روزنامه ملی انیس

افغانان په خپل هیواد کې د یوې دایمی سولې مستحق دی

په دی واقعیت اوس نړیوال هم پوهیدلی چې جګړه ځپلی افغانان او په ټوله کې افغان ولس په خپل هیوادکې له کابو دری نیمی لسیزی اوږدمهالی کورورانی جگړی څخه ډیر په تنگ اوستومانه شوی دی ځکه چې په دغه بدمرغه جگړه کې یی له مادی او معنوی پلوه ډیرکړاوونه اوربړونی لیدلی او گاللی دی نو ځکه دزړه له کومی په هیوادکې دهرراز سوله ییزی هڅی ، خوځښت او نوښت ملاتړ کوی او دعمل په ډگر کې یی مثبتو پایلو ته په ډیری بی صبری لاری څاری ،سره له دی چی دسولی موضوع دافغان حکومت دمشرتابه له لومړیتوبو نو څخه شمیرل کیږی او په دی برخه کی یی عملاً هم دهلو ځلو بهیر روان ساتلی دی خو ددی ترڅنګ نن سبا دغی موضوع دنړیوالو پام هم را جلب کړیدی لکه څنګه چی په دی وروستیو کی دامریکا ولسمشر ډونالډ ټرامپ په افغانستان کی له امریکایی پوځیانو سره په تیلفونی کنفرانس کی ویلی دی چی له وسله والو طالبانو سره یی دروغی جوړی روانی پیاوړی خبری پیل کړی دی.
همداشان په هیوادکی دډله ییزو خپرتدویو سرچینو په حواله دامریکا دبهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو هم ویلی چی دافغانستان خلک بایدپه خپل جنګ ځپلی هیوادکی دتلپاتی سولی حق ولری نوموړی دغه پیغام هغی غونډی ته هم لیږلی، چی دافغانستان لپاره دامریکا دخاص استازی زلمی خلیلزاد، دافغانستان، سعودی عربستان او متحده عربی اماراتو دچارواکو ترمنځ جوړه شوی وه. پامپیو ویلی، چی امریکا به له ټولو دلچسپی لرونکو خواوو سره کار وکړی، چی دافغانستان دسولی پروسی ته آسانتیا رامنځته کړی او ملاتړ‎یی وکړی ، په افغانستان کی دسولی لپاره زموږ ځانګړی سفیر زلمی خلیلزادددی سفر په لړ کی په خپلو ټولو کتنو کی په دی ټینګار کړی، چی بایدټول افغانان په افغانستان کی دتلپاتی سولی دراوستلو په هلو ځلو کی دسولی په پروګرام کی شریک شی. موږ دهراړخیزی سولی دملاتړ او ورته دآسانتیاوبرابرولو لپاره له ټولو دلچسپی لرونکو خواوو سره کار کوو، خلیلزاددا ځل سفر له افغانستان څخه پیل کړ او په افغانستان کی یی پای ته ورساوه. ده په کابل کی دافغانستان له ولسمشر محمداشرف غنی، اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله او یو شمیر افغان سیاستوالو سره دافغان حکومت او طالبانو ترمنځ دسولی دبهیر په اړه خبری وکړی. دپامپیو پروینا : ځانګړی استازی زلمی خلیلزاددکابل دسفر په لړ کی دافغانستان په مدنی ټولنه او دسولی په چارو کی له فعالو ښځو او سړیو، درسنیو له استازو او له حکومتی
او غیر حکومتی موسسو سره وکتل. له شک پرته چې دسولی په موخه وروستیو هلو ځلو او خوځښتونو افغان جګړه ځپلی ولس یو څه هیله من کړیدی ، خو پاک الله (ج) دی وکړی چی دسولی په موخه را پیل شوی هلی ځلی دبری تر منزله ورسیږی او په دی توګه دیوی ملی اجماع په شتون سره په ګران افغانستان کې بدمرغه جګړه پای و مومی او پرځای یی نیکمرغه سوله چې دافغان ولس یوازینی غوښتنه ده په ټول هیوادکې ټینګه شی. ځکه دا ټولوته څرگنده شوی چې زموږ هیواددتیرو کابو دری نیمو لسیزو بدمرغه، تباه کوونکو او خونړیو جگړو په ترڅ کې له هره پلوه وران، ویجاړ او پتمن افغانان هم دمادی او معنوی پلوه له سترو زیانونو سره مخامخ شوی او په ټولیزه توگه هم دا ټولو ته په اثبات رسیدلی چې ددغه ناوړه جگړی په ترڅ کې یوازی گران افغانستان دنابودی لوری ته وکښل شو او بی ګناه افغانان له بدمرغیو سره لاس او گریوان شول ، بنا ټولو هیوادوالوته ښایی چې پرافغانی کلک هوډ سره یو موټی شی او دخپل گران هیوادآبادی، ترقی او پرمختگ لپاره مټی راونغاړی او په گران افغانستان کې دنیکمرغه سولی دټینگښت له پاره ټول افغانان دورونو په څیرسره متحد، یوموټی او یو قوت شی او دسولی خلاف دهرغلیم هڅه په ریښه کې ورته شنډه کړی ترهغه چې په دی وتوانیږی چې په هیوادکې دسولی دغه نیکمرغه او بختور خوځښتونه او هڅی چې را پیل شویدی دبری تر منزله ورسوی او گران هیوادله شته ناورین څخه وژغوری ترهغه چې یوه تلپاتی نیکمرغه سوله په ټول هیوادکې ټینګه ، قایم او دایم شی.
ش ، شاهین

ممکن است شما دوست داشته باشید