روزنامه ملی انیس

افغان حکومت دسولی په پروسه کې د افغان ښځو لاس ته راوړنی هیڅکله له پامه نه شی غورزولی

که څه هم د افغان سولی په پروسه کې د سیمه ییزو لوبغاړو لکه پاکستان، هند ایران، چین، روسیې، ازبکستان او په ټوله کې دمنځنۍ آسیا د هېوادونو ښکیلتیا د افغان سولی دپروسی خبری لاسختی او پیچلی کړیدی او هریو یې هڅه کوی چې په افغانستان کې خپلی ګټی او منافع وپالی خو ددی ټولو ستونزو او ننګونو سره، سره دقطر په پلازمینه دوحه کې دسولی دپروسی دپنځم پړاو خبری چې د امریکا دمتحده ایالاتو دخاص استازی زلمی خلیلزاد سره پای ته رسیدلی دی د افغان حکومت او خلکو هیلی او غوښتنی یې دسولی دتامین په منظور را ژوندی کړیدی او هیله مند دی چې طالبان او ښکیلی خواووی به دی ته راضی شې چې د افغان حکومت سره مخامخ بین الافغانی خبر ته کینی او د افغان ښځو دتیرو کلونو لاس ته راوړنی بشری حقونه او امنیت ته دسولی دپر وسی په خبرو کې باید ځای ورکړل شی. د افغان ښځو په غوښتنو او دهغوی دتیرو کلونو لاسته راوړنو ته جدی پاملرنه کیږی ځکه داد وخت غوښتنه ده.

د روان ۱۳۹۷ کال د حوت په ۱۸ مه د افغانستان د اسلامی دولت دجمهور رئیس محمد اشرف غنی میرمنی بی بی ګل غنی دښځینه خبریالانو دملاتړ په مرکز کې دهغوی د دوهمی کالیزی دنمانځلو په غونډه کې دی خبری ته اشاره وکړله او وویی ویل: داسی سوله به هیڅ وخت رامنځ ته،نه شی چې د افغان ښځو لاس ته راوړنی په کې په پام کې ونه نیول شی او کومی افغان ښځی او میرمنی چې دسولی په روانو خبرو کې دخپلو لاس ته راوړنو په برخه کې اندیښنی لری زه ورته اندیښمنه نه یم ځکه ډاډه یم چې د افغان میرمنو لاس ته راوړنی او ارزښتونه به په پام کې نیول کیږی او دا یوه حتمی خبره ده.

بی بی ګل غنی داهم وویل: اوس افغان میرمنی دبل هر وخت نه په بیلا، بیلو سیاسی، ټولنیزو. فرهنګی او اقتصادی برخوکې دیادونی وړ پرمختګونه کړیدی او پرمخ ځی چې هیڅ څوک تری سترګې نه شی پټولی ځکه افغان ښځی ددی ټولنی نیمایې برخه جوړوی.

زمونږ په نظر که د افغانستان اسلامی دولت چارواکې دسولی په پروسه کې د افغان ښځو په غوښتنو او دهغوی په بیلا بیلو سیاسی ټولنیزو او اقتصادی برخوکې دتیرو کلونو په لاس ته راوړنو، حقونو، امنیت او دښځو په رول لاټینګار وکړی نه یوازی دسولی په روانه خبرو کې چې په دوحه کې پری دطالبانو او ښکیلو هېوادونو د استازو سره خبری او بحثونه روان دی لازمی آسانتیاوی او پرمختګونه به راشی بلکی دهېواد په په بیلا بیلو دولتی ادارو او اقتصادی سکتورونو کې به هم دپام وړپرمختګونه او انکشافات هم رامنځ ته شی.

ناصرشاه سرحدی

ممکن است شما دوست داشته باشید