روزنامه ملی انیس

اروپایی ټولنه دسولی دپروسی سره دافغان حکومت په رهبری او مالکیت خپلو همکاریو ته تیاره ده

که څه هم دافغانستان اسلامی دولت دسیمی دهیوادونو په تیره بیا دپاکستان دتروریستی او استخباراتی جګړی دپیچلو او بحرانی حالاتو څخه تیریږی خو دیو مستقل، خپلواک او دملګرو ملتونو دیو فعال غړی هیواد په توګه په نړیوالو مسایلو او قضایاوو کی دخپل سولیز اصولی دریځ او موقف له امله دنړیوالی ټولنی په تیره بیا داروپایی ټولنی دپاملرنی په مرکز کی ځای لری دغه نړیواله ټولنه غواړی چی په افغانستان کی دروانی جګړی په بندیدو دسولی دپروسی دراتلونکو جمهوری ریاست دټاکنو دفساد سره دمبارزی دښی حکومتوالۍ او دقانون دحاکمیت په دولتی ادارو او بیلا بیلو برخو کی داصلاحاتو سره دافغان حکومت درهبری او مالکیت لاندی خپلو همکاریو ته دوام ورکړی.

دروان ۱۳۹۷ کال لیندی پر ۲۶ مه دافغانستان داسلامی دولت جمهور رئیس محمد‏اشرف غنی داروپایی ټولنی دپارلمانی پلاوی له مشر پټروس استرویس سره ولیدل او دافغانانو په رهبری او مالکیت یی دسولی دپروسی دراتلونکو جمهوری ریاست ټاکنو او انتخاباتو او په بیلا بیلو دولتی ادارو کی داصلاحاتو په اړه تیاری وښود داروپایی ټولنی پارلمانی مشر او پلاوی دهمدی مسایلو او په ځانګړی ټوګه دافغان پروسی په اړه دهیواد دجمهور رییس محمداشرف غنی ته ډاډ ورکړ او ویی ویل: اروپایی ټولنه حاضره ده چی دافغان سولی او مذاکراتو پرمهال دسولی دهوکړی لیک دعملی کولو په برخه کی دافغانستان دحکومت او خلکو سره په بیلا بیلو سیاسی، امنیتی او اقتصادی برخوکی خپلو همکاریو ته دوام ورکړی او په دی برخه کی ژمن او متعهد یو. بیا دهیواد جمهور رئیس محمد اشرف غنی داروپایی ټولنی دپارلمانی پلاوی له مشر څخه په مننی سره ویل: دافغانستان دخلکو او حکومت سره په بیلا بیلو پړاونو کی داروپایی ټولنی د دوامدارو مرستو څخه مننه کوو او د سولی د هوکړه لیک په عملی کولو کی د اروپایی ټولنی او دافغانستان دنړیوالو شریکانو، رول ضروری او اړین وباله چی باید ترسره یی کړی.

پوخ باور دی که اروپایی ټولنه دیونړیوال سازمان په حیث دافغانستان دسولی دپروسی سره دهمکاریو تر څنګ په افغانستان کی دراتلونکو جمهوری ریاست دټاکنو او انتخاباتو دښی حکومتوالۍ، دقانون دحاکمیت دفساد او بیروکراسی په مخنیوی او په ټوله کی داصلاحاتو په برخه کی خپلو مالی، لوژستیکی او تخنیکی مرستو او همکاریو ته دوام ورکړی نه یوازی یو ستر تاریخی ګام به یی پورته کړی وی بلکی له شک پرته به یی خپل نړیوال رسالت هم پرځای کړی وی.

ناصرشاه سرحدی

ممکن است شما دوست داشته باشید