورته کړی، غصب یی وکړ فسادی وکړ، رشوه یی واخستلی، ټوپکماری یی وکړه، حتا بغاوتونه یی وکړل.
ملت او ولسونه یی د څریی، ولسوالی قوم او مذهب او ژبی تر نامه لاندی ټوټی او پارچه کړل ستونزی یی راپیدا کړلی او د دولت او ملت او د سولی ملی پروسی په وړاندی یی ډیری ستونزی وزیږولی، له همدی څخه د سیمی هیوادونو او ګاونډیو هم ګټه ترلاسه کړه او دادی د تظاهر، ریا کاری او تاکتیکی موقتی پالیسی له مخی ظاهراً هوکی، خو د سولی له پاره په رښتیا او صداقت سره ګام نه اخلی.
پروپاګنډی کوی، سیاسی درواغ وایی او ظاهراً د طالبانو له مشر تابه څخه په حمایت بیا هم ستونزی منځته راوړی.
په افغان سوله کی د سیمی هیوادونو او ګاونډیو ګټی شته څه به اقتصادی، څه په سیاسی او څه په فرهنګی برخو کی دا ټولی د سیمی هیوادونو ګټی دی د بیلګی په توګه تاپی پروژه د بندری تجارتونه، د معارف وده، د کلتوری روغتیایی معافیت له پاره ګډه مبارزه د مخدرتوکو پرضد مشترکه مبارزه، د هوایی چلند ګډی الوتنی حتا د مټرولوژی او ایکالوژی په برخوکی ډیره همکاری شته.
نو د افغان سولی بهیر او پروسه باید بریالی شی له ترهګری او خشونت او جنګ جګړی څخه سوله، اسلامی اخوت بشر دوستی اوښه سیاسی چار چلند ښه دی، ځکه چی د سولی او خیر برکت پکښی دی او انسانی اسلامی دود هم همداسی ده.
په سوله کی د ټول افغان ملت او د سیمی هیوادونو او ګاونډی هیوادونو مشروع ګټی نغښتی دی.عبدالهادی قریشی

ممکن است شما دوست داشته باشید