روزنامه ملی انیس

افغانان باید په بشپړ ملی یووالی او اتفاق سره هیواد ته پرمختگ ورکړی

دا باید سل په سلوکی ومنو چې د گران هیواد سر لوړی افغانستان آبادی، سمسورتیا ، ترقی او پر مختگ یوازې او یوازې د افغانانو په ملی یووالی، یو موټیتوب او د ټولو میشتو ورونو قومونو په پیاوړو او ځواکمنو مټو شونی دی، ځکه د هیواد ودانول د افغانانو له زیار گاللو پرته د بل چا په لاس امکان نه لری او یوازې د افغانانو پر ټینگ عزم او پوره یووالی او دغه راز د دوی پر ځواکمنو مټو آبادیدلی شی، پردی اساس موږ هغه وخت کولی شو خپل جگړه ځپلی هیواد ودان کړو چې بشپړ یووالی ولرو او زیات زحمتونه او زیارونه وگالو، البته دایو څرګند واقعیت دی چې د افغانستان ځواک او قوت په ملت کی دی، څرنگه چې دغه ملت په اتفاق یووالی او یوی لاری سره روان دی نوله دی امله حکومتی چارواکو او دغه راز سیاست پوهانو او د سیاسی گوندونو او ډلو چارواکو ته هم لازمه ده چې خپل هیواد ته په بشپړ یووالی او اتفاق سره پرمختگ ورکړی، داسی چې خلک یی هیله لری، همداشان د افغانستان جګړه ځپلی مظلوم ولس له ټولو سیاسی ډلو او مشرانو څخه ددی هیله اوغوښتنه هم لری چې د بیلابیلو فکرونو او پروگرامونو په لرلو سره د ملت د ابادی په لاره کی یو لاس او یو موټی شی او د نظام په ټینگښت کی هلی ځلی وکړی، اوهم ددغه هیواد خلک نن له حکومتی او سیاسی چارواکو څخه یووالی او له مصیبت څخه د خپلو خلکو د خلاصون په خاطر هلی ځلی غواړی. او هیله لری چې مشران یی په اتفاق سره دغه خاوره له مصیبت څخه وژغوړی، البته د افغانستان د پرمختگ دښمنان هره ورځ هلی ځلی کوی ، دبی اتفاقی په اچولو سره د هیواد د پرمختگ مخه ونیسی، خو موږ باید هوښیار او بیدار واوسو او په بشپړی هوښیاری او بیداری سره دغه هیواد هغه ځای ته ورسوو، چې خلک یی غواړی او زموږ شهیدانو په دغی لاره کی خپلی وینی تویی کړیدی، بناً دوخت غوښتنه هم داده اوروان حالت هم داایجابوی چې دولتی چارواکی، سیاست وال او د اړوندو گوندونو مشران باید په پوره همغږی، یووالی او د هیواد پالنی په لوړه او عالی روحیه له هر ډول توپیرونو پرته یوازی او یوازی د یو سپیڅلی افغان په توگه خپلی هلی ځلی یو موتی کړی او په دی توگه هیواد او هیوادوالو ته ترقی، پرمختگ، نیکمرغی او هوساینه ور په برخه کړی، نو ای د گران افغانستان په کوز او برکی میشتو ورونو قومونو چې ستاسو په شتون تورې، میړانې، اتلولی او کار نامو سره سر لوړی افغانستان په ۱۹۱۹ میلادی کال کی خپله ملی خپلواکی او ځمکنۍ بشپړتیا تر لاسه کړیده او د تاریخ په اوږدو کی یې د نړۍ هیڅ یو زبر ځواک ته یې سر نه دی ټیټ کړی نو دا ټول یې د ملی یووالی او بشپړ اتفاق زیږنده وه نو راځئ چې نن هم په بشپړ یووالی سره پرته له هر ډول تربگنی او تاوتریخوالی د ملی پیوستون په لوړه او عالی روحیه لاسونه سره ورکړو او خپل دغه جگړه ځپلی هیواد له هر پلوه پر خپلو پښو ودروو او د پوره یووالی په مرسته خپل مظلوم او کړیدلی هیوادوال نور د بدمرغه جگړې د ناوړو ناخوالو له امله ونه کړوو، بلکې په خپل منځ کې په رښتینی توگه سره یوموتی شو او په دې توگه په هیواد کې د افغان دښمنو عناصرو د نفاق اچولو جرړې، بیخی وچې کړو او د پای ټکی ورته کیږدو او پر ځای یې دټولو پتمنو افغانانو ترمنځ چې د گران افغانستان
د ښکلی گلبڼ راز راز ښایسته گلان دی
د ملی یووالی او ملی پیوستون لوړه او عالی روحیه پیاوړې کړو چې له امله به یی دا ویجاړ افغانستان ودان شی او ځوریدلو افغانانو ته به بشپړه هوساینه او نیکمرغی ور په برخه او د یوې تل پاتې همیشنۍ با عزته سولې ښیگڼې به ترلاسه کړی ،البته دا یو څرگند او انکار نه منوونکی واقعیت دی چې زموږ هیواد د تیرو کابو څلورو لسیزو بدمرغه، تباه کوونکو او خونړیو جگړو په ترڅ کی له هره پلوه وران، ویجاړ او پتمنه افغانان هم د مادی او معنوی پلوه له سترو زیانونوسره مخامخ شوی او په ټولیزه توگه هم دا ټولو ته په اثبات رسیدلی چې ددغه ناوړه جگړی په ترڅ کی یوازی گران افغانستان د نابودی لوری ته وکښل شو او مظلومه افغانان له ډیرو بدمرغیو سره لاس او گریوان شوی نو نن چې موږ ته یو ځل بیا ددی زمینه برابره شوی چې ټول افغانان سره یو موټی شو او د خپل گران هیواد آبادی، ترقی او پرمختگ لپاره مټی راونغاړو او له دی لاس ته راغلی چانس او فرصت څخه ښه گټه واخلو ځکه چې دا هیواد د پردیو په لاس نه بلکی یوازی د افغانانو په لاس آباد، سمسور او ښیرازه کیدلی شی او بس .
نوراځی چې د زړه له کومی سره یوموټی اومتحد شو اوپه پوره همغږی ددغه جگړه ځپلی هیواد ترقی اوپرمختگ ته په بشپړصداقت لاسونه سره ورکړو اوخپلی ملاوې هم ښې کلکې وتړو ترهغه چې
د نیکمرغه او باعزته سولې په ټینګښت سره په دی توانیږو چې خپل جګړه ځپلی هیواد د ترقی او پرمختګ لوړو پوړیو ته ورسوو ، دتخنیک او تکنالوجی په نوی عصرکی یی دسیالانو سره سیال او د سرلوړی افغانستان ښکلی درې رنګه بیرغ د نړۍ په هیوادونو کې تل هسک اورپانده کړو.
شاه محمود درویش

ممکن است شما دوست داشته باشید