روزنامه ملی انیس

افغانان په خپل مینځی خبرو کې سولی ته درسیدو لار مندلی شی

په هیواد کی دروانی جګړی پیچلی او ستونزمنی غوټی را پرانیستو ته هله پاملرنه راوګرځیده چی دملی یووالی دحکومت په لومړیتوبونو کی ورته ځای ورکړی شو ځکه مخکی له دی چی دملی یووالی دحکومت رامنځته کیدل راشی یولړ هڅی چی د مشورتی لویی جرګی او بیا دسیمی په کچه جرګه کی چی دسولی درامنځته کیدو له پاره جوړی شوی وی هیڅ ډول عملی لاسته راوړنی یی نه درلودی ځکه چی دپاکستان لوری نه غوښتل چی جګړه پای ته ورسیږی او سوله رامنځته شی نو همدا وجه وه چی دجرګو او دوخت دواکمنانو ترمنځ په لیدوکتو کی دسولی خبری هیڅ ډول عملی بڼه پیدا نه کړه او جګړی تردی دمه پایښت وموندخو کله چی دملی یووالی دحکومت مشرتابه په ځانګړی توګه ولسمشر محمد اشرف غنی پاکستان ته لومړی سفر وکړو او دپاکستان چارواکو سره یی رڼی او دپام وړ خبری وکړی جوته یی کړه چی که دلاس وهنی څخه لاس وانه خلی نوکولی شو چی دجګړی دپای ته رسیدو له پاره نوری لاری ولټول شی. پاکستان چی دتیر په څیر په دوه مخی مکرجن او غولونکی سیاست اموخته و دولسمشر سره یی یو لړ ژمنی وکړی خو دعملی کیدو له پاره یی هیڅ ډول نښی نښانی ونه لیدل شوی. افغان دولت چی سوله په خپلو کاری لومړیتوبونو کی ځای ورکړی و پرته له ځڼډ څخه په کور دننه  او بهر دسیمی او نړی په کچه ځینی نوښګری هڅی چی دسیمی دجګړییز بهیر له پاره اړینی دی لاس پوری کړو وتوانیدل چی لومړی په هیوادکی دبهرنیو پوځونو درالیږلو هیواد وسره دجګړی په څرنګوالی او دهغی په راټوکیدو هر اړخیزی خبری وکړی ترڅو ددی اوږدمهاله و رانونکی جګړی دپای ته رسیدو له پاره په ګډه هغه لار ومندل شی په کومه کی چی جګړه پای ته رسیږی او سوله ټینګښت مومی. دی چاری ته رسیدل ستونزمن خو ګټور دی نو ځکه دامریکایی چارو په نیت کی دبدلون په رامنځته کیدو سره دسیمی له پاره نوی ستراتیژی په ګوته شوه او دترهګرییزی جګړی دپای ته رسیدو له پاره په نړیواله کچه مټی راونغړل شوی.دامریکا لوړپوړو چارواکو چی دافغان جګړی په لومړیو کی دځان په نانګاره کولو سره نه غوښتل چی دترهګرو دملاتړ کوونکو سره داړیکو په بدلون فکر وکړی نو همدا وجه وه چی پاکستان دامریکا او دهغی له انډیولانو څخه دترهګرو په ضد دمبارزی په پلمه زیاتی مرستی ترلاسه کولی خو په پټه یی دترهګرو دتمویل او تجهیز څخه لاس نه اخیستو کله چی دامریکا په ستراتیژی کی بدلون راغی نو دامریکا ولسمشر دونالد ترامپ پاکستان ته ګوت څڼډنه وکړه چی که دترهګرو دملاتړ څخه لاس وانه خلی نو امریکا به خپلی مرستی بندی او په نورو لارو چارو به فکر وکړی، ترامپ په څرګنده توګه وویل چی پاکستان په میلیونونه ډالر راڅخه اخیستی خو زموږ له پاره یې هیڅ هم نه دی کړی هغه وچې ډیری مرستی یې په پاکستان بندی کړی چې پاکستان د ډیر سخت مالی زیان سره مخامخ شو. پاکستان د امریکا دمرستو د بندیدو وروسته دنورو لارو په لټون پیل وکړو د روسانو، ایرانیانو اوچینایانو دروازی یې وټکولی خو دامریکایی مرستو تشه یې را ډکه نه کړه اوس هم په نړیواله کچه دترهګرو سره دیوه ملاتړ کوونکی هېواد په توګه تورن دی او په زیاته پیمانه یې خپل پخوانی ارزښت له لاسه ورکړی ځکه په نړی کې دترهګری ناوړه جګړی په وړاندی نړیواله اجماع د پیاوړتیا په حال کې ده هڅه کیږی چې دغه دنړیوال ګواښ د راټوکیدو ریښی وچې او دملاتړ کوونکو سره یې اړیکی وشلوی. اوس چې پاکستان دنړیوالو دغبرګون له امله یولړ ګامونه د امریکا د پخلاینی له پاره پورته کوی او مخالف وسله وال طالبان اړباسی چې د امریکاییانو سره په افغانستان کې دسولی د رامنځ ته کیدو په هکله خبری وکړی. بیا هم موخه یې رڼه اورښتینی نه ده ځکه طالبان چې د کویټی او دپیښور دبالاحصار دشوراګانو له خوا رهبری کیږی تراوسه یې ددغه جګړییزی قوماندی دځای ذګی دبندیدو په هکله عملی ګام نه دی پورته کړی او دڅارګری اداری په هلوځلو دجګړی ډګرتو دساتی او افغان وژنی ته ادامه ورکوی خو موږ باوری یو چې دهری ورځی په تیریدو سره دنړیوالو حوصله په ختمیدو ده تمه لرو چې امریکا او ترڅنګ یې نور نړیوال سوله غوښتونکی هېوادونه چې دترهګریزو فعالیتونو دمخنیوی له پاره هڅی کوی دپاکستان په وړاندی به یې د زغم کاسه ډکه شی او وبه توانیږی چې دغه دترهګرو ملاتړ کوونکی هېواد په دی قانع کړی چې دترهګرو ملاتړ څخه لاس واخلی او نړیوال امنیت ته زیان ورپیښ نه کړی. ډاډه یو چې په هېواد کې به دټاکنو دپایلو وروسته رامنځ ته شوی حکومت په دی وتوانیږی چې دترهګرو دملاتړ کوونکو سره داسی چلند غوره کړی چې دلاس وهنی څخه لاس واخلی او دسیمی د امنیت دخوندیتوب له پاره چې دټولو هېوادوګټی پکښی نغښتی دی عملی هڅی پیل کړی. ځکه اوس ددی وخت را رسیدلی چې په نړیواله کچه دسولی د رامنځ ته کیدوله لپاره عملی ګامونه پورته شی او د دوه مخی سیاست پرځای درښتینتوب لارغوره شی. ځکه چې په څوکلنه جګړه کې دلاس وهنی له پاره ډیری پلمی په کارواچول شوی خو د افغان دولت په مظبوط دریځ کې هیڅ ډول بدلون رامنځ ته نه شو افغانان تل دیوه رښتینی سیاست له مخی دټولو هېوادو سره دمتقابلو اړیکو دخوندیتوب ته ژمن هېواد دی او هیڅکله د دوه مخی سیاست پلوی نه کوی نه غواړی چې دلاس وهنی له مخی دنورو ناوړه موخی ومنی او یاد جګړی له لاری دپردی پالوواکمنی ته تیاری ونیسی نوځکه دجګړی هر ډول مرګ  ژوبله زغمی او دجګړه مارو په وړاندی دخپلو لاس ته راوړنو څخه دسرپه بدله دفاع کوی او جګړه مارو ته وړاندوینه کوی چې که هرڅومره جګړه سخته او دپردیو په لمسون مرګ  ژوبله زیاته کړی هیڅ شی به په لاس رانه وړی.

نوغوره ده چې دسولی د رامنځ ته کیدو له پاره په خپلواکه توګه دبین الافغانی مخامخ خبرو دپیل کیدو دریځ غوره او دهغو لارو په لټون پیل وکړی چې دنورو دلمسون څخه خلاصون ومومی او دیوه خپلواکه دریځ په درلودلو سره په افغانستان کې د اوږدمهاله جګړی د پای ته رسیدوله پاره پخپله داسی ګام پورته کړی چې دټولو افغانانو خیر ښیګڼه پکښی نغښتی وی. ځکه چې جوته شوی پرته د بین الافغانی مخامخ خبرو پیل کیدو څخه دسولی رامنخ ته کیدل او ټینګښت ناشونی ښکاری نوپر افغانانو ده چې دروانی جګړی ستونزه پخپله هواره او جګړه دتل له پاره پای ته ورسوی.

هارون

ممکن است شما دوست داشته باشید